ځواک په شعارونو نه، بلکې په تخنیکي او عملي وړتیاوو کې وي
د ترکيې د بهرنيو چارو وزير هاکان فيدان چې ډېر وخت د ترکيې د امنيت رئيس هم پاتې شوی دی، ويلي يې دي:
ځواک په شعارونو نه، بلکې په تخنیکي او عملي وړتیاوو کې وي.
لومړی: هر اړخیز استخباراتي برلاسی
فیدان ټینګار وکړ چې هغه دولت چې لاندې برخو کې پیاوړی نه وي، باید له چا سره آن لفظي شخړه هم ونه کړي:
۱- سایبري استخبارات
۲- د سیګنالونو استخبارات
۳- برېښنايي استخبارات
۴- مخنیوی کوونکي (وقایوي) استخبارات
۵- د هوايي مسیرونو تعقیب او ټاکنه
۶- انځوریز استخبارات (تصویري څار)
۷- فضایي بنسټیز سیستمونه
دوهم: د هوايي حریم ساتنه مطلق لومړیتوب دی، ریښتینی چمتووالی دا غوښتنه کوي چې یو هېواد په لاندې برخو کې لوړ ظرفیت ولري:
۱- د هوايي دفاع سیستمونه
۲- راداري شبکې
۳- برېښنايي تشویش (جمینګ) سیستمونه
او زیاته یې کړه که یو هېواد په دې برخو کې غښتلی نه وي، نو خپل هوايي حریم به ونه شي ساتلای.
فیدان د بېلګې په بڼه وايي، که ستاسې ټیلیفونونه هک شي او ستاسې د رهبرۍ موقعیت معلوم شي، دا د مخالف وړتیا ده او ستاسو ضعف دی. خو تر دې لا خطرناکه دا ده چې څوک ستاسې هوايي فضا ته ننوځي او هلته اوږد مهال لپاره پاتې شي؛ ځکه دا د دقیقو هوايي بریدونو لپاره لاره هواروي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هيله ده چې زمونږ نظام او مسئولين دې برخې ته اعظمي پاملرنه وکړي، ګنې په يوازې شعار او پرته له اسبابو توکل کار نه کوي.
ځواک
له_بلې_زاويې