په منځنی ختیځ که د سکوت تر شا راټوکېدونکی توپان
د زمانې پر افق نن داسې درنې وريځې راټولې شوې دي چې د سیاست اسمان یې تریخ او دروند کړی دی. فضا د احتیاط له خاموشۍ ډکه ده، خو دا خاموشي د ارام نښه نه ښکاري؛ بلکې د هغو پوښتنو سیوری دی چې ځوابونه یې لا هم د قدرتونو د میزونو تر شا بند پاتې دي. نړۍ داسې یوې شېبې ته رسېدلې چې هره کلمه پکې وزن لري او هر سکوت پکې د یوې پټې کیسې اشاره کوي.
د ایران او امریکا ترمنځ روان کړکېچ یوازې د دوو دولتونو ترمنځ اختلاف نه دی؛ دا د ارادې، حاکمیت او بقا د تعبیرونو ترمنځ یو ژور ټکر دی. دا داسې ټکر دی لکه دوه سیندونه چې د یوې تنګې درې په منځ کې سره مخ شي—اوبه یې بېلابېل لوري غواړي، خو لاره یې یوه ده.
تراوسه دا ټکر د خبرو، فشارونو او سیاسي محاسبې په ژبه روان دی. خو د تاریخ حافظه موږ ته وایي چې کله خبرې د شکونو تر سیوري لاندې کمزورې شي، نو فضا ورو ورو د توپان د زېږېدو لپاره برابره شي. ځکه سیاست، که د عقل له رڼا تش شي، ډېر ژر د زور د تیارو لور ته ځي.
دلته یوه بله ژوره او درنه پوښتنه هم راپورته کېږي: که یو ملت ته اجازه ورنه کړل شي چې د خپل دفاعي توان د پیاوړتیا لارې ولټوي او د انرژۍ د تولید مشروع امکانات وکاروي، نو دا پیغام په بله ژبه داسې تعبیرېږي: ګواکې ورته ویل کېږي—نه خبرې کولئ شی، نه خپل فکر وړاندې کولو حق لری، او نه هم خپل قلم خوځولئ شی. دا یوازې سیاسي فشار نه دی؛ دا د ارادې د محدودولو هڅه ده.
د دفاع مفهوم یوازې د وسلو په شور کې نه تعریفېږي. دفاع کله د اقتصاد د ساتنې نوم وي، کله د علم او ټکنالوژۍ د پرمختګ هڅه وي، او کله د انرژۍ د سرچینو د موندلو حق وي. کله چې دا حقونه تر شک لاندې راوستل شي، نو د ملتونو په حافظه کې د بېباورۍ تخم کرل کېږي—او بېباوري هغه تخم دی چې ډېر ژر د کړکېچ په ونه بدلېږي.
د منځني ختیځ دا حساسه سیمه د تاریخ په اوږدو کې څو ځله د قدرتونو د سیالیو ډګر پاتې شوې ده. دلته سیاست د شطرنج له تختې سره ورته دی: مهرې کوچني حرکتونه کوي، خو د هر حرکت تر شا د ستراتیژیو اوږده سیوري ولاړ وي. یوه پرېکړه یوازې د نن ورځ نه بدله کوي؛ د سبا د نسلونو د ژوند نقشه هم ورسره بدلېږي.
جګړه عجیب منطق لري. کله چې پیل شي، سرحدونه نه پېژني او اور یې یوازې د یوه لوري لمن نه نیسي. لکه وچ ځنګل چې که یوه لمبه پکې راښکاره شي، ډېر ژر ټوله فضا د اور او لوګي په ولکه کې اخلي. له همدې امله هوښیار سیاستوال پوهېږي چې جګړه د بریا نښه نه ده؛ بلکې د تفاهم د ماتېدو وروستۍ پایله ده.
خو که د خبرو دروازې وتړل شي، که قلم بېاهمیته وګڼل شي، او که اعتراض د خاموشۍ تر فشار لاندې راوستل شي—نو سکوت خپله د توپان د زېږېدو ځای ګرځي. ځکه فکرونه، لکه اوبه، هېڅکله په بشپړ ډول بندېدای نه شي. سیند که بند شي، اوبه نه ورکېږي؛ یوازې زور اخلي او د ماتېدو لپاره وخت ته انتظار باسي.
نو د زمانې لویه پوښتنه همدا ده:
ایا نړۍ غواړي اختلاف د عقل په رڼا حل کړي، که پرېږدي چې سکوت ورو ورو د توپان بڼه خپله کړي؟
تاریخ ډېر ځله دا درس تکرار کړی دی چې کله کلمه ژوندۍ وي، جګړه خپله اړتیا له لاسه ورکوي. خو کله چې کلمه ووژل شي، توره د خبرې ځای نیسي.
او ښايي د نننۍ نړۍ تر ټولو ستره اړتیا همدا وي:
د قلم رڼا باید ژوندۍ وساتل شي، څو د جګړې اور ته د بلېدو پلمه پیدا نه شی