د الله د رسول ﷺ پرېکړي! – لومړی برخه

”په مکه کي وچکالي وه؛ رسول الله ﷺ تجارت کاوی او له خدیجې ؓ سره ئې تر واده وروسته سوکاله او مطمئن ژوند تېروی؛ په ورستیو کلونو کي د مکې اوسېدونکي د وچکالۍ له امله ډېر ستومانه ول په ځانگړې توگه هغه کسان چي کورنۍ به ئې ستري وې او د اولادونو شمېر به ئې زیات وو؛ په دغو کسانو کي د رسول الله ﷺ د کاکا ابوطالب اقتصادي وضعیت ډېر خراب وو؛ که څه هم د هغه عزت او عظمت د یوې لویي کورنۍ بني هاشم سره د تړاؤ له سببه پر خپل ځای وو؛ بلکي دی د دې ستري او عظیمي کورنۍ سردار وو؛ خو په لوږه او تنگۍ کي ئې وخت تېرېدئ؛ رسول الله ﷺ د ده په دې وضعیت کتلو سره ځورېدی؛ ځکه ئې هم یوه ورځ خپل بل کاکا عباس بن عبدالمطلب ؓ ته وویل چي نن سبا وچکالي ده او د ابوطالب کورنۍ ستره ده؛ د هغوی اقتصادي وضعیت تاسي وینئ! مناسبه نه ده چي یو بچی ئې زه او بل بچی ئې د مرستي په هدف ته خپل کور ته درسره یوسې؟! داسي به د هغه اوږې څه سپکي سي؛ عباس ؓ دا مشوره خوښه کړه او دواړه د ابوطالب خدمت ته ولاړل او خپل غوښتنه ئې څرگنده کړه. ابوطالب وویل: عقیل ما ته را پرېږدئ او نور که مو خوښه وي درسره بوځئ! دلته نو جعفر بن ابو طالب ؓ عباس بن عبدالمطلب ؓ له ځان سره خپل کورته روان کړ او علی بن ابي طالب ؓ بیا د الله رسول ﷺ خپل کورته راوستی. دا پېښه د هغه کال ده چي په کوم کال کعبه بیا جوړه سوه او د حجر الاسود د ايښودلو ستونزه رسول الله ﷺ په خپل حکمت او بصیرت سره حل کړې؛ په دې کال رسول الله ﷺ ۳۵ کلن وو او حضرت علی ؓ پنځه کلونو ته نږدې؛ که څه هم دا پېښه د حجر الاسود تر معاملې لږ مخته پېښه سوې وه.“
ځیني کیسې ناسمي مشهوري سوي؛ د هغوی وضاحت مهم وي: د خدیجې رض سره تر واده وروسته د الله رسول ﷺ ډېر آرام او سوکاله ژوند تېروی؛ په ۲۵-پنځه ویشت کلنۍ کي ئې له هغې سره نکاح وسوه او پورتنۍ کیسه په ۳۵-پنځه دېرش کلنۍ کي پېښه سوې؛ په ټولنه دا لس یا پنځلس کاله د الله تعالی د رسول ﷺ د شخصیت لا ځلېدلو یو الهي سبب سو؛ دا تر بعثت مخکنۍ موده ده. دا چي ځیني وایي ټوله شتمني ئې صدقه کړه مناسبه دعوه نه ده بلکي د الله تعالی رسول ﷺ به صدقه دومره زیاته کوله چي خلک به ورته حیرات سول؛ ځکه هم ځینو مبالغه کړې چي گواکي ټوله شتمني ئې ووېشله؛ د الله رسول ﷺ د امین او صادق القاب ډېر مخته خپل کړي ول؛ خو یو عادي انسان چي کله شتمن سي نو د هغه شخصیت تغییر وکړي؛ چون یو څه خود کفاء سي ځکه له نورو مغرور او بې پروا سي؛ خو د الله رسول ﷺ چي کله شتمن سو نور ئې مهربانه شخصیت وځلېدی؛ د خلکو په مسائلو کي به ئې د هغوی لاس نیوی کوی؛ مثلاً چي کله د الله رسول ﷺ له حراء غار څخه راسي او خدیجې ته وایي: (لقد خشیت علی نفسي) زه پر خپل ځان ووېرېدم؛ نو خدیجه په ځواب کي ورته وایې: (کلا ابشر فوالله لا یحزنک الله ابدا انک لتصل الرحم و تصدق الحدیث و...) نه نه؛ ته خوښ اوسه واللهِ! الله به هیڅکله تا رسویٰ نکړي ځکه ته تل صله رحمي کوې، تل رښتیا وایې او د هغو کسانو مصارف ورکوې چي څه نلري؛ په تا کي هغه ټولي اخلاقي ښېگڼي موجودي دي چي په خلکو کي نسته او ته مېلمه پال ئې او د حق خبرو او ښو کارونو په سبب که څوک په مصیبت کي را گير سي ته ئې معاون سې! همدا ښيي چي د الله رسول ﷺ په خپل شتمن وضعیت کي هم څومره غمخوار او مهربانه وو؛ خپلوان او خپل محسنین ئې هیڅکله یوازي نه پرېښودل؛ له لومړۍ ورځي څخه چي ئې له چا سره ملگرتیا سوې تر وروستۍ ورځي ئې ورسره پاللې.
په هر صورت زموږ هېواد د قریشو د همغه وچکالۍ کال وضعیت انځوروي؛ بهر مېشتي ځوانان مو یوازي انقلابي او جنگي ماحول جوړولو ته چکچکي کوي؛ د گوتو په شمېر ملگرو لخوا چي خیریه بنسټونه جوړ سوي هغوی هم د دغو وزگار خېلو له خوا نقد کېږي؛ نه خپله څه کوي او نه د نورو خدمت زغملی یا ستایلی سي؛ مستند راپورونه ښيي چي اقتصادې رکود مو آن د ماشومانو ژوند ته لا خطرات متوجه کړي؛ موږ داسي ډېري کورنۍ لرو چي اولادونه ئې ډېر وي او اقتصادي وضعیت ئې ډېر ابتر؛ لبرال ځوانان به ممکن بیا د تعاون او خدمت پر ځای د اولاد کمولو لارو چارو ته ځي؛ هغه کسان چي اقتصادي وضعیت ئې ښه دئ او د ځینو مجبوریتونو له امله نسي کولی چي د بل چا ماشوم خپل کورته یوسي او یا ئې کفالت وکړي؛ او دا تر ډېره بریده اوس ممکن هم نه دئ؛ کورنی ماحول داسي جوړ نه دئ چي یو بلڅوک دي په هغه ضم سي؛ ځکه دا کار روزل سوي مېندي کولی سي؛ نه یوازي نارینه! البته یو خواخوږی انسان کولی سي د یوه یتیم کفالت پر غاړه واخلي؛ یا کوم محصل او زده کوونکي سپارنسر کړي؛ په دې کار سره هم یو سنت احیاء کولی سي او هم ځانته یوه مثبته انرژي ورکولی سي.
دالله_درسول_پرېکړي