سمارټ فون او د څټ مهرې

اکتوبر 21, 2025 - 22:54
 0  10
سمارټ فون او د څټ مهرې

د موبائل د مسلسل استعمال پۀ وجه د څټ مهرې خپل طبعي پوزيشن برقراره نشي ساتلے - چونکه څټ مخې ته پۀ يوه خاص زاويه کوږ وي نو د څټ مهرې د يو مستقل فشار لاندې وي -

 

ماشومانو ته نقصان

ـــــــــــــــــــــــــ

 

د ماشومانو پۀ پټو او وجو کښې لچک زيات وي او خپل پوره جسامت ته نۀ وي رسېدلي نو د موبائيل استعمال د هغو د څټ مهرې مستقل طور کږولے شي او د ټول عمر د معذورۍ سره ئې مخ کولے شي -

 

ځوانانو ته نقصان

ــــــــــــــــــــــــ

 

پۀ ځوانانو کښې چونکه‌ پټې مضبوطې وی نو د مسلسل غېر طبعي پوزيشن سره درد زياتره د سر پۀ بره حصه‌ کښې یا د سترګو شاته درون درد محسوسيږي - خو د څټ د مسلسل غلط پوزيشن پۀ وجه پټې زر کمژورې شي او مهرې هم خپل ځائے پرېږدي -

 

بوډاګانو ته نقصان

ـــــــــــــــــــــــــــ

 

د بوډاګانو د وجود سره سره د څټ د مسلز نه هم وازګه ختمه شوي وي - او د څټ پټې او ناړۍ ئې کمزورې شوي اړ سستې شوي وي - نو ډېر زر ئې د مهرو د ناروغو سره مخ کولے شي -

 

طبي وجوهات ئې څۀ دي

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

يو عام انسان چې کله خپل سر نېغ نيولے وي نو د سر وزن تقريباً دولس پاونډه وي - چې کله سر مخې ته را کوږ کړے شي نو د سټ پۀ مهرو ډېر دباو زياتيږي - لکه چې سر ۱۵ ډګري راکوږ شي نو د سر وزن ۲۷ پونډه شي - دغسې پۀ ۳۰ ډګري ئې وزن  ۴۰ پونډه او پۀ ۶۰ ډګري ئې وزن ۶۰ پونډه‌ شي پۀ دې وجه د سټ د پټو راښکلو او درد نۀ علاوه د سټ پۀ مهرو مسلسل غېر ضروري دباو زياتيږي  -

 

د سمارټ فون د استعمال د ډېرو نورو بيمارو نه علاوه د سټ د مهرو بيمارۍ هم زياتې شوي دي- کۀ استعمال ئې مجبوري وي نو پکار ده چې سټ څومره نېغ نيوے شي نو هومره به نقصان کم مومي ـ او کۀ څوک د دغې مسئلې سره‌ مخ وي نو پکار ده چې د څټ اېم آر آئي اوشي او کۀ  ضروري وي نو چې فزيوتراپسټ ورته ورزشونه وښائي -