مهم ترين های امروز شنبه

نومبر 22, 2025 - 22:53
 0  13
مهم ترين های امروز شنبه

✒️: ‏عبدالمنان عمری، وزیر کار و امور اجتماعی، در دیدار با علیرضا بیکدلی، سفیر ایران در کابل، درباره گسترش روابط دوجانبه، وضعیت مهاجران افغان و انتقال کارگران افغان به ایران گفت‌وگو کرده است.
آقای عمری در این دیدار تأکید کرده که حضور کارگران افغان در ایران باید سامان‌دهی شود و از حالت غیرقانونی خارج گردد تا مشکلات آن‌ها تا حد زیادی کاهش یابد.
وزارت کار و امور اجتماعی در خبرنامه‌ای نوشته که قرار است در آینده نزدیک، معاون اشتغال‌زایی ایران به افغانستان سفر کند تا درباره تبادل نیروی کار، مدیریت بهتر بازار کار و سایر موضوعات با مقام‌های امارت اسلامی گفت‌وگو کند.
✒️: ‏د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان مقتي، نن (شنبه) افغانستان لپاره د جاپان له تازه ګمارل شوي سفیر ماساموتو کينيچي سره لیدلي دي.
له یاد وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د بهرنیو چارو وزیر دې لیدنه کې جاپان د نړۍ پرمختللی هېواد بللی او زیاته کړې یې ده چې اسلامي امارت لېواله دی، له جاپان سره په سیاسي او اقتصادي برخو کې ښې اړیکې ولري.
ورته مهال، کابل کې جاپان د سفیر ویلي، هڅه کوي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
✒️: ‏د اسلامي‌ امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، هند ته د خپل سفر پرمهال، د دغه هېواد د درملو صادراتو د پراختیا ټولنې له مسوولانو سره لیدلي دي.
عزیزي په دې لیدنه کې د درملو د وارداتو او کیفیت لوړونې، د پانګونې پر فرصتونو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د درملو د سوداګرۍ پر وړاندې د شته خنډونو پر له‌منځه وړلو خبرې کړې دي.
له یاد وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، هندي لوري په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د درملو د سوداګرۍ پراختیا مهمه بللې او دغه راز یې افغانستان کې د درملو د تولید کارخونو جوړېدو ته چمتووالی ښودلی دی.
په خبرپاڼه کې یادونه شوې چې په نیږدې راتلونکې کې به یو هندي پلاوی افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو د ارزونې او د درملو د تولید کارخونو جوړېدو په تړاو خبرو اترو لپاره کابل ته راشي.
✒️: ‏د بلخ د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونې مسوولین وايي، د اوزبېکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د یوې تازه هوکړې پر اساس نن (شنبه) د وچې او تازه مېوې لومړۍ جوپه اوزبېکستان ته روانه شوه.
د مسوولینو په خبره، په دغو صادراتو کې انار، مڼې او وچ توت شامل دي چې ټولیز وزن یې ۵۰۰ ټنه دی.
✒️: ‏نړۍوال بانک د مالیې وزارت له لارې په افغانستان کې د پروژو او قراردادي شرکتونو د پورونو د پرې کولو لړۍ پیل کړې ده. مالیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، نړیوال بانک د هوکړه‌لیکونو او قراردادي شرکتونو تصدیق شوي اسناد ارزوي او پیسې د TPMA په میکانېزم او یا د مالیې وزارت له لارې رسوي.
نړۍوال بانک له قراردادي شرکتونو نږدې ۴۵ میلیونه ډالر پوروړی دی.
✒️: ‏هندي رسنیو راپور ورکړی چې افغانستان او هند پرېکړه کړې چې کابل او نوې ډیلي کې د دواړو هېوادونو په سفارتونو کې ځانګړې سوداګریزې اتشې وګوماري.
د هند په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان، پاکستان او ایران برخې مسوول انند پرکاش ویلي، دغه پرېکړه د هند له بهرنیو چارو وزیر جې شنکر او د دغه هېواد د سوداګرۍ له وزیر سره د افغانستان اسلامي امارت د سوداګرۍ د وزیر نور الدین عزیزي ترمنځ کتنه کې شوې ده.
د پرکاش په خبره، اسلامي امارت به ژر خپل سوداګریز اتشه نوې ډیلي ته واستوي.
✒️: ‏د غزني امنیه قومندانۍ وایي، د ایران په سیستان او بلوچستان کې په ټرافیکي پېښه کې د مړو شویو اتو کسانو جسدونه نن د دفاع وزارت له لوري د دغه ولایت اجرستان ولسوالۍ کې خپلو سیمو ته لېږدول شوي او جنازې یې ترسره شوې دي.
د اجرستان ولسوالۍ ۱۴ تنه اوسېدونکي چې غوښتل یې په ناقانونه توګه ایران ته ولاړ شي، په سیستان او  بلوچستان کې په یوه ټرافیکي پېښه کې اته تنه مړه او ۶ نور ټپيان شوي دي.
✒️: ‏وروسته له هغې چې د افغانستان اسلامي امارت له پاکستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه بنده کړه، د دې هېواد بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، اسلام اباد هم ورته پرېکړه کړې.
طاهر حسین اندرابي ویلي، پاکستان د فرضي کرښې له لارې هر ډول سوداګري او تګ راتګ رسماً درولي او د دې وضعیت پړه یې پر افغانستان اچولې ده.
✒️: ‏د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسن اندرابي هند ته د افغانستان اسلامي امارت د سوداګرۍ د وزیر نور الدین عزیزي د سفر په اړه وایي، د افغانستان او هند ترمنځ سوداګریزې اړیکې د افغانستان او پاکستان اړیکو پورې تړاو نه لري.
طاهر حسن اندرابي زیاته کړې چې پاکستان سوداګریز تواصل ته ژمن دی او په خبره یې، افغانستان سره د پاکستان اړیکې د دغه هېوا د ګټو پر بنسټ ولاړې دي.
نوموړي دغه راز د افغانستان او پاکستان د ترینګلتیاو د حل په برخه کې د ایران رول مثبت یاد کړی دی.
✒️: ‏د امریکا د نیویارک نوي ښاروال زهران ممداني او د دغه هېواد ولسمشر ډانلډ ټرمپ تر څو میاشتو لفظي شخړو وروسته، په سپینه ماڼۍ کې سره کتلي او پر بېلابېلو مسایلو یې د ګډ کار هوکړې کړې دي.
ډانلډ ټرمپ او زهران ممداني پر کډوالۍ او اقتصادي مسایلو کې اختلافات لرل خو په دغه لومړۍ کتنه کې یې ژمنه کړې چې دواړه غواړي "نیویارک یو بریالی ښار اوسي."
ټرمپ ویلي: "هر څومره چې هغه (زهران ممداني) بریالی وي، زه به هغومره خوښ وم."
✒️: ‏د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زېلېنسکي اندېښنه څرګنده کړې چې دغه هېواد له سخت انتخاب سره مخ دی.
هغه زیاته کړې؛ هېواد به یې یا د خپلواکو حقونو د دفاع لپاره درېږي او یا به هغه امریکایي ملاتړ خوندي کوي چې ورته اړتیا لري، خو بیا هم د سولې پلان تر ډېره د روسیې په ګټه ګڼل کیږي.
زېلېنسکي تېره ورځ (جمعه) خپل ولس ته د وینا پر مهال ویلي، ښايي کییف د واشنګټن ملاتړ له لاسه ورکړي او دا به د سولې د پلان پر سر وي.
اخوا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا د هغه پلان هرکلی کړی چې له اوکراین سره د مسکو نږدې څلور کلنه جګړه پکې پایته رسیږي.
✒️: ‏د بښنې نړۍوال سازمان ویلي، له تېرو ۱۱ ورځو راهیسې د پښتون ژغورنې غورځنګ شپږ غړي چې نورالله ترین، حنیف پښتین، فرمان وزیر او یو شمېر نور پکې شامل دي، لا درکه دي.
سازمان ویلي، د غورځنګ دغه غړي د روانې نومبر میاشتې پر ۱۲مه پېښور ښار کې لادرکه شوي دي.
د بښنې نړۍوال سازمان له پاکستان غواړي چې سمدستې د دغو کسانو د ځای په اړه معلومات وړاندې کړي، په اړه یې خپلواکه او اغېزناکه څېړنه وکړي او د جبري لادرکۍ دې لاس واخلي.
✒️: ‏د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد پر اېکس لیکلي، کابل کې د سوداګرۍ خونې له لوري د نندارتون جوړېدل د هڅونې وړ ګام دی.
هغه زیاته کړې چې افغانستان کې اقتصادي ستونزې شته او دغه ستونزې وروسته له هغې زیاتې شوې چې ایران او پاکستان شاوخوا ۲ میلیون افغان کډوال له خپلو کورونو ایستلو او افغانستان ته راستنولو ته اړ کړل.
✒️: ‏‏ټاکل شوې چې د ترکیې یو لوړپوړی پلاوی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیاو د حل لپاره د خبرو کولو په موخه راتلونکې اونۍ اسلام‌اباد ته سفر وکړي.
پاکستاني رسنیو د ترکیې د سفیر په وینا لیکلي چې په دغه پلاوي کې به د ترکیې د استخباراتو رییس او د دغه هېواد یو شمېر وزیران شامل وي.