د اووم د ثور د میراث پټه ستنه؛ زاړه کودتاچیان، نوې سیمې، هماغه زهر
عبد المالک سرور
د اووم د ثور د کودتا له هغې ورځې چې د افغانستان د سیاسي برخلیک ستنې یې ولړزولې، تر نن پورې د دې پېښې وارثان د تاریخ له تور تمه په بشپړ ډول نه دي ایستل شوي. هغوی چې د نجیبالله له سقوط وروسته د ماتې په دوړو کې خپ شول، د یوې ټولې دورې په حافظه کې مړه اعلان شول، خو د سیاست په ژور لابراتوار کې د مرګ حکم په هغوی نه تطبیقېدونکی و. د دوی ایډیولوژیک بدلون د سرې نښې له محوه کولو سره نه و تړلی؛ بلکې د بقا هنر یې دا زده کړی و چې رنګ بدل کړي، نه لوری.
د شل کلن جمهوریت په اوږدو کې همدا پاتې شوني، چې د اووم د ثور له شړل شویو څېرو جوړ وو، بیا ورو ورو په ادارو، پروژو، تنظیمونو، ډلو، او حتی تر تعلیمي نصابه پورې ورننوتل. دا ځل نه د انقلاب لاره نیوله، نه د برچسپي مارکسیزم نغوته ورسره وه؛ بلکې د «ټیکنیکر»، «کارپوه»، «پوهاند»، «مشاور»، «سیاستوال»، او «مدني فعال» په نوې جامه کې راڅرګندېدل. د دوی دغې نرمې نفوذ ډلې د جمهوریت د بنسټونو رېښې د پټې لارې ځپلې او وروسته تر ټولو په دې کې برخه لرله چې نظام د منځه تلو تر څنډې ورسوي.
نن چې طالبان واکمن شوي، هماغه زاړه څېرې بېرته د «اسلامي» نقاب لاندې راڅرګندېږي—جذبې یې بله شوې ده، ژبه یې مذهبي شوې، خو ذهنیت یې لا هم په هغه زړو انقلابونو ځاګیری دی چې د ولس عقل، اراده او هویت یې د تجربې پر میدان قربانول. د دوی دا ځل خطر لا پټ دی، ځکه چې د دین تر سیوري لاندې د نفوذ او دایمي پاتې کېدو لاره لټوي، او دا کار د یوې داسې ټولنې لپاره ډېر خطرناک دی چې له جګړو، فقیرۍ او سیاسي فراغت څخه ستړې شوې ده.
د دې قشر حضور د یوې پټې ناروغۍ بڼه لري: داسې وایروس چې نه په یو رژیم محوه کېږي او نه په ماتې کمزوری کېږي. دا هغه میکروب دی چې د تاریخ له غفلت، د نظام له ناتوانۍ، او د ولس له بېحافظې څخه تغذیه اخلي. که ملت ویښ نه شي، که د خپل تاریخ د زخمونو له قیچي سره چل نه زده کړي، نو همدا میکروب به یو ځل بیا د قدرت په رګونو کې خپور شي—او بیا به هغه زخمونه راژوندي شي چې څو نسلونه یې لا هم د درملنې تمه لري.
افغان ولس باید پوه شي چې ځینې سیاسي خطرونه نه مري—بلکې د وخت له تغییره سره د بقا نوې بڼه خپله کوي. او که موږ یې د اساسي ریښو پېژندلو ته جرأت ونه کړو، نو تاریخ به زموږ په وړاندې بیا هاغه توره هنداره ودروي چې په کې به هماغه زړې څېرې، په نوې جامه، خو د هماغو زړو زهرجنو نیتونو سره ولاړې وي