مهم ترين های امروز شنبه

نومبر 29, 2025 - 22:18
 0  10
مهم ترين های امروز شنبه

✒️: ‏شهاب‌الدین ثاقب، معین مالی و اداری و سرپرست وزارت صنعت و تجارت، با مریم جلیلی‌مقدم، معین وزارت جهاد کشاورزی ایران، درباره افزایش صادرات محصولات زراعتی کشور به ایران گفت‌وگو کرده است.
در این دیدار، نمایندگان دولتی و بخش خصوصی دو کشور همچنین پیرامون راه‌های گسترش صادرات پنبه و سایر محصولات زراعتی افغانستان به ایران، تسهیل امور گمرکی و انتقالات و ایجاد سازوکارهای ارتباط مستقیم میان تولیدکنندگان و بازرگانان بحث و تبادل نظر کرده‌اند.
✒️: ‏د نورستان د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولان وايي، نن (شنبه) دواب ولسوالي کې د ازادې بولۍ له لارې د ۱۱۱ میلیونه ۵۵۷ زره افغانیو په ارزښت د دغه ولایت اته زره ۷۸۵ کیلو ګرامه قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې وپلورل شوې.
دغو قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو کې بیروج، کنزیټ، مارګنیټ او بلور شامل دي چې د دواب ولسوالي له ماوي کانونو څخه ترلاسه شوې وې.
✒️: ‏د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت معین، عبدالسلام حیدري په حضور کې له شپږو شرکتونو سره د مسافرو وړونکو او باروړونکو وسایطو لپاره د GPS دستګاو د لګولو هوکړه لیک لاسلیک شوه.
د هوکړې له مخې به دغه شرکتونه په ټول هېواد کې په ټرانسپورټي وسایطو کبې د جي پي اس دستګاو لګول او اړینې اسانتیاوې برابرول تضمینوي.
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه اقدام به د ټرانسپورټي وسایطو په معیاري‌کولو او ښه مدیریت کې مهم رول ولوبوي.
✒️: ‏حدود ۱۰۰ تُن مواد نفتی قاچاق و کم‌کیفیت، شامل پترول و دیزل غیرقابل استفاده، در گمرک مرزی اسلام‌قلعه هرات شناسایی و بر اساس حکم محکمه از بین برده شد.
وزارت مالیه در خبرنامه‌ای می‌گوید این مواد نفتی که در زمان‌های مختلف توسط قاچاق‌بران به‌گونه پنهانی و در موترهای تجارتی وارد افغانستان شده بود، توسط مسوولان گمرک شناسایی و پس از آزمایش‌های لابراتواری، تصمیم به نابودی آن‌ها گرفته شد.
✒️: آژانس مقابله با فجایع اندونزی طی گزارشی اعلام کرد که شمار قربانیان سیل و رانش زمین ناشی از بارش‌های شدید در جزیره سوماترای اندونزی به 248 نفر افزایش یافت.
شرایط نامساعد جوی که اخیراً منجر به تلفات گسترده‌ای در اندونزی شده، همچنان تأثیرات خود را حفظ ‌می‌کند.
✒️: ولودمیر زلنسکی، رئیس‌جمهور اوکراین با انتشار پیامی در شبکه‌های اجتماعی، از سفر هیئتی از این کشور به آمریکا به منظور رایزنی درباره طرح صلح پیشنهادی ترامپ خبر داد.
زلنسکی گفته که این هیات به ریاست رستم عمراف، دبیر شورای امنیت و دفاع اوکراین برای اتخاذ اقداماتی به منظور پایان جنگ به آمریکا سفر کرده است.
او با اشاره به اینکه هیات اوکراینی و آمریکایی فردا دیدار خواهند کرد، نوشت: با بی صبری منظر نتایج این نشست خواهم بود. اوکراین به همکاری سازنده با آمریکا ادامه می‌دهد. منتظر قطعی شدن نتایج مذاکرات ژنو در آمریکا هستیم.
✒️: دونالد ترامپ، رئیس‌جمهور آمریکا با انتشار پیامی در شبکه‌های اجتماعی، از قصد خود برای بستن حریم هوایی ونزوئلا و مناطق اطراف این کشور خبر داد.
وی نوشت: تمامی خطوط هوایی، خلبانان، قاچاقچیان انسان و مواد مخدر لطفا در نظر داشته باشند که حریم هوایی ونزوئلا و اطراف آن کاملا بسته خواهد شد.
رئیس جمهور آمریکا در ادامه افزود: از توجه شما تشکر می‌کنم.
گفتنی است، دونالد ترامپ، رئیس‌جمهور آمریکا پیشتر با امضای فرمانی، خواستار مبارزه گسترده‌تر ارتش این کشور با "کارتل‌های مواد مخدرِ" شده بود.
✒️: ‏خبرگزاری اسوشیتد پرس گزارش داده است که دو نفر در پی تیراندازی در یک فروشگاه در ایالت کالیفورنیای امریکا زخمی شده اند.
این حادثه در فروشگاه «ولی فییر» در شهر سنتا کلارا رخ داده است.
پولیس به دنبال تیراندازی، این مرکز را از وجود افراد تخلیه کرده است.
این حادثه دو روز پس از تیراندازی بر اعضای گارد ملی امریکا در واشنگتن دی‌سی رخ داده است. مقامات امریکایی مظنون آن حادثه را یک شهروند افغان معرفی کرده اند.
✒️: ‏د امریکا د واشنګټن څارنواله جینین پیرو وایي، د دغه هېواد د ملي ګارډ پر سرتېرو بریدګر به د "لومړۍ درجې" مرګ له سزا سره مخ شي.
جینین پیرو ویلي، دا چې دغه یوه ناڅاپې پېښه نه وه او له وړاندې پلان شوې وه نو تورن کس ته به جدي سزا ورکړل شي.
د دغه برید په تړاو د افغانستان د خوست ولایت اوسېدونکی رحمن الله چې ۲۰۲۱ زېږیز کال کې امریکا ته کډوال شوی و، نیول شوی دی. هغه افغانستان کې د امریکا د حضور پر مهال له سي ای اې سره کار کاوه.
✒️: ‏د ترکیې بوسفور تنګي ته نږدې په تور سمندرګي کې پر دوو روسي ټانګرونو چاودنې شوي او اور یې اخیستی دی.
رویټرز د ترکي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې دغه ټانکرونه له مصر څخه روسیې ته په لار و چې پرې چاودنې شوي خو د دواړو ټانکرونو سوارلۍ ژغورل شوې ده.
دغه دواړو ټانکرونه د روسیې د هغو کښتیو له ډلې دي چې په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین د برید له امله پرې بندیزونه لګول شوي دي. د رویټرز د راپور لمخې، تر دې وړاندې تور سمندرګي کې ځینې کښتۍ له ماینونو سره د لګېدلې دي.
✒️: ‏د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د جو بایډن د حکومت پر مهال له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر په اړه خپل پخواني راپور ته اشاره کړې او زیاته کړې یې ده چې دغه راپور کې د افغانانو د مخینې د ارزونې په برخه کې سترې نیمګړتیاوې په ګوته شوې دي.
دغې کمېټې لیکلي چې په دې راپور دغه راز یادونه شوې چې له پېژندنې، بایومټریک او د تصفیې ځینو نورو پړاوونه پرته ګڼ کسان امریکا ته لېږدول شوي دي.
✒️: ‏د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي، تر دې وروسته به د افغانستان د پاسپورټ لرونکو ته ویزې ور نه کړي.
دغه وزارت لیکلي چې د امریکایي د ملي امنیت خوندیتوب لپاره هر راز لازم اقدام کوي.
تر دې وړاندې د امریکا په واشنګټن کې د ملي ګارډ پر سرتېرو د برید په غبرګون کې ولسمشر ډانلډ ټرمپ د افغانستان په ګډون د ۱۹ نورو هېوادونو د کډوالو بهیر درولی و او د دوی د کډوالۍ قضیو د بیا کتنې امر یې کړی و.
✒️: ‏د سریلانکا په شمال کې د ډېټوا په نوم توپان راغلی چې په پایله کې یې شدید سېلابونه راوتلي دي.
په دغو سیلابونو کې تر دې دمه ۴۶ کسان مړه او ۲۳ نور ورک دي. رویټرز راپور ورکړی چې په راتلونکو ۱۲ ساعتونو کې به دغه سېلابونه او توپانونه لا شدید شي.
سیمه ییزو چارواکو ویلي، ډیری مرګ ژوبله د هغو ځمک‌ښویېدونو له امله شوې چې د بارانونو له امله رامنځته شوې ده.
✒️: ‏په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ پر اېکس لیکلي، د افغان ښځو او نجونو د زدکړو پر دوامدار ملاتړ ټینګار کوي.
د اروپايي ټولنې استازولۍ زیاته کړې چې د یوه باثباته او له ډول تاوتریخوالي او زیانه پاک راتلونکي لپاره زده کړې بنسټیز ارزښت لري.
✒️: ‏پاکستان کې د جمعیت علمای اسلام مشر، مولانا فضل الرحمن د افغانستان پر وړاندې د پاکستان پر تګلارې یو ځل بیا سختې نیوکې کړې دي.
هغه د پاکستاني سوداګرو په هغه غونډه کې چې له افغانستان سره د سوداګرۍ د بیا پیل لپاره هغه ته ورغلي وو، ویلي، د افغانستان پر وړاندې د پاکستان پالیسي ویجاړوونکې او د عملي کېدو وړ نه ده او له ۴۵ کلونو راهیسې دغه پالیسي ناکامه ده.
 هغه په خپلو خبرو کې ادعا کړې چې پاکستان د ضیاءالحق او پروېز مشرف په واکمنیو کې د افغانانو په سر ډالر اخیستي دي.