مهم ترين های امروز چهارشنبه
✒️: د چارو يو تن شنونکي د طلوع نيوز د «تودې خبرې» خپرونه کې ويلي، د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ډاکتر نعيم وردګ لور په اسلام اباد کې په پوهنتون کې درس وايي او همدارنګه په قطر کې د دې ډلې د سفیر سهيل شاهين لور هم پوهنتون ته ځي، خو پر افغان نجونو يې د حرام په نوم زده کړې منع ګرځولې دي.
دغه شنونکی ټينګار کوي، چې که زده کړې حرامې وي، نو د دوی لوڼې ولې پوهنتونونو ته ځي او که دوی ته روا دي، نو د نورو افغان نجونو پر وړاندې ولې د پوهنتونونو او ښوونځیو دروازې تړل شوې دي!؟
✒️: د افغانستان اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو وزیر، عبدالمنان عمري په کابل کې د ایران له سفیر، عليرضا بېکدلي سره په کتنه کې ایران ته د افغان کارګرو د قانوني لېږد، د ماهرو کارګرو د تبادلې، د فني او حرفوي روزنې پراختیا او د افغان کارګرو د بشري او کاري حقونو پر تضمین خبرې کړې دي.
غونډه کې د افغان کارګرو لپاره پر عادلانه مزد، خوندي کاري شرایطو او د کاري اختلافاتو د حل لپاره د ګډ کمیسیون پر جوړولو ټینګار وشو.
د ایران سفیر هم د ګډو پروژو، د کار ځواک تبادلې او دوامدارو همکاریو ډاډ ورکړ.
✒️: ذبیحالله مجاهد، سخنگوی امارت اسلامی افغانستان، در گفتوگو با طلوعنیوز درباره بازداشت اخیر یکی از اعضای گروه داعش در پاکستان که شهروند ترکیه است، گفت که این اقدام نیز نتیجه اطلاعات امارت اسلامی است.
او افزود که از مدتها پیش آگاهی دارند که اعضای داعش در پاکستان حضور دارند.
✒️: یوې پښتنې قومي جرګې له حکومت غوښتي چې د چمن دروازه بېرته پرانیزي، څو زرګونه مسافر وړونکې او بار وړونکې موټرې چې له اکټوبر راهیسې د نښتو له امله دواړو لورو ته بندې پاتې دي، ستونزې یې هوارې شي.
پاکستانۍ رسنۍ وايي، قومي مشرانو ویلي، له تېرو دوو میاشتو راهیسې سوداګري ځنډېدلې، زرګونه کسان د قانوني اسنادو سربېره بند پاتې دي او د ځینو اسناد هم ختم شوي چې دا حالت جدي بشري اندېښنې راولاړوي.
✒️: د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د پولیسو اکادمۍ فراغت غونډې ته د وینا په وینا کې ویلي: مونږ د دوحې په مذاکراتو کې ژمنه کړې، چې له افغانستان څخه چاته تهدید ونشي؛ هغه مو په عمل کې ثابته کړې ده. افغانستان د ستونزو د اواري لپاره معقولې لارې لټوي او د معقولو لارو څخه ستونزې حل کیږي.
نن اسلامي نظام د خلکو د وحدت او مبارزې په پایله کې ترلاسه شوی دی.
د افغانستان پولیس له نورو هېوادونو څخه تویپر لري. هغه دا، چې نن خلک د امنیتي ځواکونو ترڅنګ ولاړ او هرکلی یې کوي؛ خو په نورو هېوادونو کې خلک له پولیسو وېره لري، ځکه غلا ترینه کوي، نامعلومو ځایونو ته یې وړي، خلک ترینه وېره لري. پولیس باید له خلکو سره په تعامل کې مینه او ښه چلند ترسره کړي.
مشران په دې بوخت دي، چې د افغانستان او نړۍ ترمنځ ستونزو ته معقوله حل لار پیدا کړي. نړۍ نباید افغانستان ته د ستونزو له ادرس څخه وګوري.
✒️: خلیفه سراجالدین حقانی، وزیر امور داخله در مراسم فراغت نزدیک به ۹۰۰ تن از محصلین اکادمی پولیس، گفته است که افغانستان امروز کشوری امن است و تهدیدی برای دیگر کشورها وجود ندارد.
وی افزود که وعدههای داده شده در مذاکرات دوحه برای عدم تهدید دیگران از خاک افغانستان، عملی شده است.
حقانی با تأکید بر وحدت مردم و دستاوردهای نظام اسلامی گفت: «پولیس افغانستان امروز از حمایت و اعتماد مردم برخوردار است، در حالی که در بسیاری از کشورها مردم از نیروهای امنیتی هراس دارند.» او افزود که پولیس باید در تعامل با مردم با مهربانی و حسن رفتار عمل کند.
همچنین، معاون اداری وزارت داخله، رحمتالله نجیب، از فراغت نزدیک به ۹۰۰ محصل جدید اکادمی پولیس خبر داد و گفت که این اقدام زمینهساز افزایش امنیت و آرامش مردم خواهد بود.
وزیر داخله تاکید کرد که مسئولان کشور همچنان در تلاشاند تا برای بازگشت مهاجران از پاکستان و حل مشکلات بین افغانستان و جهان، راهحلهای معقول پیدا کنند.
✒️: د ملي دفاع وزارت د څرګندونو له مخې؛ د پنجشېر ولایت د پریان او د بدخشان ولایت د کران او منجان ولسوالیو ترمنځ د نښلوونکې ۲۹۵ کیلومټره سړک کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د ملي دفاع وزارت مسوولانو ويلي، چې د دې پروژې له بشپړېدو سره به د خلکو تګ راتګ، د سوداګریزو توکو لېږد او د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو بنسټیز چوپړ ته د لاسرسي په اړه د پام وړ آسانتیاوې رامنځته شي. دغه راز دا سړک به د هېواد د مرکزي او شمال ختیځو ولایتونو ترمنځ د اړیکې په پیاوړتیا کې هم اړین رول ولوبوي.
✒️: د ننګرهار چپرهار ولسوالۍ اړوند هدیا خېلو سیمه کې دوو وروڼو خپل مشر ورور د پیسو وېش پر سر وژلی دی.
د ننګرهار امنیې قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د پېښې عاملین د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي، چې ډېر ژر به یې عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژني.
✒️: دیدار وزیر امور خارجه ترکیه با هیئت حماس در آنکارا.
هاکان فیدان، وزیر امور خارجه ترکیه، در آنکارا با هیئتی از جنبش حماس به ریاست «خلیل الحیه»، عضو دفتر سیاسی این جنبش، دیدار و گفتوگو کرد.
در این دیدار، طرفین درباره مرحله دوم طرح صلح غزه تبادل نظر کردند.
فیدان تأکید کرد که ترکیه همچنان در همه مجامع بینالمللی، بهطور قاطع از حقوق فلسطینیان دفاع خواهد کرد.
هیئت حماس اعلام کرد که به تعهدات خود در چارچوب آتشبس پایبند بوده، اما اسرائیل با ادامه حملات به غزه، مانع ورود به مرحله دوم طرح صلح میشود.
به گفته هیئت حماس، 60 درصد از کامیونهایی که اجازه ورود به غزه یافتهاند حامل کالاهای تجاری بوده و میزان کمکهای انسانی برای پاسخگویی به نیازها کافی نیست.
در این دیدار همچنین بر غیرقابلقبول بودن اقدامات اسرائیل در کرانه باختری تأکید شد.
✒️: دونالد ترامپ رییسجمهور امریکا به نیکلاس مادورو همتای وینزویلایی خود هشدار داده که: «یا استعفا بدهد و یا هم اینکه با بزرگترین نیروی دریایی امریکا روبرو خواهد شد.»
وی گفت که ۱۵ هزار نیرو و کشتی جنگی امریکایی در کارابین جابجا شدهاند.
در همین حال مادورو گفته که تغییر رژیم را نخواهد پذیرفت.
✒️: راپورونه کاږي چې د ترکیې کرنې په مرکزي سیمه کې د باران کمښت او د ځمکې لاندې اوبو ټیټېدو له کبله سلګونه کندې رامنځته شوې دي.
کروندګر او چاپېریال پوهان بیا دا د اقلیمي بدلون یو خطرناک خبرداری بولي.
✒️: د سوریه د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره د ګډې خبري ناستې پرمهال ټینګار کړی چې د دمشق او مسکو اړیکې نوي پړاو ته ورننوځي او روان کال به د سوریې ۱۴ کلنې جګړې پایته رسېدو پیل اوسي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف مسکو ته د سوري پلاوي سفر مثبت بللی او د سوریې یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا باندې یې ټینګار کړی دی.
✒️: د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف د سېشنبې پر ورځ هغه هڅې رد کړل، چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان د وسلوالو ضد عملیات؛ له هغه څه سره پرتله کوي، چې هغه یې "پر جوماتونو او مذهبي مدرسو د هند ناقانونه بریدونه" بولي.
خواجه آصف په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې؛ د پاکستان عملیات د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) د تائید شویو مرکزونو پر نښه کولو راڅرخي، چې پر وینا یې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد فعالیت کوي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د دې عملیاتو پرتله کول له هغو بریدونو سره، چې هند د بهاولپور او مریدکې پر دیني ځایونو کړي؛ « بشپړ ناسم او د منلو وړ ندي».
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت تل د پاکستان دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي، چې د پاکستان ناامني د دوی کورنۍ مسئله ده او هیڅ ډلې ته اجازه نهورکول کېږي، چې د افغانستان له خاورې د نورو پر وړاندې فعالیت وکړي.
✒️: د آلمان حکومت د لومړي ځل لپاره یو سوریایي او دغه راز یو افغان خپلو خپلو هېوادونو ته جبري استولي، چې د برلین د کډوالۍ په سیاست کې د یوه اړین بدلون نښه ګڼل کېږي.
د آلمان کورنیو چارو وزارت د څرګندونوله مخې: د سېشنبې پر ورځ( د مرغومي دوهیمه / د ډسمبر درویشتمه؛ ۳۷ کلن سوریایي، چې په نوردراین– وستفالن ایالت کې د وسلهوالې غلا، د سخت بدني زیان اړولو او باجاخیستنې پر تورونو محکوم شوی و د بند له تېرولو وروسته د الوتنې له لارې دمشق ته ولېږدول شو. د جرمني فډرالي پولیسو هغه تر دمشق پورې بدرګه کړ او ځایي چارواکو ته یې وسپاره.
د کورنیو چارو وزارت هممهاله تائید کړې، چې په همدې مخینې یو بل کس افغانستان ته شړل شوی او برلین له دمشق چارواکو او په کابل کې له میشتو استازو سره داسې هوکړو ته رسېدلی، چې په راتلونکي کې د خطرناکو مجرمانو او د امنیت ګواښوونکو کسانو «منظمې» ایستنې ته لار اواره شي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریندت د دغه سیاست په ننګه کې ویلي: «مجرمان باید زمونږ هېواد پرېږدي. مونږ د کنټرول، پایلو او د مجرمانو او ګواښونو پر وړاندې د صفر زغم د پالیسۍ پلوي یوو.»
✒️: برېټانیي رسنیو راپور ورکړی چې په سکاټلنډ کې د یوې کمعمره نجلۍ د جنسي تېري په تور افغان پناهغوښتونکی، رفیع الله احمدزی، په ۹ کلونو بند محکوم شوی دی.
راپورونه وايي، ۲۱ کلن رفیع الله چې تېر کال یې په سکاټلنډ کې په یوه پارک کې پر ۱۷ کلنې نجلۍ جنسي تېری کړی و، د محکمې له لوري پر ۹ کلونو بند محکوم شو.
خو احمدزي ادعا کړې چې هرڅه د دواړو په رضایت شوي دي.
دغه کس د جنسي تېري ترڅنګ د ګواښونکي چلند په جرمونو کې هم مجرم پېژندل شوی.
✒️: له ۵۰ زیاتو مشهورو جرمني څېرو د یوه پرانیستي لیک له لارې د جرمني له فدرالي حکومت غوښتي چې ټول هغه افغانان، چې د منلو ژمنه ورسره شوې، ژر تر ژره جرمني ته ولېږدوي.
د جرمني رسنیو په حواله، په لیک کې ټینګار شوی چې شاوخوا ۱۸۰۰ افغانان چې پخوا یې له جرمني سره کار کړی او دا مهال په پاکستان کې دي، د جبري ستنولو له ګواښ سره مخ دي او باید خوندي شي.
✒️: د امریکا د مخکیني ولسمشر، جو بایډن زوی، هنټر بایډن په یوه پاډکاسټ کې د خپل پلار پر هغې پرېکړې نیوکه کړې چې امریکايي ځواکونه یې په دغه بڼه له افغانستانه و ایستل.
هغه زیاته کړې چې په دغه موضوع کې یې ورسره پلار هم همغږی دی چې په بله غوره توګه یې هم دغه کار کولای شو.
خو هنټر په دغه پاډکاسټ کې د خپل پلار له ګڼو نورو پالیسیو دفاع هم کړې ده.
✒️: تهران کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت سرپرست، فضلمحمد حقاني، د ایران د چابهار ازادې اقتصادي سیمې له مشر، محمد سعید اربابي په بلنه په چابهار کې ورسره وکتل.
د سفارت د خبرپاڼې لهمخې، په دغه کتنه کې د دواړو لورو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراخولو، د چابهار د ازادې سیمې د ظرفیتونو پر اغېزناکه کارونه، د صادراتو اسانتیا، د سوداګرۍ زیاتولو او د ټرانزیټ د پراختیا په اړه خبرې وشوې.
✒️: رویټرز خبر ورکړی چې یوه سوداګریزه ډله د پاکستان د نړۍوال هوايي شرکت ۷۵ سلنې ونډه اخلي. دغې ډلې د پيآیای هوايي شرکت پر سر تر ټولو لوړه بولي کړې ده.
پاکستان حکومت د پرلهپسې مالي تاوانونو له امله نور د دغه شرکت د چلولو توان نه لري او له همدې امله غواړي PIA خصوصي سکټور ته وسپاري.
✒️: د ایران د طبي علومو د پوهنتون رییس نادر توکلي وایي، د تهران شاوخوا څنډو کې لکه؛ شهریار او رباطکریم کې د افغان وګړو له وتلو وروسته د زېږونونو کچې راټيټېدل یوه جدي ستونزه ده.
هغه ویلي، تر دوو کلونو وړاندې په ځینو روغتونونو کې د بهرنیو وګړو زېږونونه تر ۶۰ سلنې رسېدل خو د ناقانونه کډوالو وتلو د زېږونونو شمېر په څرګنده توګه کم کړی دی.
✒️: رویترز گزارش داده است که انفجاری در مسکو، پایتخت روسیه، جان دو پولیس و یک فرد دیگر را گرفته است.
به گزارش منابع رسمی، این رویداد در محل انفجار روز دوشنبه که در آن یک جنرال روسی جان باخت، به وقوع پیوسته است.
کمیته تحقیقات دولتی روسیه این رویداد را تایید کرده، اما درباره هویت فرد سوم جزییاتی ارایه نکرده است.
هرچند تا کنون هیچ گروهی مسوولیت این انفجار را بر عهده نگرفته، اما پیش از این ارتش اوکراین اعلام کرده بود که بسیاری از چنین حملات را انجام میدهد.