د امریکا هدف د افغانستان جګړې څخه څه و؟د امریکا هدف د افغانستان جګړې څخه څه و؟
زه همیشه یوه خبره تکراروم چې انسانان باید د خپل ژوند تجربې شریکې کړي، خصوصاً افغان لوستي باید خپلې تجربې او د ژوند نتیجه ګیریانې د یو بل سره شریک کړي چې تر څو ترې نور هم ګټه واخلي.
په دغه سلسله کې خو زه کله نا کله ځینې خبرې کوم، نه یې یوه بله هم درواخلئ چې د وروستیو ۱۳-۱۴ کلونو د لیکنو او بحثونو نتیجه ده. تاسې د هېچا د پوهولو او قانع کولو اخلاقي، ایماني، او نه هم انساني مسؤلیت لرئ! تاسې هیڅ مسؤل نه یاست چې څوک قانع کړئ! خپله خبره، لیکنه، او نظر مو شریک کړئ، که چا په همغه قناعت وکړ، ښه تر ښه، که د چا قناعت نه حاصلیږي، هغه دې نور خپله زحمت وباسي او همغه موضوع کې خپل قناعت حاصل کړي، البته که خبره د رښتیني پوهاوی یا قناعت وي. نور خو نو مجاهد ملت کې مخالفتونه د پوهاوي لپاره نه بلکه مخالفت برای مخالفت وي چې څنګه به خپله عقده درسره سړوي!
اوس نو یوه کیسې ته غوږ شئ، یوه ورځ مو د یوه ملګري سره بحث و. خبره لاړه او راغله چې د امریکا هدف د افغانستان جګړې څخه څه و، ما ورته خپل دلیل وویل چې خبره د ظاهر وي، نو ظاهر کې د امریکا جګړه د ترورېزم سره وه، خو که شیره و شربت پسې ګرځو، نو امریکا د یوه مجبوریت پر بنیاد باندې چې د سپتمبر ۹ کال ۲۰۰۱ پېښې وروسته یې د هغه عاملینو ته باید جزا ورکړی وی، د هغه مجبوریت په اساس افغانستان ته راغی، کنه د افغانستان حمله یا افغانستان کې میشت کېدل د جورج بوش او امریکا حکومت پالیسیو برخه نه وه، بلکه د عراق جګړه یا د صدام حسین نسکورول د ۷ نورو هیوادونو نظامونو نسکورولو سره چې هغه کې لیبیا، سوریه او ایران هم شامل وو، هغه د امریکا د هغه وخت د مسؤلینو او د Neoconservative تیوریسنانو لکه پال ولوفوټز، کانډولېزا رایس، ډک چیني او نور و. ممکن که ټالبانو هغه عرب د الکایډې مشر ا-س-امه ورسپارل وی، د دوی راتګ ته به ضرورت هم نه و یا دوی هغه له خپل هیواده شړلی وی.
په هر صورت، که راتګ پلان شوی نه و، خو بیا په افغانستان کې پاته کېدل نور نو د امریکا د حکومت جګړه کمه خو د امریکا د نظامي صنعت یا Military Industrial Complex جګړه ډېره وه. په دې جګړه کې حد اقل ۱ ملیون امریکایي عسکرو ستاژ یا د جګړې عملي میدان ولید. په دې جګړه کې ۷۷۰ ملیارده ډالره مصرف شوي دي چې هغه کې ۱۱۰ ملیارده ډالره یې په افغانستان کې مصرف شوي دي او بازسازي او نور مسایل دي، پاته ۶۶۰ ملیارده ډالره یې د نظامیانو د معاشونو نیولې، تر ټولو هغه خدماتو باندې مصرف شوي دي چې هغه د افغانستان بیرون شوي دي او ګټه یې مستقیم بهرنیو شرکتونو ته رسیدلې ده، او مجموعاً د تقاعد او سود سره دغه جګړه به د امریکا حکومت ته د ۲.۳ ټریلیون ډالرو په ارزښت تمامیږي چې بیه به یې د امریکا مالیه ورکوونکي یا خلک ورکوي(دا د براون پوهنتون د تحقیق ارقام دي).
خبرې ډېرې خلاصه یې یو، چې د امریکا جګړه په افغانستان کې که شروع یې تصادف و، خو دوام یې د امریکا د نظامي صنعت جګړه چې د هغه لپاره به امریکا کې لابي کیدله.
همداسې د همدې ملګري په کور کې یوه بله ورځ یو بل افغان چارواکي سره مې بحث په امریکایي سیاست کې د لابي ارزښت په اړه و. هغه وطندار نو په دې توهم اخته و چې امریکا کې تحقیقي مراکز دي، او هغوی خپل مستقل تحقیقونه کوي او هلته لابي مابي نه چلیږي او څه چې د هغوی د حکومت په ګټه وي، هغه کوي. البته که دغه بحث هغه د ساینس په اړه کړی وی، بیا هم یوه خبره، خو اجتماعي علومو یا سیاست کې د امریکا سیاست کې د لابي څخه انکار داسې ده چې سړی ووایي چې شیدې سپینې نه دي. (البته یوه بله جالبه به هم تاسې ته ووایم چې حتی طبیعي علوم یا هم بیالوژیکي علوم یا ساینس هم د لابي د تاثیر څخه مستثنا نه ده. هلته هم ځینې کیسې ثبت شوي دي چې د سړي وېښته راپاروي، خصوصاً د ادویه جاتو د شرکتونو لابي او د هغو ګټې. زه د توطئیې تیوري باورمند نه یم، خو هغه چې ثابت شوي دي، هغه ثابت شوي قضیې دي، لکه د AIDS خلاف لومړني درمل جوړولو او کارولو پروسه کې د RCT یا تحقیق Manipulation چې هلته لا د دوا مؤثریت ثابت نه وي، خو د لابي په زور د FDA څخه جواز اخستل کیږي او دوا بازار ته وړاندې کیږي. دا کیسه ۱۹۷۰-۸۰ لسیزه کې شوې ده او ما پوهنتون دوران کې لوستې ده، نور یې تاسې خپله ولټوئ).
نو دغه دواړو ملګرو ته وایم چې د امریکا نظامي صنعت او د هغه لابي په اړه دغه لاندې نیم ساعته ډاکمنټري وګورئ، بیا د دې مثال خپل هیواد سره مقایسه کړئ. البته یو نیم به پوښتنه کوي چې که خبره د نظامي صنعت ګټو وه، نو بیا ولې له افغانستان نه ووتل او د یوکراین جګړې سره سره یې دلته جګړه روانه ونه ساتله زما ځواب همیشه دا وي چې دنیا کې مطلقیت نشته دی. همغسې چې راتګ تصادف، دوام د نظامي صنعت جګړه وه، وتل یې هم د سیاسي داد و معاملې او د امریکا د داخلي سیاست څخه بې برخې نه ده. نن ورځ په یوکراین کې د ۱ کال جګړې مصارف د افغانستان د ټول ۲۰ کلنې جګړې څخه پورته دي، نور هغه مزیت هغه د امریکایي نظامي صنعت لپاره نه لري.همداسې په امریکا کې د رایه ورکوونکو امریکایانو لپاره د افغانستان جګړه نور چندان خرڅلاو نه درلود (نظامي صنعت خو بل ځای ګټه لیدله، هغوی بیا د اذهانو کنترول او کانګرس کې د افغانستان جګړې حضور ته د لابي ضرورت نه لیده)
آخر کې به دا خبره وراضافه کړم چې که څه هم د یوه ډله اقتصادپوهانو په باور جګړه د منابعو او مالي امکاناتو ضیاع ده، هغه مالي امکانات چې د ژوند په بهتروالي مصرف کیدی شي، خو دغه ډله اقتصادپوهان بیا د هغه بلې ډلې اقتصادپوهانو هغه نظر یا منطق باندې سترګې پټوي چې جګړه که له یوې خوا د منابعو ضیاع ښکاري، له بلې خوا که جګړه درست مدیریت شي، هغه د جګړه کوونکي هیواد لپاره اقتصادي وده منځ ته راوړي، د کاریابي یا کار زېږولو باعث کیږي، افراد، شرکتونه، او دولتونه پکې ثروت زېږوي، هغه ثروت چې د هغه مخکې موجود نه وي! فقط د دې مثال درک لپاره تاسې د افغانستان، عراق، او یوکراین جګړه کې عسکر خو یو خوا پرېږدئ، د عسکرو لپاره د هغه بشري منابعو کار یا استخدام په نظر کې ونیسئ چې دغه استعمال شوی باروت او ټکنالوژي یې د خام مواد څخه دغه مرحلې ته رسولي دي. په دومره کلونو کې د ملیاردونو ډالرو په ارزښت ټکنالوژي اختراع شوې ده او اقتصاد ته هغه ثروت تزریق شوی شوی دی چې هغه اصلاً مخکې موجود نه وو.