مهم ترين های امروز سه شنبه
✒️: کندهار کې د احمدشاه بابا د کور بیارغونې چارې چې ۱۷ میاشتې وړاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاریخي ابداتو د ساتنې ریاست له لوري پیل شوې وې، بشپړې شوې او نن (سهشنبه) د سیلانیانو پرمخ پرانیستل شو.
له دغه وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د احمدشاه بابا د کور پر بیارغونه ۱۷.۵ میلیونه افغانۍ لګښت شوی چې د دغه وزارت له داخلي بودجې ورکړل شوې دي.
د احمدشاه بابا دغه کور چې په بخارایي سبک رغول شوی و، په دوو پوړونو او یوې ځمکتلې کې شپږ لویې او دوه کوچنۍ خونې لري.
✒️: همایون افغان، سخنگوی وزارت معادن و پترولیم، با تایید درگیری میان کارکنان یک شرکت قراردادی و باشندگان محل بر سر استخراج معدن طلا در ولسوالی چاهآب ولایت تخار، به طلوعنیوز میگوید که این رویداد تلفات جانی و مالی نیز در پی داشته است.
به گفته آقای افغان، هیاتی از این وزارت برای بررسی این رویداد به ولایت تخار اعزام شده است. او افزوده است که جزییات بیشتر این رویداد بعداً با رسانهها شریک ساخته خواهد شد.
✒️: د برېښنا شرکت عمومي رییس، عبدالباري عمر نن (سېشنبه) د نغلو د لمریزې برېښنا د پروژې پرانیست غونډه کې و ویل، د برېښنا په برخه کې د میرویس عزیزي پر پروژو هم کار روان دی او ترڅنګ یې نورې لویې پروژې هم تر لاس لاندې دي. ښاغلي عمر زیاته کړه یوازې د ځمکې د لېږد بهیر پاتې چې لږ وخت نیسي.
✒️: د غزني د ناوې ولسوالۍ په آباسته سیمه کې امنیتي ځواکونو شپږ کسان د مرغانو د ناقانونه ښکار پر مهال نیولي دي. چارواکي وایي، نیول شوي کسان به اړوند ارګانونو ته وسپارل شي.
د اسلامي امارت د رهبر د فرمان له مخې د هر ډول مرغانو ښکار منع دی او امنیتي ځواکونه باید د قانون د پلي کېدو جدي څارنه وکړي.
✒️: علماء باید نورو ته د کرکې پر سترګه ونه ګوري.
د اسلامي امارت یو جګپوړي غړي انس حقاني د خوست ولایت په یوه دیني مدرسه کې ویلي، چې د افغانستان حکومت اوسمهال د عالمانو په لاس کې دی؛ خو دوی باید له دې موقف څخه ناوړه ګټه پورته نکړي او نورو ته د کرکې په سترګه ونه ګوري.
حقاني زیاته کړې؛ د عالمانو مسوولیت یوازې یو ځای او یو هیواد پورې محدود ندی او دوی باید د اسلام رښتینی پیغام نړۍ ته ورسوي، چې دا کار د پوهې له ترلاسه کولو پرته نشي ترسره کېدای.
✒️: د نغلو په پروژه کې شاوخوا ۴۰۰ افغان انجنیران کار کوي
د افغانستان برښنا شرکت څرګنده کړې، چې د نغلو د لمریزې برښنا پروژه د افغان کارګرانو لپاره د کار ښه فرصت دی.
دې شرکت زیاته کړې؛ په دې پروژه کې شاوخوا ۴۰۰ افغان انجنیران او یو زیات شمېر افغان کارګران کار کوي.
ویل کیږي چې، انجینرانو د بېخبنایي پروژو په برخه کې له خپلو کړنو څخه رضایت څرګند لري او څرګندوي؛ دوی په دې پروژه کې د ترسره شوي کار پر کیفیت بشپړ باور لري.
د یادونې ده، چې د نغلو ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برښنا تولیدي دستګاه نن سېشنبه ( د مرغومي شپاړلسمه) په یو لړ مراسمو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
✒️: د رياست الوزراء اداري مرستيال عبدالسلام حنفي د نغلو ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برښنا د تولیدي دستګاه د ګټې اخیستنې مراسمو ته ویلي ، چې اوسمهال مونږ کورنو ته له ۵ زره زياتې او صنعتي برخې ته له ۱۰ زره مېګاواټو زياتې برښنا توليدي سرچينو ته اړتيا لرو.
نوموړي زیاته کړې: له دې دستګاه سره مونږ کولی شو، چې له ۲۳ زره زياتو کورنيو ته برښنا ورسوو.
عبدالسلام حنفي ویلي: د کاسا - ۱۰۰۰ پروژې کار په منظم ډول پیل شوی او د ټاپ پروژې اسناد هم بشپړ شوي دي.
✒️: د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دويم ځل د ايران واکمنۍ ته د ولسي اعتراضونو پر وړاندې د تاوتريخوالي ترسره کولو له وجې خبرداری ورکړ او ورته يې وويل، که د معترضینو پر وړاندې تاوتريخوالی ونه دروي، نو واشنګټن به پرې سخت او دردناک ګوزار وکړي.
نوموړي دغه څرګندونې په ولسمشرۍ الوتکه کې د ايران د اعتراضونو په تړاو د خبريالانو پوښتنو ته د ځواب پر مهال وکړې.
ټرمپ وويل، د خلکو پر ضد هر ډول خونړۍ کړنه به جدي پايلې ولري او د معترضینو وژنه د منلو نه ده: «که ايران دې عمل ته دوام ورکړي، امريکا به چوپه پاتې نه شي.» دا ايران ته په دريو ورځو کې پرلپسې د امريکا دويم خبرداری دی.
✒️: پزشکیان: همه ما با هم ایران را به این نقطه رساندهایم و همه مسئول وضعیت امروز هستیم.
رئیسجمهور ایران ضمن بیان اینکه با تناقضها، خودمان کشور را به سمت بحران میبریم و بعد میپرسیم چرا اوضاع اینگونه شده، تصریح کرد همه ما با هم کشور را به این نقطه رساندهایم و همه مسئول وضعیت امروز هستیم.
✒️: ترامپ: تا 30 روز آینده هیچ انتخاباتی در ونزوئلا برگزار نخواهد شد.
رئیس جمهور آمریکا با بیان اینکه ونزوئلا ابتدا باید «ثبات» پیدا کند، اظهار داشت که ظرف 30 روز هیچ انتخابات جدیدی در ونزوئلا برگزار نخواهد شد.
✒️: جیدی ونس، معاون رییسجمهور ایالات متحده، روز دوشنبه گفت که «یک فرد دیوانه» تلاش کرده بود با کوبیدن بر پنجرهها وارد خانهاش در ایالت اوهایو شود.
او افزود که در زمان وقوع این رویداد، خودش و خانوادهاش در خانه حضور نداشتند.
شبکه خبری سیانان به نقل از یک منبع در نهادهای امنیتی امریکا گزارش داده که مقامها در حال بررسی این رویداد هستند و یک فرد را در ارتباط با آن بازداشت کردهاند.
✒️: پس از آنکه نیکولاس مادورو، رییسجمهور برکنارشده ونزویلا، در دادگاهی در شهر نیویارک به اتهامهای مرتبط با «تروریزم مواد مخدر» حضور یافت، با رد این اتهامها، بر بیگناهیاش تاکید کرده و همچنان خود را رییسجمهور کشورش خوانده است.
به گفته خبرنگار یک رسانه بریتانیایی که جلسه دادگاه را بهصورت زنده پوشش میداد، نیکولاس مادورو اظهار داشته که بیگناه است و مرتکب هیچگونه جرمی نشده است.
براساس گزارش، همسر او، سیلیا فلورس، نیز در دادگاه حضور داشته و اتهامها در برابر خود را رد کرده است.
✒️: د وینزویلا د ولسمشر مرستیالې او د دغه هېواد د نفتو وزیرې دلسي روډریګز په رسمي توګه د وینزویلا د لنډمهالې ولسمشرې په توګه لوړه وکړه.
هغې د لوړې د مراسمو پر مهال د امریکا له لوري د دغه هېواد د ګوښه شوي ولسمشر نیکولاس مدورو او د هغه د ښځې د نیول کېدو له امله خواشیني څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې د خپلو خلکو د روحي، اقتصادي او رواني ارامۍ لپاره به هڅې کوي.
نیکولاس مدورو چې تازه د نیویارک په یوه محکمه کې حاضر کړای شو، ځان یې بې ګناه او د خپل هېواد مشروع ولسمشر بللی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د وینزویلا په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه هم روانه ده.
✒️: رویټرز راپور ورکړی چې ټاکل شوې د یمن د سویلي انتقالي شورا مشر عیدروس الزبیدي د یوه پلاوي په مشرۍ سعودي عربستان ته سفر وکړي.
تر دې وړاندې سعودي عربستان یمن کې د وروستیو پوځي ترینګلتیاو د کمولو لپاره د خبرو وړاندیز کړی و او د سویلي انتقالي شورا هم دغه وړاندیز منلی و.
✒️: بریټانیوي رسنیو راپور ورکړی چې دغه هېواد کې د سهیل امیري په نوم یو افغان وګړي پر دوو ښځو د جنسي تېري جرم منلی دی.
امیري منلې چې پر دوو ښځو یې جنسي تېری کړی او پر درېیمې هغې یې هم د تېري هڅه کړې خو بریالی شوی نه دی.
دغه افغان وګړي دغه راز منلې چې د ۲۰۲۳ زېږیز کال په اکټوبر کې په ناقانونه توګه بریټانیا ته داخل شوی دی. ټاکل شوې چې د راتلونکې فبرورۍ پر ۶مه نوموړی په سزا محکوم شي خو تر هغې به په بند کې وي.
✒️: د فرانسې او هالنډ په پلازمېنو کې د واورې ډېر ورښت تګ راتګ ستونزمن کړی دی. د امسټرډام په شیپول هوايي ډګر کې شاوخوا ۷۰۰ الوتنې لغوه شوي، ریل ګاډي درېدلي او په پاریس کې هم د بسونو خدمات ځنډول شوي دي.
رویټرز راپور ورکړی چې چارواکي وایي، د خرابې هوا له امله ګڼې الوتکې نورو هوايي ډګرونو ته اړول شوي او مسافر له اوږد ځنډ او انتظار سره مخ دي.
✒️: د خوړو او کرنې سازمان ( FAO ) په یوه راپور کې، د موسمي وړاندوینو له مخې، د ۲۰۲۵ له نومبر تر ۲۰۲۶ فبرورۍ پورې په افغانستان کې د اورښت کچه تر عادي ټیټه او تودوخه تر عادي لوړه ده.
د واورو زېرمه د تېرو ۲۵ کلونو تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې چې د پسرلي د اوبو لګولو، غنمو او نورو کرنیزو حاصلاتو او څړځایونو لپاره جدي اندېښنې را ولاړوي.
✒️:: د بښنې نړۍوال سازمان ویلي، د ۲۰۲۵ کال په نومبر کې د پاکستان د اساسي قانون تصویب شوی ۲۷م تعدیل د قضايي خپلواکۍ، عادلانه محاکمې او د قانون د حاکمیت پر وړاندې جدي شاتګ دی.
دا تعدیل د نړۍوالو بشري حقونو له اصولو سرغړونه کوي او د چارواکو لپاره د عمري معافیت له لارې د حساب ورکولو مخه نیسي.
د دغه تعدیل له مخې د پوځ مشر، عاصم منیر ټول عمر د مارشالۍ امتیاز لري او د محاکمې له معافیت به برخمن وي.