د انسانیت په نوم فریاد؛ ۱۳ کاله وروسته د ډاکټر بلتاجي لیک
زه محمد البلتاجي یم؛ په مسلک ډاکټر، د غوږ، پوزې او ستوني متخصص، د الازهر پوهنتون د طب پوهنځي لوړپوړی استاد او د مصر پخوانی پارلماني غړی. د خپل سیاسي دریځ له امله له ۲۰۱۳ کال راهیسې زنداني یم، او وروستي درې کاله د بدر زندان په دوهم بلاک کې له ۵۷ ملګرو سره په خورا سختو، غیرانساني او سپکاوي ډکو شرایطو کې ساتل شوی یم.
اته کاله کېږي چې موږ د لمر رڼا او د اسمان رنګ نه دی لیدلی. اته کاله مو په تړلو کوټو کې، څلورویشت ساعته بند تیر کړي دي؛ یوازې یو یا دوه ځله — هغه هم په بدترینو شرایطو کې — روغتون ته د تګ اجازه راکړل شوې ده.
اته کاله کېږي چې موږ له نړۍ په بشپړه توګه پرې شوي یو:
نه اخبار، نه راډیو، نه تلویزیون.
په دې اتو کلونو کې مو خپل مور و پلار، مېرمن یا اولادونه نه دي لیدلي او نه هم د چا سره د اړیکې اجازه راکړل شوې ده. زموږ ګڼو ملګرو حتی د خپلې مور یا نږدې خپلوان د مړینې خبر کلونه وروسته اورېدلی دی.
زه د جولای له لومړۍ نېټې راهیسې په نامحدوده اعتصاب کې یم او تر هغه به یې دوام ورکړم چې یا زموږ شرایط بدل شي او یا زما ژوند پای ته ورسېږي.
موږ ۱۳ کاله غیرانساني چلند زغملی دی، خو نور زغم ممکن نه دی.
هغه ظلم، شکنجه او ځورونه چې موږ پرې اخته یو، د نړۍ په هېڅ زندان کې نه لیدل کېږي — حتی د اسرائیلو په زندانونو کې هم نه. په اوسنیو شرایطو کې مرګ راته د ژوند نه غوره ښکاري.
زه د نړۍ له ازادو انسانانو څخه غوښتنه کوم:
هغه منظم دولتي تشدد چې له ۲۰۱۳ راهیسې پر موږ روان دی، یوازې ځکه دی چې موږ د ۲۵ جنوري له انقلاب وروسته د پوځي کودتا پر ضد ودرېدو او د اوسني استبدادي حکومت پر وړاندې مو سر ټیټ نه کړ. له ما سره پخواني وزیران، والي صاحبان، پارلماني غړي، دپوهنتونو استادان، فکري مشران او ولسي مشران ټول په همدغو شرایطو کې ځورول کېږي.
نو له نړۍ څخه غواړم:
دا ظلم، استبداد او دولتي ترور ودروئ؛ که نه زموږ مرګ حتمي دی.
— ډاکټر محمد بلتاګي
د اسماء بلتاګي شهادت — د رابعې تلپاتې ګواه
د ۲۰۱۳ کال د اګست په ۱۴مه، د قاهرې په رابعه العدویه میدان کې د سولهییز احتجاج پر مهال د ډاکټر بلتاګي ۱۷ کلنه لور اسماء بلتاګي د مصري امنیتي ځواکونو په ډزو شهیده شوه. هغه یوه زدهکوونکې وه او د خپل پلار تر څنګ په اعتراض کې ولاړه وه.
د هغې د ژوند وروستۍ شېبې په ویډیو کې ثبت شوې دي. تر مرګ مخکې یې وویل:
«سلمیتنا أقوى من الرصاص»
«زموږ سولهییزه مبارزه له مرمیو هم قوي ده.»
دا جمله نن هم د مصر د تاریخ پر تندي د تور داغ په څېر ده — د رابعې د قتل عام ژوندی ثبوت.
د اسماء شهادت په ټوله اسلامي نړۍ کې ژوره خواشیني، غوسه او سیاسي بیداري راپاروله. هغه د پوځي جبر، دولتي تاوتریخوالي او رابعې د مظلومیت سمبول وګرځېده.
ډاکټر بلتاګي، سره له دې ستر شخصي غم، د حق ویلو لار پرېنښوده؛ همدا لامل شو چې د زندان تر ټولو وحشي ظلم پرې وتپل شو.
نن په مصر کې لږ تر لږه ۶۳,۰۰۰ د اخوان المسلمون غړي زنداني دي — له لوړپوړو مشرانو نیولې تر استادانو، محصلینو، فعالانو او ولسي استازو پورې. دا د مصر په معاصر تاریخ کې تر ټولو تور فصل ګڼل کېږي، چې موخه یې د یوې فکري ـ سیاسي خوځښت سیستماتیک له منځه وړل دي.
اوس اندېښنه دا ده چې لکه د شهید محمد مرسي په څېر، ښايي د ډاکټر بلتاګي بېساه بدن هم له زندانه راووځي — او نړۍ بیا یوازې د خواشینۍ پیغامونه خپاره کړی
کاپی