ناروغه مشره!! الله دې روغ کړه

جنوري 23, 2026 - 17:15
 0  50
ناروغه مشره!! الله دې روغ کړه

کالم/ رنسانستان
نعمت الله صدیقي

د دې کالم په عنوان لېدو به حتماً په زړه دروګرځي، چې ګنې «حزبی» یم؛ خو خبره دا ده، چې اوس تر ګوندي او نظریاتي تمایل او اړخ یا طرف ور اخوا د مهابیانیو او د سیاسي پوسټ مډرنېزم عصر دی، چې د فکر، نظریې او سیاست تر ټولو پراخ ډسکورس یې د مکالمې او تامل دی؛ یعنې که د یوه فکر، سیاست او نظریې پلوي هم نه یو؛ خو معاصر تامل دا راته وایي، چې پلویتوب دومره مهم نه دی؛ لکه څومره چې د بل یا د یوه او بل زغم او برداشت کول مهم دي.

د حکمتیار صاحب ناروغي د هر بنده یې بشر ناروغي او دغه عمر ته که د ژوند نصیب یې و، رسېدای شي؛ ولې د یو چا په مرګ او ناروغۍ داسې خوشالي هیڅ د نړۍ په کوم مهذب او غېر مهذب کلتور او کلچر کې نشته؛ بیا هغه ملي او قومي خلک چې په داسې مسایلو کې خپل معلوم ارزښتونه او رڼه قدرونه هم لري، د داسې یوه کار تمه ترې بېخي نه شي کېدای. 

په اوسني عصر کې اختلاف لرل کوم عیب نه دی؛ خو نه زغمل او په اختلاف یې ښکنځلې، سپکاوی او سپکې سپورې هغه عیب دی، چې که اوس یې څوک نه لري؛ مانا دا چې دای په خپل فکر، نظریې او سیاست باور نه لري او دا ډول چلن یې له هر بل مخالف فکر، نظریې او سیاست سره اصلاً د خپلې نظریې، فکر او سیاست اصولي ژمنتیا ښيي، چې ګنې نه یې لري؛ بیا زموږ په څېر ټولنه، چې سیاست، فکر او نظریې په کې تر بل هر څه زیات متنازع او یا په شرمونو سره وشرمېدې؛ موږ ته یې په تامل کې زیاته اړتیا و ضرورت دی.

حکمتیار صاحب ممکن د خپل علمي بصیرت او سیاسي بصارت په اساس په ځینو سیاسي غلطیو او ناسمو فېصلو په خپله هم پېښمان وي؛ خو خبره دا ده، چې که حساب په تېرو او غلطیو شي؛ نو څوک په کې داسې سپین بازان دي، چې غلطۍ دې یې پسې حساب نشي او یا دې یې ورستی اتلولۍ بیا د هغه تېرو غلطیو جبران وي؛ اصلاً د غلطیو او غولطیو تفکیک هم پکار دی او مخ یا څراغ پسې اړول او روڼول هم چندان کار ځکه نه دی، چې که منظور سپکاوی او نور بېعزته کول وي، دا خو بیا بېخي په غلطیو بله غلطي ده. 

حکمتیار صاحب د هېواد په کچه د یوه نسبتاً ستر ګوند مشر دی، چې پلویان یې ممکن تر لکونو ورسېږي، ایا دغه د لکونو خلکو شمیر او مشر ته په داسې نسبت د خلکو د فکر او نظریې ارزښت ته د توهین نسبت نه دی؟ چې هیڅ په هیڅ یې کله ناروغي او یا هسې په هسې له خپل تعصبه سیاست او شخصیت په نښه کېږي؛ یوازې د حکمتیار په حق کې نه؛ بلکې د ټول هېواد په کچه د ټولو هغه سیاسي، فکري او نظریاتي مشرانو قدر او عزت پکار ده، چې د دې ملت او د خلکو له ارادې او سیاست سره یې سروکار او مخه دی. سپکاوی، توهین او اهنت بېخي باید زموږ د سیاسي او نظریاتي کلچر برخه نه وي؛ ځکه د ګټو یې هیڅ ځای او معلوم مدرک نشته؛ خو د تاوان یې موږ په خپله لوی مثال یو.

کله چې سیاست له انسانیته بېل شي؛ بیا نو اختلاف په دښمنۍ او نقد په سپکاوي اوړي. زموږ ټولنه تر ټولو ډېر د همدې چلن زیانمنه ده. د اشخاصو پر ځای د کړنو ارزونه او د کرکې پر ځای زغم او تامل کولی شي چې د بایللي سیاست، فکر او نظریو وقار او عظمت بیا خپل کړو.

کالم/ رنسانستان
نعمت الله صدیقي