مهم ترين های امروز سه شنبه

فبروري 10, 2026 - 07:01
 0  5
مهم ترين های امروز سه شنبه

✒️: ‏د ۲۰۲۶ کال د کرېکټ شل‌اووریز نړۍوال جام سیالیو په لړ کې افغان لوبډله سبا (چهارشنبه) خپله دویمه لوبه له سویلي افریقا سره کوي.
ټاکل شوې دغه لوبه سهار ۱۰ بجې د هند په احمداباد ښار کې ترسره شي.
افغان لوبډلې له دې وړاندې خپلې لومړۍ لوبه کې له نیوزیلنډ ماتې خوړلې ده.
✒️: د ننګرهار سپين‌غر ولسوالۍ کې د شوکاڼي کان د یوې برخې ښویېدو له امله دوه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.
د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند سید طیب حماد طلوع نیوز ته ویلي، نن (سه‌شنبه)  ماسپښین دوه بجې د سپین‌غر ولسوالۍ مامند دره کې د شوکاڼي کان د یوې برخې ښویېدو له‌امله دوه کان‌کیندونکي تر ډبرو لاندې شوي وو چې یو کس په‌کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او بل ټپي دی.
✒️: د کندهار ښار د دویمې حوزې اړوند د غالیو د پلور یوه مارکیټ کې د اور لګېدو له امله دوه کسان ټپيان شوي او ۵۰۰ زره ډالر زیان یې اړولی دی.
د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند اسدالله جمشید طلوع نیوز ته ويلي، پېښه د برېښنا د شارټۍ له امله رامنځته شوې وه چې د مهارېدو پرمهال یې د اور وژنې دوه کارکوونکي هم ټپيان شوي دي. د جمشید په خبره، دې اورلګېدنه کې ۵۰۰ زره ډالر زیان اوښتی او د میلیونونه ډالرو نور زیان مخه نیول شوې ده.
✒️: ‏د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت پر اېکس لیکلي چې د اقتصادي کمېسیون غونډه نن (سه‌شنبه) د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر په مشرۍ ترسره شوه.
هغه لیکلي، دې غونډه کې د کبانو روزنې سکټور د پراختیا طرحه تایید شوه چې له‌مخې به یې د هېواد په بېلابېلو سکټورونو کې د خصوصي سکټور د پانګه‌ونې له لارې په ۶۵۰۰ هکټاره ځمکه د کبانو  د تولید او روزنې ۷۷۰۰ کوچني، منځني او لوی فارمونه جوړ شي.
د اقتصادي کمېسیون نننۍ غونډه کې د کرنې او مالدارۍ سکټور د پراختیا ملي پالیسي هم تایید شوې ده.
 د کرنې او مالدارۍ سکټور میکانیزه کول، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ د څیړنیزو او ترویجي سیسټمونو پراختیا، د اوبولګونې سیسټمونو مدیریت، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخو کې د پانګه‌ونې ملاتړ او باکیفیته کرنیزو او حیواني محصولاتو ته د خلکو لاسرسی د دې پالیسۍ اساسي موخې ښودل شوې.
✒️: ‏د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دوحې بهیر د خصوصي سکټور د کاري ډلې درېیمه غونډه د یوناما په کوربه‌توب، په حضوري او انلاین بڼه د کابل ګرېنډ هوټل کې جوړه شوه.
غونډه کې د اسلامي امارت د بېلابېلو وزارتونو او د افغانستان بانک استازو، د یوناما او ملګرو ملتونو اړوندو ادارو، نړۍوالو او سیمه‌ییزو سازمانونو، سفیرانو، ډیپلوماټانو او کارپوهانو ګډون کړی و. د خبرپاڼې له مخې، دغه غونډه په دوو برخو ویشل شوې وه؛ چې لومړۍ برخه یې د ودې او شمولیت او دویمه برخه یې د همغږۍ او روڼتیا پر موضوعاتو متمرکزه وه.
د اسلامي امارت استازو خپلې لاسته راوړنې شریکې کړې او ګډونوالو د خصوصي سکټور د ملاتړ په برخه کې د همکارۍ پر دوام او لا زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ.
✒️: سرپرست سفارت ایران در کابل می‌گوید که کشورش در زمان مناسب، برای تقویت روابط، تصمیم خود را درباره به‌رسمیت‌شناسی امارت اسلامی خواهد گرفت.
علی‌رضا بیکدلی در گفت‌وگوی ویژه با طلوع‌نیوز افزوده است که تهران روابط خود با کابل را بر اساس «خویشاوندی و برادری» تنظیم کرده و پیش می‌برد.
✒️: عباس عراقچی، وزیر امور خارجه ایران در پیامی تصویری به همراه امیر حاتمی، فرمانده ارتش این کشور گفت: جمهوری اسلامی ایران مسیر مذاکراتی را از موضع برابری، بر پایه احترام متقابل و منافع متقابل ادامه خواهد داد.
وی در این ویدئو که از طریق وزارت امور خارجه ایران به اشتراک گذاشته شد، تاکید کرد: در صورتی که از طرف مقابل جدیت مشاهده شود، ایران نیز با جدیت کامل این مسیر را دنبال می‌کند.
عراقچی بار دیگر خاطرنشان کرد که تهران با «چشمانی باز» در حال مذاکره است و افزود: مذاکرات با لحاظ همه تجربیات گذشته، بدون اعتماد به طرف مقابل و با اتکا به توان نیروهای مسلح ادامه خواهد یافت.
وزیر امور خارجه ایران همچنین اظهار داشت: جمهوری اسلامی ایران امروز با اتکا به اقتدار نیروهای مسلح خود در عرصه دیپلماسی حاضر می‌شود. این قدرت و بازدارندگی، دشمنان را از هرگونه گزینه نظامی منصرف کرده و در آینده نیز چنین خواهد بود.
عراقچی گفت: در حال حاضر وارد یک روند مذاکراتی جدید شده‌ایم؛ روندی که حاصل یک سال مقاومت مردم ایران و ایستادگی نیروهای مسلح در برابر فشارها، تحریم‌ها و حوادث مختلف است. اقتدار و پایداری مردم ایران مهم‌ترین پشتوانه ما، هم برای نیروهای مسلح و هم برای دیپلمات‌هاست تا بتوانند با قدرت از منافع کشور دفاع کنند.
✒️: ‏سفیر آمریکا در اسرائیل: ‎آمریکا و ‎اسرائیل در مورد ‎ایران همسو هستند.
مایک هاکبی، سفیر ایالات متحده آمریکا در اسرائیل پیش از سوار شدن به هواپیما برای رفتن به کشورش به همراه ‎نتانیاهو، گفت که آمریکا و اسرائیل در مورد ایران همسو هستند.
✒️: ‏انتقال 26 کودک ‎فلسطینی برای درمان به ‎ایتالیا.
گروهی متشکل از 117 نفر، شامل 26 کودک فلسطینی به همراه نزدیکانشان برای درمان پزشکی عصر دیروز توسط هواپیمای نیروی هوایی ایتالیا به این کشور منتقل شدند.
✒️: ‏د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وایي: «له ۱۲ ورځنۍ جګړې مخکې روبیو ماته زنګ وواهه او ویې ویل، ایرانیانو ته خبر ورکړئ چې په راتلونکو څو ساعتونو کې هر څه پېښېدلی شي. ما سمدستي خپل ایراني سیال ته خبر ورکړ او هغه وویل دا څنګه ممکنه ده؟ موږ د یکشنبې په ورځ له دوی سره د لیدنې وخت لرو».
✒️: ‏سپینه ماڼۍ وایي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران حکومت اقدامات او پالیسي د دغه هېواد ملي امنیت، بهرني سیاست او اقتصاد ته د ګواښ په توګه یاد کړي او ورسره یې د نوي اجرایي فرمان په صادرولو پر ایران د اضافي تعرفو او اقتصادي بندیزونو پلې کېدل اعلان کړل.
د ټرمپ په دغې فرمان کې ویل شوي، پر هغو توکو به چې له ایرانه په مستقیمه یا نامستقیمه توګه واردېږي، ۲۵ سلنه اضافي تعرفه ولګول شي.
✒️: ‏د روسیې بندر ښار نوروسییک ښاروال اندري کراوچنکو ویلي دغې زلزلې د ښار ودانیو ته هېڅ ډول زیان نه دی اړولی.
د اروپا مدیترانې زلزلې مرکز معلوماتو له مخې دغه زلزله د ۸.۴ رېښتر په کچه رامنځته شوې چې هېڅ ډول مالي او ځاني زیان نلري.
✒️: ‏د ملګرو ملتونو سرمنشي د اسراییل د امنیتي کابینې پر هغې طرحې خواشیني ښودلې چې په لویدیځه غاړه کې د ښارګوټو د اوسېدونکو له لوري د لا نورو ځمکو غصب ته لار هواروي.
انتونیو ګوتریش ویلي، د ختیځ بیت‌المقدس په ګډون په لویدیځه غاړه کې ټول اسراییلي ښارګوټي غیرقانوني دي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړه‌لیکونو سرغړونه بلل کیږي. هغه زیاته کړې چې د اسراییل دا تازه اقدامات د دوو دولتونو د حل لارې پر وړاندې خنډ جوړوي او باید لغوه شي.
✒️: ‏سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، مصر، اردن، ترکیې او ځینو نورو اسلامي هېوادونو د اسراییل هغه پرېکړه غندلې، چې په لویدیځه غاړه کې د ښارګوټو د اوسېدونکو له لوري د لا نورو سیمو د غصب لار هواروي. دغو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې دا پرېکړه د اسراییل له لوري د لویدیځې غاړې د اشغال ښکاره هڅه بللې ده.
په ګډه اعلامیه کې د اسراییل دا پرېکړه د نړۍوالو قوانینو سرغړونه بلل شوې او ویل شوي چې دا اقدام د فلسطین–اسراییل د دوو دولتونو د حل لارې پر وړاندې خنډ ګرځي.
✒️: ‏د نړۍوالو همکاریو په چارو کې د قطر د دولت وزیرې، مریم بنت علي المسند پر اېکس لیکلي، د ایټالیا په روم کې یې د خوړو د نړۍوال پروګرام له مشرې، سینډي مک‌کین او د خوړو نړۍوال پروګرام له ټیم سره ګټوره غونډه کړې ده.
هغې ویلي، دغه غونډه کې د روانو نړۍوالو شخړو تر اغېز لاندې د بېوزله سیمو د خوړو د خوندیتوب پر ننګونو خبرې شوي او ټینګار شوی چې د ګډ کار او نوښت له لارې باید مرستې اړمنو کسانو ته ورسېږي.
✒️: ‏هیات معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان (یوناما) اعلام کرده که این نهاد دور جدیدی از نشست‌های گروه‌های کاری روند دوحه را در زمینه‌ مبارزه با مواد مخدر و سکتور خصوصی، از تاریخ ۳ تا ۹ ماه فبروری سال روان میلادی، در کابل برگزار کرده است.
بر بنیاد اعلامیه‌ سازمان ملل، در این نشست‌ها نمایندگان کشورهای عضو، سازمان‌های بین‌المللی، نمایندگان امارت اسلامی افغانستان و کارشناسان مسلکی شرکت داشته‌اند.
در اعلامیه آمده است که در نشست گروه کاری مبارزه با مواد مخدر، تلاش‌های مقام‌های امارت اسلامی در این زمینه، حمایت از معیشت بدیل برای دهقانان، پیشگیری از استفاده‌ مواد مخدر، تداوی معتادان و تقویت تطبیق قانون برای مقابله با تولید و قاچاق مواد مخدر، بررسی شده است.
✒️: ‏سازمان شفافیت بین‌المللی در گزارش سال ۲۰۲۵ خود که امروز (سه‌شنبه) منتشر شده، نوشته است که فساد در سطح جهان رو به افزایش است و حتا کشورهایی با دموکراسی‌های تثبیت‌شده نیز به‌دلیل کاهش کیفیت رهبری، شاهد افزایش این پدیده هستند.
بر بنیاد این گزارش، کشورهایی که افزایش فساد در آن‌ها مشاهده شده شامل ایالات متحده با نمره‌ ۶۴ از ۱۰۰، کانادا با ۷۵، نیوزیلند با ۸۱ و همچنان شماری از کشورهای اروپایی از جمله بریتانیا با ۷۰، فرانسه با ۶۶ و سویدن با ۸۰ می‌شود.
در بخش دیگری از این گزارش، از افغانستان با نمره‌ ۱۶، ایران با نمره‌ ۲۳ و پاکستان با نمره‌ ۲۸ یاد شده است.
بر بنیاد گزارش سازمان شفافیت بین‌المللی، کشورهایی که نمره‌ بالاتر به‌دست آورده‌اند، از میزان فساد کم‌تر برخوردار اند و نمرات پایین‌تر نشان‌دهنده‌ فساد بیشتر است.
✒️: اسلام‌اباد کې د روسیې سفیر ټینګار کړی چې اوس‌مهال هېڅ حکومت، جوړښت یا ځواک د افغانستان د اوسني حکومت بدیل نه دی او اړینه ده چې سیمه‌ییز او نړۍوال لوبغاړي د اوسني حاکمیت درناوی وکړي او له هغوی سره په ځانګړي ډول اقتصادي برخو کې د شریک په توګه تعامل وکړي.