مهم ترين های امروز چهارشنبه
✒️: عامې روغتیا وزارت وايي، د پولنډ هېواد له لوري دغه وزارت سره د ۴۵۱ زره ۵۰۰ ډالرو په ارزښت مرسته نن (چهارشنبه) کابل ته را ورسېده.
په دغه مرسته کې ۲۷ قلمه درمل، طبي وسایل او د تغذیې مواد شامل دي.
✒️: سیدعلی موسوی، معاون وزارت نفت ایران، در دیدار با عبدالرحمن قانت، معین وزارت معادن و پطرولیم امارت اسلامی افغانستان، اعلام کرده است که کشورش آماده است انجینران افغان را در بخشهای استخراج و تصفیه نفت و گاز و همچنان معدنهای جامد آموزش دهد.
آقای موسوی همچنین گفته است که شرکتهای خصوصی استخراجی و سرمایهگذاران ایرانی خواهان سرمایهگذاری در بخشهای اکتشاف، استخراج و پروسس منابع معدنی افغانستان هستند.
در همین حال، معین وزارت معادن و پطرولیم امارت اسلامی در این دیدار تأکید کرده است که بر بنیاد قانونها و طرزالعملهای معدنکاری افغانستان، با سرمایهگذاران ایرانی همکاری خواهد شد.
✒️: د حکومت د رسنیو په مرکز کې د افغانستان برېښنا شرکت او د عزیزي ګروپ ترمنځ د ۳۳۰ میګاواټه لمریزې او ۵۱۵ میګاواټه حرارتي (د ډبرو سکرو) برېښنا د تولید د عملي چارو د پیل تړونونو لاسلیک شول.
په دغو مراسمو کې د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال په ګډون د اسلامي امارت لوړپوړي چارواکو او د عزيزي ګروپ مشر، میرویس عزیزي هم ګډون درلود.
✒️: د کانونو او پټرولیم وزیر، هدایت الله بدري د انرژۍ په برخه کې د برېښنا شرکت او عزیزي ګروپ ترمنځ د تړونونو د لاسلیک په غونډه کې ویلي، اوس مهال په هرات کې د ټاپي پروې ودانیز کارونه په ښه بڼه روان دي او د روان زیږیز کال تر پایه به بشپړ شي.
ښاغلي بدري پر پانګهوالو غږ وکړ چې د هېواد د کانونو په را ایستنه کې پانګونې وکړي.
✒️: د الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی د ایران ګڼو اوسېدونکو په تهران او ډېری نورو ښارونو کې راټولېدنو سره د اسلامي انقلاب ۴۷ کلیزه نمانځلو ترڅنګ له حکومت څخه ملاتړ څرګند کړ.
په راپور کې راغلي واټونو ته راوتلو خلکو د اسلامي مذهبي مشر ایت الله علي خامنهای او ایت الله روح الله خمیني انځورونو ترڅنګ د ایران او فلسطین بیرغونه اوچت کړي وو او مرګ پر امریکا او مرګ پر اسراییل شعارونه یې ورکول.
✒️: معاون رییسجمهور امریکا میگوید که نیروهای آذربایجانی از جمله آخرین نیروهایی بودند که همزمان با خروج نیروهای خارجی، افغانستان را ترک کردند.
جیدی ونس این سخنان را در جریان سفرش به آذربایجان بیان کرده و گفته است که نیروهای آذربایجانی در جنگ علیه تروریزم نقش حمایتی مهمی داشتهاند.
آقای ونس افزوده است که نیروهای آذربایجان در کنار تفنگداران دریایی ایالات متحده در افغانستان جنگیدهاند.
✒️: حکومت ایران در روزهای پسین، ۱۴ زندانی را در زندانهای مختلف این کشور اعدام کرده است که در میان آنان، سه شهروند افغانستان نیز شاملاند.
سازمان حقوقبشری ههنگاو گزارش داده است که این افراد به اتهام «قتل عمد و جرایم مرتبط با مواد مخدر» اعدام شدهاند.
✒️: نیروهای امریکایی در پایگاه العدید قطر، بزرگترین پایگاه نظامی امریکا در خاورمیانه، موشکهای پاتریوت را در پرتابگرهای متحرک مستقر کردهاند؛ اقدامی که امکان جابهجایی سریعتر آنها را فراهم میکند.
به گزارش رویترز، این تصمیم همزمان با افزایش تنشها با ایران گرفته شده و نشان میدهد که با بالا رفتن تهدیدهای امنیتی، امریکا برای واکنش سریعتر و دفاع احتمالی، آرایش نظامی خود را تغییر داده است.
✒️: در حمله هوایی روسیه بر شهر اسلاویانسک اوکراین، یک دختر ۱۱ ساله و مادرش جان باخته و دستکم ۱۴ تن دیگر، بهشمول یک دختر ۷ ساله، زخمی شدهاند.
به گزارش رویترز، پولیس اوکراین اعلام کرده است که جسدهای قربانیان از زیر آوار یک ساختمان بیرون کشیده شدهاند.
✒️: د کاناډايي او نورو نړۍوالو رسنیو د راپورونو لهمخې، د کاناډا په برېټش کولمبیا، ټمبلر ریج کې په یوه ښوونځي او اړوند کور کې د ډزو په پېښه کې د شکمن په ګډون ۱۰ تنه وژل شوي.
اخوا د پولیسو په وینا، تر ۲۵ زیات کسان ټپیان دي چې حالت یې نازک بلل شوی.
تر اوسه د دغې پېښې لامل څرګند نه دی خو امنیتي ځواکونه وايي، په تړاو یې پلټنې روانې دي.
✒️: د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د ۲۰۲۵ کال په راپور کې چې تازه یې خپور کړی ویلي، د افغاني سرې میاشتې ۴۷ روغتیايي مرکزونه یې سمبال کړي او څه باندې ۱,۲ ناروغانو (۶۴٪ ښځې او نجونې) ته لومړني روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.
په راپور کې راغلي چې ۳۳۷ زرو زیات ډوزه واکسینونه تطبیق شوي او سلګونو روغتیايي کارکوونکو ته مسلکي او تخنیکي روزنه او ملاتړ برابر شوی دی.
✒️: د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد پر خپل اېکس لیکلي چې د پاکستان د دفاع وزیر، خواجه اصف اعتراف کړی هېواد یې د سپټمبر له ۱۱مې وروسته ځان امریکا ته «په کرایه» ورکړی و.
خلیلزاد پوښتنه کړې چې ایا د پاکستان حکومت هغه مهال د امریکا پر ضد جګړه کوونکو ته پناه نه ورکوله؟ او که داسې وي، له چا یې په بدل کې څه ترلاسه کول؟
هغه زیاتوي چې دا به په زړه پورې وي که خواجه اصف روښانه کړي چې پاکستان د امریکا پر ضد جګړه کوونکو ته د پناه ورکولو په بدل کې له چا او څه ترلاسه کړي، که نه دا کار د بل نامعلوم دلیل لپاره شوی دی؟
✒️: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر یا یوناما پر اېکس لیکلي، په علم کې د ښځو او نجونو نړۍواله ورځ د برابرۍ پر ارزښت ټینګار کوي.
هغوی زیاته کړې، خو له څلورو کلونو راهیسې افغان نجونې او ښځې له زدهکړو او کاره محرومې دي. یوناما وایي، دا وضعیت د افغانستان د اوږدمهاله پرمختګ او سوکالۍ پر وړاندې جدي خنډ دی.
✒️: په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ پر اېکس لیکلي، علم کې د ښځو او نجونو د نړۍوالې ورځې په مناسبت په ساینسي، ټکنالوژۍ او ریاضیاتو برخو کې د افغان ښځو او نجونو ونډه نمانځي.
اروپايي ټولنې زیاته کړې له نرسانو او قابلو تر څېړونکو پورې، د ښځو فعاله ونډه د یوه روغ او سوکاله افغانستان لپاره حیاتي ده.
✒️: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لمړي وزیر مرستیال، اسحاق ډار، پر اېکس د دغه هېواد په ۱۹ سیاسي استازولیو کې د تازه ګمارنو خبر ورکړی دی.
د دغو تازه ګمارنو په لړ کې شهباز حسین په کندهار کې او اویس احمد خان په مزار شریف ښار کې د پاکستان د نويو سرکنسلانو په توګه مقرر شوي دي.