کرکټ - کاش چې (اوږده لیکنه ده، که حوصله یې نه وي ترې تیر شئ)
مشتاق رحيم
کاش چې فاروقي ځان غورځولی وای، کاش چې د عظمت په باونډرۍ بال له فیلډر یو څو انچه اخوا وای، کاش نور احمد دویمه منډه نه وای کړی،کاش د دویم سوپر اوور اوپن کې نبي نه وای راغلی ......... او داسې نور!
رښتیا هم زغمل یې کله بیخي سخت شي، بیا د داسې لوبې بایلل خو نو .....
خو دا "کاش" نه لومړی دی،او نه به وروستی وي. چې کرکټ کوو، دا به همداسې پیښیږي. کله به لکه بیګا مغلوب واقع کیږو، او کله هم غالب (چې تراوسه نه یوو شوي). دا یوازې مونږ نه یوو، نورو سره هم په وار وار دا پیښ شوي. د ۱۹۹۶ کال نړیوال جام ویسټ انډیز او اسټریلیا نیمه پایلوبه وګورئ، همداسې د کاش، کاش، او کاش مجموعه ده. ۱۹۹۹ کال سویلي افریقا او اسټریلیا نیمه پایلوبه د یو ورځنیو لوبو مور (معتبره) لوبه ګڼل کیږي. کاش که هلته لانس کلوزنر تاکتیکي اشتباه نه وای کړې، اوس به هغه لوبه چا یادوله هم نه... داسې شل او سل نورې لوبې یوازې زما په یادښت کې دي.
د تیرې لوبې په اړه زه هم کاش لرم!
هو، زه هم ستاسې په شان کاش لرم، خو زما کاش بیا دومره توپیر لري چې زه د لوبې په اوږدو کې د غلطیانو په اړه کاش نه وایم. تاکتیکي او تخنیکي غلطیانې دي چې لوبه کې بایلاد او ګټل کیږي که نه د اسټریلیا او هندوستان، انګلینډ او ویسټ انډیز لوبغاړو په وړتیاوو کې دومره ډیر توپیر نشته. په میدان کې د یو غلطي د بل ګټه شي. بالر که توپ پښو منځ ته ورسولو بیوټیفول یارکر وي، خو که داسې څو انچه شاته ولوید، نو جوسي هافواليشي او بیټسمین پرې شخوند وهي! کله مس فیلډ میچ ګتي او کله هم همدا مس فیلډ وي چې رن آوټ راوړي.
زما کاش بیا د تیر نړیوال جام له پای وروسته پیل کیږي:
کاش تیر نړیوال جام پای سره سم مو دې روان جام لپاره چمتووالي ته مخه کړې وای (چې په دې اړه ما لیکلي هم وو او په وار وار مې بیا وروسته تعقیبي لیکنې هم کولې). کاش، په دې لړ کې مو منځنۍ کچې او وروستۍ برخې ځوانو توپوهونکو لټون او ورباندې مو پانګونه کړې وای. د نړیوال جام نه دوه اونۍ مخکې مو لا د منځنۍ کچې توپوهونکی نه درلود. دا خو د ویسټ انډیز د سیریز برکت دی چې درویش راغی. بله خوا ګلبدین ته چا بیټنګ نه ورکولو، خو نړیوال جام کې سمدستي د دریم نمبر توپوهونکی شو! کاش دغه تجربې مو تیر دوه کاله کړی وای. خو مونږ آن عربي اماراتو سره هم خپل پوره لوبډله لوبوله،او هیڅ تجربې کولو ته چمتو نه وو.
له بده مرغه، زمونږ تیر دوه کاله (زما د معلوماتو مطابق) د کپتان او د بورډ ترمنځ په ناندریو تیر شول. هر سیریز نه دمخه به په یوه او بل لوبغاړي لانجه وه. مونږ ویل پوره بیټسمین ولوبوه، دوی ویل نه، الراونډران لوبوو.... نتیجه دا ده چې اتل بال وهلی نه شي خو شاته څوک نشته چې دا ډراپ کړو او هغه راولو!
بل کاش: کاش چې د تیر نړیوال جام نه وروسته مو په تیزو توپ اچونکو پانګونه کړی وای. درې یا څلور بالران مو ازمایلي وای، اوس به مو کم تر کمه یو بل ښه تیز بالر درلود. د حمید حسن نه وروسته د وروستیو اورونو تیز بالر نه لرو، خو هیڅ ډول پلان او لټون نشته.... عبدالله احمدزی او ضیاء شریفي مو پرې په وچ زور او زاریو ولوبول خو هغه هم داسې وخت کې چې چمتووالي ته یې هیڅ وخت نه درلود.
خو کاش، او لاسونه مروړل هیڅ درد نه دوا کوي. نیوزیلینډ تیر نړیوال جام کې بد ژوبل شو، لومړي راونډ کې مونږ کورته ولیږل. دلیل یې دا وو چې د هغوی لوبغاړو څو میاشتې لیګونو کې د بوختیاوو له کبله هیڅ ډول کرکټ نه وو کړی. هماغه وخت یې "کاش چې" په ځای پلاننګ پیل کړ، تر ټولو غوره کار یې دا وو چې د نړیوال جام نه دمخه یې د یو ورځنیو او شل اوریزو لوبلړیو په لړ کې پوره میاشت په هندوستان کې تیره کړه، او دا دی پچونو او چاپیریال سره پوره سُر کې لوبه کوي.
نو، که مونږ غواړو چې بل نړیوال جام کې بیا د فاروقي ځان نه غورځولو باندې خفګان وکړو، د نبي په اوپن کې راتلو باندې قهر څرګند کړو، اړینه ده چې:
۱. ټراټ روان دی، ځای ناستی یې ژر پیدا کړو. حمید حسن نه دی توانیدلی چې د خپل کار اغیز ثابت کړي، کیدی شي نیشنل اکیډمي ته لاړ شي او ځای یې بل چاته ورکړو. نوي کوچنګ سټاف سره په شریکه دوه کلن پلان چمتو کړو.
۲. کپتان د راشد سره په مشوره بدل کړو او نوي فکر او انرژۍ ته اجازه ورکړو چې رهبري ته راشي. راشد د افغانستان ویاړ دی، او د دې سړي سره په همغږۍ ده ته اجازه ورکړو چې په خپل کرکټ تمرکز وکړي.
۳. د مډل آرډر او فنشر رول لپاره شپږ یا اته لوبغاړي په نظر کې نیولو سره د یو پلان مطابق دوامداره چانس ورکړو. اتل باید له مليټیم شاته لاړ شي او خپل ځای بیا ځلې وګټي. اعجاز احمدزی،صدیق پاچا، عزیر نیازی او شاید ډیر نور وي چې زما نه دي په یاد په مډل او فنشر رول کې وازمایل شي.
۴. د نړیوال جام نه وروسته سریلینکا سره سیریز دی، د بل نړیوال جام لپاره د چمتوالي پلان باید له همدې ځای پلي کول پیل کړو.
۵. تیزو بالرانو لټون او د هغوی پالش کولو ته کار وکړو. کوم ملک کې چې ټینس بال کرکټ کیږي، هلته د تیزو بالرانو کمی نه وي، بس لټول غواړي. مونږ نه یو توانیدلي د بورډ ناکامي ده.
۶. د لیګونو محدودیت عملي کړو او ملي لوبغاړي باید نور په هره کوڅه او هره لاره کې له کرکټ تیر شي او په خپلې لوبې، تخنیک او فټنس تمرکز وکړي. ګربز بیګا وښودله چې څومره ښه لوبغاړی دی، خو د لیګونو کیمرو کې ایکشن ترې خپل کرکټ اخیستی دی.
۷. را روان نړیوال جام په اسټریلیا او نیوزیلینډ کې دی. دغه هیوادونه مونږ سره په ملي کچه ډیرې لوبې په بیلا بیلو دلایلو، چي مالي مسایل پکې لومړیتوب لري، نه کوي. دوی سره د ابدالیانو د لوبډلې او انډرناینټین لوبډلو لوبولو باندې تمرکز سره خپلو لوبغاړو ته په دغه چاپیریال کې د لوبو امکانات برابرولو سره کولی شو چې لوبغاړي چمتو کړو.
۸. ملي ټیم لوبغاړي اوږد فارمیت کرکټ ته اړ کړو چې فټنس او وړتیا یې پالش شي. د بیلګې په توګه، که نور احمد د اوږد مهال کرکټ ونکړي، په دې لیګونو ترې هیڅ نه جوړیږي.
۹. تر ټولو مهم،زمونږ لوبغاړي په مجموع کې، خو ځوانان په ځانګړې توګه، روحي اړخ نه پیاوړي نه دي او فشار نه شي زغملی. ټیم سره د یو مسلکي روانپوه یوځای کول یو بل څه دي چې بورډ باید پرې فکر وکړي.
۱۰. نبي د افغانستان اسطوره کرکټر دی، خو ځای یې باید یو ځوان لوبغاړی ډک کړي. مقصد ګلبدین هم ۳۴ کلن نه دی، خو که لوبويیې نو رول یې ور معلوم کړئاو بیا ورنه په هماغه رول کې لوبه وغواړئ، که نه نو هغه هم ښه کوچ جوړیدی شي.
نور هم ډیر څه کیدی شي، خو که همدومره هم وکړو، باوري یم چې اسټریلیا او نیوزیلینډ کې به بیا ځلې راپورته کیږو، دسره را شنه کیږو.
دا هیواد به تل ځلیږي، لکه لمر په شنه آسمان