افغانستان سبا دوشنبه له زمبابوې سره په زمبابوې کې د ټست (پنځه ورځنۍ) لوبه پیلوي
جعفر هاند
افغانستان سبا دوشنبه له زمبابوې سره په زمبابوې کې د ټست (پنځه ورځنۍ) لوبه پیلوي. افغانستان شاوخوا لس میاشتې مخکې د ټست لوبې وکړې، هغه یې هم له زمبابوې سره وې؛ خو زمبابوې بیا له هغه وروسته څو نورې ټست لوبې وکړې چې ۹۰ فیصده یې بایللې دي.
افغانستان د شل اوریزو او یوې ورځنیو سیالیو په مقایسه، په ټست کې ډېر ښه نه دی، یو علت یې هم شاید دا وي چې ډېرې ټست لوبې نه کوي.
افغانستان او زمبابوې تر دې دمه څلور ټست لوبې کړې چې افغانستان دوې ګټلې، یوه یې بایللې او یوه یې بې نتیجې وه.
د افغانستان په لوبډلې کې تر ټولو ډېرې منډې رحمت شاه کړې او ۳۰ منډې نورې چې وکړې، په ټست سیالیو کې به ۱۰۰۰ منډې پوره کوي. لا کوم افغان لوبغاړي په ټست کې ۱۰۰۰ منډې نه دي کړي. رحمت شاه څو ورځې مخکې لومړی افغان شو چې په نړیوال کرکټ کې یې ۴۰۰۰ منډې پوره کړې، خو بیا ژوبل شو او له دغو سیالیو هم پاتې شو.
کپتان حشمت شهیدي او رحمت شاه یوازیني افغان لوبغاړي دي چې د ټست سیالیو په یوې پاڼۍ کې یې غبرګې سلیزې کړې.
راشد او عظمت هم نه شته، خو ګربز او ابراهیم شته او د لوبډلې اکثریت نور لوبغاړي د افغانستان د فرسټ کلاس (څلور ورځنۍ) لوبو ځلېدلې لوبغاړي دي. ټست د زغم، تخنیک، فټنس، تکتیک، فکر، مهارت، وړتیا او زړورتیا لوبه ده. هر لوبغاړی چې دا صفتونه ولري، ټست یې د خوښې لوبه کېدای شي او ځلېدای شي.
د ګران وطن د بري په هیله.