مهم ترين های امروز سه شنبه

فبروري 24, 2026 - 10:34
فبروري 26, 2026 - 10:34
 0  1
مهم ترين های امروز سه شنبه

: ‏ذبیح‌الله نورانی، رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت ننگرهار، به طلوع‌نیوز گفته است که پس از چاشت امروز، سه‌شنبه، در منطقه شاه‌کوت مربوط ولسوالی نازیان، ملیشه‌های پاکستانی بر نیروهای افغان تیراندازی کردند که با واکنش نیروهای سرحدی امارت اسلامی مواجه شدند.

او افزوده است که در حال حاضر درگیری متوقف شده و به نیروهای افغان هیچ آسیبی نرسیده است.

: ‏د هېواد په ختیځ کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول‌اردو ویاند، وحیدالله محمدي طلوع‌نیوز ویلي، د ننګرهار نازیان ولسوالۍ کې پر فرضي کرښه له پاکستاني ملیشو سره د نن مازدیګر جګړه غچ‌اخیستونکی برید نه و، بلکې افغان پوله‌ساتو ځواکونو د هغوی د ډزو په غبرګون کې ورباندې برید کړی دی. د نوموړي په خبره، هلته نننۍ جګړه کې افغان لوري ته کوم زیان نه دی اوښتی.

: باوري سرچینو طلوع‌نیوز ته تایید کړې چې د کویټ حکومت چمتو شوی، د افغانستان سفارت، د اسلامي امارت نویو ډیپلوماټانو ته وسپاري. سرچینې په دې اړه نور جزیات نه‌دي شریک کړي.

:: ‏د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوې چې د مالیې وزارت له لوري د عوایدو د زیاتوالي په موخه جوړه شوې طرحه په‌کې تایید شوې ده.

 د یادې طرحې پر اساس به د بېلابېلو سکټورونو په کچه له نویو عایداتي سرچینو په اوږدمهال کې د اسلامي امارت بودیجه شاوخوا ۶۰ میلیارده افغانۍ ډېره شي.

په غونډه کې د معیار او کیفیت ادارې اړوند د داخلي معیارونو ۱۲ مسودې او د ازمایښت ۱۱ طریقې هم تایید شوې چې په ساختماني توکو، برېښنايي او طبي وسایلو، نساجي، پلاستیک، لبنیاتو، خوراکي او کرنیزو محصولاتو پورې تړاو لري.

همداراز، له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو د لېږد د پایپ‌لاین پروژه تایید شوه او د سروې او ډیزاین لپاره به ورته بودیجه ځانګړې شي.

له اقتصادي معاونیت خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، له شاه او عروس بند د کابل شمالي سیمو ته د اوبو رسولو، د (MDP) اوبو رسونې پروژې د پاتې چارو بشپړولو او په کابل ښار کې د اوبو رسونې پروژو د سروې او ډیزاین لپاره هم اړوند ادارو ته د بودیجې د ځانګړې کولو او عملي اقداماتو سپارښتنې شوې دي.

: پر ننګرهار د پاکستان پوځي رژیم له بریده ژوندی پاتې شوی یو ماشوم د خپلو شهید شویو کورنۍ غړو پوښتنه کوي.

هغه په ژړغوني غږ د خپلې مور، خور او ورور د لیدلو زارۍ کوي. دوه شپې مخکې په دغه برید کې د یوې کورنۍ ۱۷ غړي شهیدان شول.

: ‏د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، امیرخان متقي په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې، روزمېري ډيکارلو سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، متقي د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په دې بریدونو کې ملکي وګړي په نښه شوي او د وسلوالو ډلو د حضور ادعاوې بې‌بنسټه دي.

هغه زیاته کړې چې هر اړخ کولای شي د برید سیمې ته ولاړ شي او وضعیت له نږدې و ارزوي.

ډيکارلو د ملکي تلفاتو په اړه خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا موضوع به له غړو هېوادونو سره شریکه کړي. دواړو لورو د دوحې د غونډو او کاري ډلو په اړه هم خبرې کړې دي.

: ‏عبدالهادی همت، رئیس محکمه نظامی زون شمال‌شرق، امروز در مراسم فراغت نیروهای دفاعی در ولایت کندز گفت که دفاع از مردم و پاسخ به حملات، یک مسئولیت شرعی و ملی است.

او افزود: «اگر رهبری امارت اسلامی اجازه بدهد، به الله قسم، شب دوم در پیشاور و کویته خواهیم بود

وی تاکید کرد که هرگونه اقدام، وابسته به تصمیم رهبری خواهد بود و نیروها آماده اجرای اوامر هستند.

او همچنان پاکستان را دشمنی بزدل و ترسو خواند و گفت که پاکستان در طول تاریخ حتی یک جنگ را هم پیروز نشده و همیشه برای خشنودی امریکا به افغانستان حمله کرده است.

: ‏نارضایتی ترامپ از محدودیت اهرم‌های نظامی علیه ایران.

طبق برخی گزارش‌ها دونالد ترامپ، رئیس جمهور آمریکا از «محدود» بودن گزینه‌های نظامی علیه ایران، ابراز ناخرسندی کرده است و مشاوران او هشدار داده‌اند که این امر می‌تواند به «درگیری طولانی مدت» منجر شود.

: ‏وزارت دفاع اسرائیل اشغالگر برای آمادگی جهت حمله احتمالی به ایران درخواست بودجه اضافی کرد.

وزارت دفاع اسرائیل اشغالگر در حالی از دولت این کشور چند میلیارد شکل بودجه اضافی برای سال 2026 درخواست کرده که گمانه‌زنی‌ها درباره احتمال مشارکت تل‌آویو در حمله احتمالی آمریکا به ایران افزایش یافته است.

: سرویس اطلاعات خارجی روسیه در بیانیه‌ای ادعا کرده است که بریتانیا و فرانسه در حال برنامه‌ریزی و تلاش برای تأمین بمب‌ هسته‌ای برای اوکراین هستند.

در این بیانیه آمده است: طبق اطلاعات به دست آمده، لندن و پاریس در حال کار بر روی تحویل چنین سلاحی به کی‌یف هستند. اگر کی‌یف بمب هسته‌ای یا بمب کثیف (بمب حاوی مواد رادیواکتیو) داشته باشد، می‌تواند در شرایط مطلوب‌تری به درگیری پایان دهد. چنین برنامه‌هایی نشان می‌دهد که لندن و پاریس حس واقع‌بینی خود را از دست داده‌اند. این بیانیه همچنین ادعا کرد که آلمان از شرکت در چنین طرحی خودداری کرده است.

: ایرانیان در قبال مذاکرات هسته‌ای با آمریکا میان «امید و نگرانی» قرار دارند.

مردم ایران روند مذاکرات را با احترام دنبال می‌کنند و صلح با آمریکا را بهترین گزینه می‌دانند.

برخی معتقدند دستیابی به توافق بعید است، چرا که عقب‌نشینی کافی از خطوط قرمز دو طرف دشوار به نظر می‌رسد.

در عین حال، شماری نیز احتمال دستیابی به نتیجه‌ای مطلوب برای مردم ایران را چندان بالا ارزیابی نمی‌کنند.

: ‏د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د اوکراین جګړې د څلورمې کليزې په مناسبت په خپل خپور کړي پیغام کې ویلي، چې اوکراین له خپلې خپلواکۍ دفاع کړې او خپل دولت یې له لاسه نه‌دی ورکړی.

زېلنېسکي په خپل پیغام کې همدا راز ویلي، چې د څلورو کلونو جګړې په تېرېدو سره لا هم روسیه نه‌ده توانېدلې، چې خپلې موخې ترلاسه کړې.

: ‏په مسکو کې یو کس چې پر ځان پورې یې چاودېدونکي توکي تړلي وو، د ټرافیک پولیسو موټر ته نږدې چاودنه کړې او دوه پولیس افسران یې وژلي دي.

په راپورونو کې راغلي، دغه کس چې ۲۲ کاله عمر یې درلود په دې وروستیو کې یې له سنټ پيټرزبورګ څخه مسکو ته سفر کړی وو.

: ‏د سرچینو په حواله د پنجاب د بهکر ولسوالۍ داجل سیمه چې د خیبر پښتونخواه ډیره اسماعیل سیمې سره پر پوله پرته د پولیسو یوې پوسته کې د چاودنې له امله ۴ پاکستاني پولیس وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان دي.

د سرچینو په حواله په دې سیمه کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

: ‏رویټرز راپور ورکړی چې امریکا له ایران سره د احتمالي جګړې د ګواښ له امله په بېروت کې د خپل سفارت شاوخوا ۵۰ کارکوونکي له کورنیو سره یوځای تخلیه کړي دي.

یوه امریکايي چارواکي ویلي چې لبنان کې به د امریکا سفارت پرانیستی وي، خو په لنډمهالې توګه یې د امنیتي اندېښنو له امله د کارکوونکو شمېر کم کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د امریکا او ایران د مذاکراتو درېیم پړاو د راتلونکې پنجشنبې پر ورځ جینوا کې ترسره شي.

: ‏جرمني رسنیو راپور ورکړی چې یوه ۳۵ کلن افغان وګړي د دغه هېواد په وورستبورګ ښار کې درې تنه د چړې په وسیله ټپیان کړي دي.

پولیسو ویلي، بریدګر یې تر برید وروسته سمدستي نیولی او ټپیان چې د پاخه عمر لرونکي دي، وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

: ‏افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ د پاکستان پوځي رژیم په بریدونو کې د ملکي وګړو، په ځانګړې توګه د ماشومانو پر مرګ‌ژوبله "ژوره اندېښنه" ښودلې ده.

بنټ پر دواړو خواو غږ کړی چې له زغم کار واخلي، د ملکي وګړو خوندیتوب ته پام وکړي او نړۍوال قوانین مراعت کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځي رژیم په وروستیو بریدونو کې په ننګرهار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۱۷ غړي شهیدان شوي، چې د څلور تنو جسدونه یې لا هم نه دي موندل شوي.

: ‏افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، د اسلامي همکاریو سازمان او نړۍواله ټولنه باید پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم بریدونه وغندي.

خلیلزاد پر خپله اېکس پاڼه د ملګرو ملتونو په حواله لیکلي چې دغو بریدونو کې ۱۳ ملکي وګړي شهیدان شوي او په خبره یې، په روژه کې دا ډول بریدونه د لا "لوی ظلم" څرګندونه کوي.

: ‏ایراني رسنیو افغانستان ته د چرګانو د هګیو د صاداراتو له زیاتېدو خبر ورکړی دی.

ایراني رسنیو ویلي، اوس مهال له خراسان رضوي ولایته افغانستان او بیا قطر ته د چرګانو د هګیو زیات صادرات کیږي. څه موده مخکې داسې راپورونه وو چې له پاکستان سره د لارو له تړلو کېدو وروسته له ایرانه د چرګوړو د وارداتو کچه لوړه شوې ده.

: ‏اسوشیټيډ پرېس خبري اژانس په یوه راپور کې وايي، د ایران پلازمېنې تهران په څو پوهنتونونو کې تېره ورځ (دوشنبه) محصلینو یو ځل بیا حکومت ضد لاریونونه کړي دي.

د راپور له مخې، ځینو لاریون کوونکو د جلاوطنه شهزاده ملاتړ څرګند کړی او ځینو ځایونو کې له «بسیج» ځواکونو سره نښتې هم شوې دي.

راپورونه وايي، دغه لاریونونه داسې مهال کېږي چې امریکا په سیمه کې د احتمالي بریدونو لپاره ځواکونه راټولوي خو د سویس په جینوا کې یې ایران سره مذاکراتو ته هم دوام ورکړی دی.

: ‏د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ په یوه راپور کې ویلي، د دوی د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ لمریز کال کې له ګاونډیو هېوادونو ۲.۹ میلیونه افغانان هېواد ته راستانه شوي دي. د راپور پر بنسټ له دې منځه ۱.۹ میلیونه له ایرانه او ۱ میلیونه له پاکستانه راستانه شوي دي. تر ټولو زیات راتګ د اسلام‌کلا او تورخم له لارو شوی دی.

: اسماعیل بقایی، سخنگوی وزارت امور خارجه ایران با اشاره به چالش‌های موجود میان افغانستان و پاکستان، اعلام کرد که تهران آمادگی دارد برای جلوگیری از افزایش تنش‌ها میان این دو کشور همکاری کند. او روابط میان ایران و افغانستان را مثبت ارزیابی کرده است.

: ‏ایراني رسنۍ وايي، د سویلي خراسان د اقتصاد رییس، مرتضی ذاکریان اعلان کړی چې د ایران، افغانستان او چین ترمنځ د یوې نړۍوالې ازادې سوداګریزې سیمې طرحه د ایران د ولسمشر له خوا تایید شوې ده.

د هغه په وینا، افغانستان او چین هم د پانګونې او مالي ملاتړ لپاره چمتووالی ښودلی او دا سیمه به د درې واړو هېوادونو اقتصادي، سوداګریز او ټرانزیټي ظرفیتونه سره ونښلوي.

: ‏د اسټرالیا د سټراټيژیکو مطالعاتو مرکز د یوې مقالې په خپرولو سره ویلي، په کانبرا کې د افغان سفارت تړل ناسمه پرېکړه ده.

په مقاله کې راغلي چې سفارت نه یوازې خدمتونه وړاندې کوي، بلکې په اسټرالیا کې مېشتو افغانانو ته یې د هویت، کلتوري استازیتوب او خوندیتوب یو سمبولیک ځای برابر کړی دی.

د مقالې لیکوالې، سوسن هاچېنسن د سفارت تړل د اوسني افغان حکومت غوښتنو ته غاړه اېښودل او د هغو زرګونو افغانانو د هیلو پر ضد ګام بولي چې د افغانستان د ښه راتلونکي لپاره یې اسټرالیا کې پانګونه کړې ده. ټاکل شوې چې دغه سفارت د روان زیږیز کال د جون په ۳۰مه وتړل شي.

: ‏پاکستاني پولیسو هلته افغان محصلین له ځان سره بیولي دي.

پاکستان کې افغان محصلینو طلوع‌نیوز سره په خبرو کې ویلي، د پنجاب پولیس د دوی په لیلیو ور ننوتي او له ځان سره یې بیولي دي.

دغه محصلین وايي، پولیسو پنجاب کې د قائد اعظم طبي پوهنتون محصلین داسې مهال له ځان سره بیولي دي چې د هغوی د ازموینو وخت دی او که ازموینې ترې پاتې شي، د زده‌کړو بهیر یې یو کال شاته پاتې کیږي.

محصلین زیاتوي چې دا چلند ورسره مخکې هم شوی و چې وروسته یې په اسلام اباد کې د افغانستان له سفارت سره دا موضوع شریکه کړې ده.

دوی وایي، د ځینو محصلینو ویزې یې د تمدید لپاره تسلیم کړې دي خو لا یې ځواب نه دی راغلی. پاکستان کې د افغانستان سفارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

: ‏دفتر آسیای جنوبی سازمان عفو بین‌الملل اعلام کرده است که از تلفات غیرنظامیان در ولایت‌های ننگرهار و پکتیکا در پی تهاجم اخیر پاکستان عمیقاً نگران است.

در اعلامیه این نهاد آمده است که این روی‌داد باید به‌گونه شفاف، مستقل و بی‌طرفانه بررسی شود.

عفو بین‌الملل از هر دو طرف خواسته است مطابق تعهدات خود در چارچوب قانون بین‌الملل، از آسیب رساندن به غیرنظامیان جلوگیری کنند.

: ‏افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر (یوناما) په یوه راپور کې ویلي، د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې شاوخوا ۵ میلیونه کسان افغانستان ته راستانه شوي.

د راپور پر بنسټ د ۲۰۲۵ کال په جون او جولای میاشتو کې له ایرانه د ورځنیو راستنیدونکو شمېر له ۳۰ تر ۴۰ زرو کسانو ته رسېده.

یوناما وايي، د راستنیدونکو نږدې یوه پر درییمه برخه ښځې او نجونې دي چې له ۱۷ کلونو کم عمره ماشومان هم پکې شامل دي.

: ‏سقوط یک فروند چرخ‌بال در اصفهان ایران.

رسانه‌های ایرانی گزارش داده‌اند که ساعاتی پیش یک فروند چرخ‌بال در اصفهان سقوط کرده است.

بر بنیاد گزارش‌ها، این چرخ‌بال متعلق به ارتش ایران بوده و در پی سقوط آن، چهار تن به‌شمول خلبان، کمک‌خلبان و دو فرد حاضر در محل حادثه جان باخته‌اند.

: ‏شهباز شریف، نخست‌وزیر این کشور، در جریان سفرش به دوحه با شیخ سعود بن عبدالرحمن بن حسن بن علی آل ثانی، معاون نخست‌وزیر و وزیر دولت در امور دفاع قطر، دیدار و درباره تحولات اخیر منطقه، به‌شمول افغانستان و ایران، گفت‌وگو کرده است.

بر بنیاد گزارش‌ رسانه‌های پاکستانی، دو طرف در این دیدار بر اهمیت گفت‌وگو، کاهش تنش‌ها و تلاش‌های جمعی برای تقویت صلح و ثبات در منطقه تاکید کرده‌اند.