د افغانستان د بدلون بنسټ؛ پوهه، نه یوازې شخصیتونه

مارچ 8, 2026 - 12:15
 0  7
د افغانستان د بدلون بنسټ؛ پوهه، نه یوازې شخصیتونه

تاریخي تجربه ښيي چې د ټولنو ژور او پایدار بدلون یوازې د لویو او اغېزمنو شخصیتونو په شتون نه رامنځته کېږي. که څه هم ستر مفکران او عالمان د فکري بیدارۍ او اصلاح په بهیر کې مهم رول لري، خو د یوې ټولنې حقیقي بدلون هغه مهال ممکن کېږي چې خپله ټولنه د پوهې، شعور او فکري بلوغ مرحلې ته ورسېږي.

د اسلامي نړۍ په فکري تاریخ کې سید جمال‌الدین افغان د سیاسي بیدارۍ او فکري اصلاح له مهمو مخکښانو څخه شمېرل کېږي. هغه هڅه وکړه چې د اسلامي نړۍ خلک د استعمار، استبداد او فکري رکود پر وړاندې راویښ کړي. د هغه فکر او دعوت په بېلابېلو اسلامي ټولنو کې اغېز پرېښود، خو بیا هم دا حقیقت څرګند شو چې یوازې د یوه مفکر فکر نه شي کولای د ټولنې ژور جوړښتونه په بشپړه توګه بدل کړي، ځکه ټولنیز بدلون د یوې پراخې فکري او فرهنګي زمینې غوښتنه کوي.

همدارنګه امام اعظم ابو حنیفه د اسلامي فقهې له سترو عالمانو څخه دی چې د علم، استدلال او اجتهاد بنسټ یې ټینګ کړ. د هغه فقهي مکتب د اسلامي تمدن په حقوقي جوړښت کې ژوره اغېزه لرلې ده او تر نن ورځې پورې د اسلامي نړۍ د فکري میراث یوه مهمه برخه ګڼل کېږي. خو سره له دې ستر علمي مقامه، بیا هم د یوې ټولنې سیاسي او ټولنیز نظم یوازې د فقهې او علمي میراث پر بنسټ نه بدلېږي، بلکې دا بهیر د ټولنې د عمومي پوهاوي او فکري ودې سره تړلی وي.

که دغه تاریخي تجربه د افغانستان له واقعیت سره پرتله کړو، نو یو څرګند حقیقت راڅرګندېږي. افغانستان په تېرو سلو کلونو کې د بېلابېلو سیاسي تجربو، مفکورو او رهبرانو د ازموینې ډګر پاتې شوی دی. له شاهي نظام څخه تر جمهوریت پورې، له کمونیستي تجربې څخه تر جهادي سیاستونو او بیا تر اوسني سیاسي وضعیت پورې، هر نظام هڅه کړې چې د یوې ځانګړې مفکورې له لارې ټولنه بدله کړي. خو بنسټیزه ستونزه دا وه چې د ټولنې د فکري بنسټونو پیاوړتیا ته لازمه پاملرنه ونه شوه.

په هغه ټولنه کې چې د تعلیم کچه ټیټه وي، سیاسي شعور محدود وي او د تحلیل فرهنګ کمزوری وي، سیاست ډېر ځله د عقلاني تفکر پر ځای د احساساتو، تعصبونو او تبلیغاتو تر اغېز لاندې راځي. له همدې امله په افغانستان کې سیاست ډېر وخت د برنامو او ملي لیدلوري پر ځای د شخصیتونو، شعارونو او مقطعي نفوذ پر محور څرخي.

له همدې امله که نن څوک غواړي د افغانستان په ټولنه کې بنسټیز بدلون راولي، باید لومړی دا حقیقت درک کړي چې نه د هغه سیاسي بصیرت د سید جمال‌الدین افغان په کچه دی او نه د هغه دیني پوهه د امام اعظم ابو حنیفه په ژورتیا ده. نو د حل اصلي لاره دا نه ده چې یو فرد ځان د ټولنې د نجات یوازینی محور وګڼي، بلکې دا ده چې د پوهې، تعلیم او فکري بیدارۍ بنسټونه پیاوړي شي.

کله چې په افغانستان کې پوهه عامه شي، خلک به د سیاست تر شا حقیقي اهداف وپېژني. کله چې شعور پیاوړی شي، خلک به د قومي، مذهبي او تنظیمي تعصبونو پر ځای د ملي ګټو پر بنسټ فکر وکړي. او کله چې دا فکري بدلون رامنځته شي، نو سیاسي بدلون به هم په طبیعي او دوامدار ډول رامنځته شي.

له همدې امله د افغانستان د راتلونکې د ثبات، عدالت او پرمختګ لپاره تر هر څه وړاندې د پوهې خپرول او د فکري بیدارۍ پیاوړتیا اړینه ده. ځکه تاریخ ښودلې ده چې بې له علمي او فکري بنسټونو هېڅ ټولنه نه شي کولای د دوامدار سیاسي ثبات او سالم نظام څښتنه شي.

نو که رښتیا هم د بدلون اراده موجوده وي، لومړی باید ټولنه د پوهې او پوهاوي له رڼا برخمنه شي؛ ځکه پوهه هغه ځواک دی چې کولای شي افغانستان له احساساتي سیاست څخه د عقلاني او مسؤلانه سیاست مرحلې ته ورسوي. ✋🏽☘