د حکمتیار مریضی د حریفانو ازموینه
عبد المجيد
د حکمتیار د مریضی خبرد فکری مریضانو لابراتوار په شان کار وکړ.
مریضی د الله (ج) لخوا ده.
که څوک مریض شی په اسلام کی د هغه سره د تعامل لاری چاری شته.
په انسانیت کی هم د مریض او مریضی د حالت سره د مخامخ کیدو لاری چاری شته.
په افغانیت کی هم شته چی هم د اسلام او هم د انسانیت ارزښتونه پکی را نغښتی.
که څوک د رسو الله د سنتو خلاف د مریض او مریضی د حالت سره د مخ کیدو په صورت کی څه کوی، که څوک د انسانیت او افغانیت د ارزښتونو خلاف څه کوی نو ددی خلکو حیثیت د همدی ارزښتونو په رڼا کی معلوم دی. ډیر داسی وی چی د مریض او مریضی د حالت سره د مخ کیدو په صورت کی د خپل حریف په مریضی خوښ شی خو، سنت طریقی ورته مهمی نه وی، خو په انسانیت او افغانیت څخه ظاهرآ دریږی چی پدی کی خپل سیاسی، ټولنیزی او شخصیتی ګټی وینی، یعنی دا چی عاقلانه غبرګون ښیی. خو ځینی بیا داسی له تعصب او نفرت څخه ډګ وی چی د خدای (ج) فیصله داسی ورته ښکاری لکه ده چی خپل حریف په توره وهلی وی.
او د خپل حریف او رقیب په مریضی داسی بابولالی ووایی چی څومره یی په ستونی کی ځایږی.
هغوی پوهیږی چی سیاسی او ټولنیز ماحول د بل څه غوښتنه کوی خو تعصب، کرکه او نفرت هومره پری غالب وی چی د عاقلانه غبرګون فکری وړتیا نه لری. دا په اصل کی د هغوی د تقوی، ظرفیت، انسانیت او افغانیت ازمون دی. څوک به پاته کیږی؟ هیڅوک! له الله (ج) پرته هیڅوک نه پاته کیږی. د حکمتیار په شمول ټول به ځی خو په خپل ابتکار د شرق او غرب د استعمار په وړاندی د جهاد سرلاری کیدل، د قرآن مفسر او دحدیثو محقق کیدل، د اسلامی سیاست او اقتصاد محقق او فکری روزنی متفکر جوړیدل بیا د ددغه د برعکس حالت سره دمقایسی وړ ندی.
چی د استعمار په معامله مطرح او رهبری شی، پس له مرګه پنځه پانی ددین، اسلامی سیاست او د امت د لارښونی لپاره څه درڅخه پاته نشی نو د حریف په نسبت د خسرالدنیا والآخره په موقف کی یی خو که ځان پوهوی.
هغوی چی د ښاغلی حکمتیار د بریاوو څخه په ډک ژوند افسوس کوی د خپلو مشرانو خالی ژوند د افسوس وکړی.
د تقوی تله له الله (ج) سره دی خو په انسانی عقل خو ددوی مشران د حکمتیار په مقایسه خسره دنیا ولاخره دی.