ځوانان دې دا ليکنه ځکه ولولي چې له حقايقو خبر شي
زما د صدارت په مهال ، د ماليې وزارت وزير ( کبیر ) خبر راکړ چې د ډاکتر نجيب په فرمان يو ميليون طلايي سکې ماسکو ته لېږدول کېږي !! شپږ تنو وزيرانو ته مې دنده وسپارله چې د طلاوو د انتقال مخه ونيسي ، په دې سربېـره نجيب د
« تېپې تاريخي طلاوې » هم ماسکو ته لېږدولې ، ما يې مخه ونيوله او طلاوې مې بېرته را وګرځولې !! بله پاموړ خبره دا وه چې زموږ هره وينا روسانو ليکله ، د چا پلار هم نه شو کولای د خپلې خوښې وينا خپره کړي ،
ډاکتر نجيب هم د « پيتروف » په نوم يو سر مشاور لاره ، هغه ته به يې ويناوې ترتيبولې او د هغه د سپارښتنو مطابق به يې وړاندې کولې !! ماته يې هم ليکلې کړنلاره را ولېږله ، له دې سره يې يوه طرحه هم ضميمه کړې وه چې د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته به کمونيستان په شمال کې يو ځانګړی حکومت جوړوي او « نجيب مسير » به يې مشري کوي !! ډاکتر نجيب له ياد طرحې سره موافقه وکړه او د نجيب مسیر تر لار ښوونې لاندې يې يو پلاوي ته دنده وسپارله چې د شمال ( نه ۹ ) ولايتونه د يو حکومت په توګه اعلان او افغانستان تجزيه کړي !! روسانو ماته دنده وسپارله چې د خپلې کړنلارې سره يو ځای ياد طرحه هم ملي شورا ته وړاندې کړم !! زه له دې طرحې سره قلباً موافق نه وم او د دې طرحې پرځای مې د مرکزي حکومت د ټينګښت خبره پکې قلمبند او شورا ته وړاندې کړه ... هغوی هم په ډېره ښه توګه دا خبره ومنله ؛خو « کاویاني » پې را ټوپ کړل ؛
- ته د داوود حکومت په څېر اداره جوړوې ؛ له درې ژبو سره خيانت کوې !!
مال ولي کاویاني صيب؟
راته کړه يې : د شمال ولاياتو او دري ژبو حق څه شو ؟
وکيلان پوه شول چې خبره د تجزيې ده ؛ ځکه خو يې زما پر کړنلاره د تائيد ټاپه ولګوله او د افغانستان له تجزيې سره يې د مخالفت څرګندتيا وکړه ، افغانستان له« ملت خود مختار هزاره » « ملت خود مختار بلوچ » ، « ملت خود مختار تاجيک » ، ازبيک ، ترکمن او بېلابېلو مستقلو حکمرانيو بچ شو !!
دا خبرې د ډاکتر نجيب له صدر اعظم « ډاکتر حسن شرق » نه واورئ ، ضمناً دا هم مه هېروئ چې که د ډاکتر نجيب او روسانو طرحه عملي شوې وای اوس به افغانستان د څو خود مختاره حکمرانيو شاهد ؤ !! عجيبه خو دا هم ده چې کمونيستان ډاکتر نجيب د ډيورنډ لاين قرباني گڼي ، ناپوه ځوانان يې هم ور سره مني ؛ دوی په دې نه پوهېږي چې نجيب د اقتدار د پايښت لپاره نه يوازې له ډيورنډ
لاين ؛ بلکې د شمال تر پولو پورې له ټولو ولاياتو تېر ؤ !!