شاوخوا څلوېښتو کلونو کې تقريباً يوې الوتکې د اسمان اجاره‌داري خپله کړې ده

مارچ 4, 2026 - 17:27
 0  25
شاوخوا څلوېښتو کلونو کې تقريباً يوې الوتکې د اسمان اجاره‌داري خپله کړې ده

تر هغه چې نړۍ اوسمهال د B-2 Spirit په څېر د دې سټېلتھ الوتکې چاره پيدا نه کړي، همداسې به حالت دوام ولري؛ لکه څنګه چې په تېرو شاوخوا څلوېښتو کلونو کې تقريباً يوې الوتکې د اسمان اجاره‌داري خپله کړې ده. دا يوازې يوه الوتکه نه ده، بلکې د علم، پانګونې او اوږدمهاله ستراتېژۍ نتيجه ده. هغه هېواد چې دا ډول ټېکنالوژي ولري، د جګړې ميدان او د ځواک توازن دواړه کنټرولولای شي.

دغه امريکايي بم غورځوونکې الوتکه د سټېلتھ يا پټ تګ ځانګړتيا لري، يعنې رادارونه يې په اسانه نه شي کشفولای. د ۱۹۸۰مې لسيزې په پای کې طرحه او جوړه شوه، اوږده واټن بې له تم کېدو وهي او درانه بمونه لېږدولای شي. بيه يې شاوخوا دوه ميليارده ډالره ده او تر اوسه امريکا دا ټېکنالوژي هېڅ هېواد ته نه ده سپارلې. دا انحصار تصادفي نه دی، بلکې دا ښيي چې اصلي ځواک په پرمختللې پوهه کې دی، نه په تشو شعارونو کې.

دا حقيقت بايد روښانه ووينو چې څلوېښت کاله مخکې جوړ شوی تخنيک، که پر قوي علمي بنسټ ولاړ وي، لا هم پر نړۍ اغېز لري. ځکه علم نه زړېږي، بلکې هره ورځ نور هم بشپړېږي. که څوک د اسمان کنټرول غواړي، بايد د لابراتوار، پوهنتون او څېړنې کنټرول په لاس کې ولري.

يوازې احساساتي کېدل، احتجاج کول، بدعاوې کول او توندې خبرې کول هېڅ ملت نه شي پياوړی کولای. که دوه سوه کاله هم همدا لاره تعقيب شي لکه څرنګه چې مو تير دوه سوه کاله تعقیب کړه پايله به يې همداسې کمزورې وي. نړۍ د جذباتو په شور نه بدلېږي، بلکې د علم په چوپ کار بدلېږي.

که موږ رښتيا عزت او خپلواکي غواړو، بايد په خپلو کورونو کې توازن رامنځته کړو. که يو زوی حافظ يا ملا جوړوو، دا يو اړخ دی؛ خو بل زوی بايد د اتومي فزيک زده کړه وکړي، بل دې اتومي کيميا ولولي، بل دې انجنير شي، او بل دې د معلوماتي ټېکنالوژۍ متخصص شي. ملت هغه وخت پياوړی کېږي چې ديني پوهاوی او عصري علم دواړه ولري.

لکه څرنګه چې هغه فرض دا علوم هماغه ډول فرضيت لري، څوک چې دغو علومو کردار کشي او حوصله شکني کوي چې په هر نامه او هر فهم په اساس وي تر ټولو لوي دښمني د اسلامي امت ، هيواد او دين سره همدوي کوي او په دي کې هیڅ شک مه کوي

عزت يوازې په دعا نه ترلاسه کېږي، بلکې په کار، څېړنه، اختراع او تخصص ترلاسه کېږي. ازادي په احساساتو، سپکو سپورو ، غټو خبرو او دعاګانو نه ساتل کېږي، بلکې په علم ،ټېکنالوژۍ ساتل کېږي. او هغه څوک چې د علم ډګر وګټي، هماغه به د اسمان او ځمکې د ځواک واګې هم په لاس کې ولري.