داسې ښکاري چې د امریکا، اسرائیل او ایران جګړه د ۱ میاشتې څخه اوږده شي

مارچ 8, 2026 - 12:33
 0  13
داسې ښکاري چې د امریکا، اسرائیل او ایران جګړه د ۱ میاشتې څخه اوږده شي

داسې ښکاري چې د امریکا، اسرائیل او ایران جګړه د ۱ میاشتې څخه اوږده شي. همداسې د امریکایي چارواکو خبرې د جګړې په اړه ډېرې  متناقضې دي. په لومړي ورځ، د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ادعا وکړه چې دغه جګړه یې په ایران کې د رژیم بدلولو لپاره شروع کړې ده.  په بله ورځ یې غیر مستقیم د رژیم بدلولو څخه ډډه وکړه او د یوه خبریال پوښتنه کې یې وویل چې بدترین حالت به هغه وي چې تر فعلي مشرانو هم بد مشر قدرت ته راشي.  بیا یې وویل چې هغه خلک چې زمونږ محاسبه کې وو چې قدرت ته ممکن ورسیږي، هغه خلک وژل شوي دي.

همداسې د امریکا دفاع وزیر، وزیر خارجه او د ولسي جرګې مشر د دې جګړې په اړه ګډوډ خبرې کړي دي. دوی کله دا جګړه یا War یادوي او کله یې هم خاص نظامي عملیات!

البته دا په دې معنا ده چې جګړه یا War  ته تګ په امریکا کې د کانګرس توافق او تائید ته ضرورت لري، خو خاص نظامي عملیاتونه بیا د کانګرس د تائیدي څخه مجزا دي. د دغه دلیل له امله د چارواکو په ویناو کې هیڅ تسلسل نشته دی او څوک یې جګړه بولي او څوک یې په زغرده لکه د ولسي جرګې مشر وایي چې دا جګړه نه ده بلکه ځانګړي نظامي عملیات دي.

له بلې خوا بیا د امریکا دفاع وزیر هڅه کوي چې ذهنیت دې ته آماده کړي چې د امریکایي ځواکونو راتلونکي تلفات د توجیح وړ وي. دوی پیشبیني کوي چې دغه جګړه کې به لا نور امریکایي ځواکونه وژل کیږي او لا هم د امریکایي ځواکونو ځمکني مداخله هم د غور لاندې ده.

په نوې خبرونو کې بیا دا نوې خبره ده چې پیټر هګست وویل چې یوه هفته کې به د ایران هوایي حریم په بشپړ توګه د امریکا او اسرائیل په لاس کې وي او دوی به دغه وړتیا ولري چې د هر نوع طیارې څخه استفاده وکړي او هرځای چې وغواړي په نښه کړي.

په مجموع کې د سیاست مینه وال او ځینې پوهان تر ډېره په دې باور دي چې دا جګړه د امریکا جګړې او ګټو څخه زیاد د اسرائیل جګړه ده او د اسرائیل لابي توانیدلې ده چې د امریکا حکومت جګړې ته راکاږي.

نوټ: یوه ورځ یوه افغان چارواکي سره زما په دې جنجال وشو چې هغه په امریکا کې د لابي رول نه مانه. هغه په دې باور و چې امریکا کې ریسرچ سنټرونه دي او هر څه د تحقیق، او معلوماتو مطابق کیږي.  خو زما بحث او دریځ بیا دا و چې اجتماعي علوم، ساینس او ریسرچ سنټرونه جلا دي، د هغوی کار جلا دی، او پالیسي جوړونه جلا ده.  امریکا کې پالیسیانې جوړېدو کې مختلف لابیانې ډېر رول لري او ټول سیاستونه د واقعیتونو، امریکایي ګټو(د امریکا د خلکو ګټې) مطابق نه جوړیږي، بلکه سیاسیون، شرکتونه او ډلې ټپلې پکې خپلې ګټې هم خوندي کوي چې هغه د امریکایي ملت ګټو سره سمون نه خوري.

دنیا ډېره مغلقه هم نه ده او بیخي ساده هم نه ده چې هر څه تور او سپین وي.