محترم مزمل صيب ته پرانيستی ليک - دوهمه برخه

مارچ 2, 2026 - 13:19
 0  15
محترم مزمل صيب ته پرانيستی ليک - دوهمه برخه

عزتمنه ! ما ددې لړزوونکو حوادثو يادونه په دې معنا نه ده کړې چې ګنې ته پرې خبر نه يې ؛ ته خپله د انقلاب  ژوندی تاريخ يې ؛ تاسلګونه دا ډول پېښې په خپلو سترګو ليدلې دي ؛ تاسو ته له اسلام سره د کمونيستانو معارض دريځ ښه معلوم دی ؛ تاته د اسلامي نهضت د ايجاد لاملونه هم معلوم دي ؛ ته د هغو ورځو شاهد هم يې چې کابل پوهنتون کمونيستانو په سر واخيست ؛ کمونيزم په غوړېدو شو ؛ په قرآن ملنډې ووهل شوې ؛ پر لينين درود وويل شو ؛ پيغمبر عليه السلام « مرد نُه زنه » معرفي کړی شو ؛ او ددې وېره راپيدا شوه چې افغانستان به د منځنۍ آسيا په برخليک اخته شي !! ستا به هغه ورځې ياد وي چې د پوهنتون په چاپېريال کې به کمونيستانو له سره استعمار سره د افغانستان د انضمام خبرې را پورته کړې او پر دې به يې فخر کاؤ چې د شوروې په مستعمره بدل شي !!  نجيب به ويل:

« هغه هېوادونه چې شورويانو لاندې کړي ؛ اقتصاد يې تر افغانانو ښه دی ؛ ځکه خو پروا نه لري چې افغانستان يې هم مستعمره شي »  !!

ته ددې ټولو پېښو شاهد يې ؛ تاسې دا هرڅه په خپلو سترګو ليدلي ؛ تاسې همغه مهال نه يوازې خپله د مبارزې رپی په لاس اخيستی ؛ لا چې نور مسلمانان مو هم هڅولي چې له کمونيزم نه   راولاړېدونکو ننګونو ته متوجه شي . تاسې له دې ډول خطرناکو پديدو سره تقابل لومړېتوب باله ؛ ځکه خو ملت په تاسې در مات شو ؛ ستاسې داعيه يې وستايله او د سرسښندنو تر بريده درسره مخته لاړ !!

مسلمانانو ته همغه خاطرې ور يادېږي ؛ ځکه خو ستاسو احترام کوي او ستاسې له خولې راوتې خبرې په دقت څاري . تاسې چې د مسلمانانو له دردونو غږېږئ ؛ هغوی مو استقبال کوي ؛ لایکونه در کوي ؛ او د خپلو فيسبوک پاڼو له آدرسه يې خپروي ....

هغوی له « طلوع نيوز » سره د تودو خبرو په ناسته کې هم همدغسې انتظار لاره ؛ بوڅ غوږونه ناست وو چې د خپل استاد په خبرو کې ؛ د مجا...هد قوم پر قربانيو د ارجګذارۍ خبرې واوري ... ؛ خو درېغه چې استاد يې پر زخمونو مالګې و دوړولې !! تا هغوی په پڅه چاړه حلال کړل ؛ تا پر انقلاب خاورې واړولې ؛ تا يې اقدار وننګول او د زړونو ښيښې دي يې پرخچې پرخچې کړې !! اوس دوی مجبور دي چې ستا په وړاندې غبرګون وښيي ؛ او د نفرت پر کاڼو دې وولي!! ته همدا اوس فيسبوک ته سر ور ښکاره کړه چې مسلمان ملت ستا پر دريځ څه ډول غبرګون ښودلی دی !! زما که له يوې خوا پر تا باندې د مجا..هد ملت سپکې سپورې نه لورېږي ؛ له بلې خوا په دې هم ځورېږم چې کمونيستان درته چکچکې ووهي !! ته ګمان کوې چې کمونيستان به تا د زړه له کومي ومني ؛ او تا به واقعاً د ملي شخصيت پر ستېج و دروي ؛ کلا وحاشا . هغوی تانه استفاده کوي ؛ له تا اسناد تر لاسه کوي ، او سبا به يې تر بل هر چا ړومبی ستا پر مخ درموښي !

قدرمنه! ته سره له دې چې د پېښو په متن کې واقع وې ؛ خو هغه حقايق نه شې وړاندې کولی چې ملامت او سلامت دواړه پکې معلوم شي ! ستا په آند نجيب سوله کوله ؛ د هغه دريځ د سولې په اړه مثبت ؤ ؛ بايد مخامخ ورسره تفاهم شوی وای ؛ خو جها..دي رهبران ورسره مخ په مخ تفاهم ته نه ؤ تيار ؛ پټې ناستې يې ورسره لرلې ؛ خو مخامخ ورسره نه کېناستل ... !! کاش تا تر دې ډول خبرو وړاندې احتياط کړی وای او تاريخ ته دې د جنګ طرفدار نجيب د سولې سفير نه وای معرفي کړی ! کاش ته خبر وای چې نجيب ته د سولې په پار بار بار جرګې کېناستې ؛ د بحران د پایته رسېدو غوښتنه يې ترې وکړه ؛ خو د نجيب ځواب دا ؤ چې مجا. هدين په ټيټو پوستونو کې منلی شي او بس !! ته د سولې په تړاو د هغه شرطونه په لاندې متن کې ولوله ؛ بيا قضاوت وکړه چې نجيب د سولې پلوي ؤ او که د مقابل لوري د تسلیمۍ غوښتونکی :

« که ملي روغه جوړه هم شي ، نو د دولتي شوری او وزيرانو شوری رياستونه ، د دفاع ، ملي امنيت ، کورنيو چارو ، مخابراتو او ماليې وزارتونه ، د بانکونو رياستونه ، ستره محکمه ، څارنوالي ، او پوځي - حقوقي سازمانونه ، بايد خامخا د افغانستان خلکو ديموکراتيک ګوند په لاس کې همداسې پاتې وي ، د مقابل لوري استازو ته کېدای شي د دولتي شوری او وزيرانو شوری مرستيالۍ ، او دغه راز د کرنې ، عامې روغتيا ، او ، اوبو لګولو وزارتونه ، او بېلابېلو وزارتونو معينيتونه ، او د ولايتونو مقامونه وسپارل شي . پخواني پاچا ته د پلار وطنې ملي جبهې يا پارلمان رياست کېدای شي ورکړو . د اسلامي ډلو سياسي سازمانونه کولی شي د پلار وطنې ملي جبهې غړېتوب تر لاسه کړي او خپل فعاليت په قانوني توګه پر مخ يوسي . »

په ايمان يې ووايه چې دا د سولې غوښتنه ده او که په خپل مقام باندې د ټینګار ؟

 نور په بله برخه کې ولولئ .