مهم ترين های امروز يکشنبه

مارچ 8, 2026 - 04:42
 0  2
مهم ترين های امروز يکشنبه

✒️: ‏د پکتیا د ډنډپټان ولسوال اکرام‌الدین شمس طلوع‌نیوز ته وایي، تېره ورځ (شنبه) ناوخته د دغې ولسوالۍ د توپ پوستې ته څېرمه، د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د افغان ځواکونو په برید کې د پاکستاني پوځي رژیم اته پوځیان وژل شوي دي.
پر افغان خاوره د پاکستاني پوځ تر هوايي بریدونو وروسته، افغان ځواکونه د فرضي کرښې په اوږدو کې وخت ناوخته د پاکستاني پوځ پر پوستو ځوابي بریدونه کوي.
✒️: ‏جاولان وخابوف، سفیر و رییس انستیتوت بین‌المللی آسیای مرکزی، در نشستی با عبدالحی قانت، رییس مرکز مطالعات استراتژیک وزارت خارجه امارت اسلامی افغانستان، دیدار و گفت‌وگو کرده است.
بر بنیاد خبرنامه انستیتوت بین‌المللی آسیای مرکزی، دو طرف درباره وضعیت کنونی و فرصت‌های آینده برای گسترش همکاری‌ها میان اوزبیکستان و افغانستان گفت‌وگو کرده و همچنین در مورد تقویت تعامل میان مراکز پژوهشی دو کشور تبادل نظر کرده‌اند.
✒️: ‏دفاع وزارت وايي، ننګرهار کې یې یوه پاکستانۍ کشفي ډرون الوتکه را غورځولې ده.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د پاکستان پر پوځي رژیم د ردالظلم عملیاتو پرمهال یې نن (یکشنبه) فرضي کرښې ته څېرمه د ننګرهار لعل‌پورې ولسوالۍ کې یوه پاکستانۍ کشفي ډرون الوتکه را غورځولې ده.
✒️: ‏ذبیح‌الله مجاهد، سخنگوی امارت اسلامی افغانستان، در خبرنامه‌ای از نشر «اثر مهم دربارهٔ عقیدهٔ اهل السنة والجماعة» از سوی رهبر امارت اسلامی خبر داده است.
بر بنیاد خبرنامه مجاهد، در پیوند به نشر این اثر گفته: «در این اثر از منابع معتبر عقاید «اهل السنة والجماعة» استفاده شده و موضوعات مربوط به عقیده به‌گونه‌ای روشن و ساده گردآوری شده است. این اثر برای استادان، شاگردان همه رشته‌های علمی و نیز برای خوانندگان عام مفید بوده و به‌عنوان یک راهنمای مهم در زمینه عقیده صحیح به شمار می‌رود.»
✒️: ‏امنیتي سرچینو طلوع‌نیوز ته ویلي، په ښورابک کې د دوو وژل شویو پاکستاني پوځيانو جسدونه نن د اسلامي امارت له لوري په سپین‌بولدک کې پاکستاني لوري ته سپارل شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له‌مخې، د ۲۵ نورو وژل شویو پاکستاني پوځیانو جسدونه لا هم د کرښي په اوږدو کې تر خارو لاندي دي او په خبره یې چې مقابل لوری ورته لاس‌رسی نه‌لري.
✒️: ‏له بهرنیو چارو وزارت خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي، یوی شیایونګ له امیرخان متقي سره کتلي او د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د سیمې پر وروستیو بدلونونو او د پاکستان پوځي رژیم له لوري پر افغان خاوره د تېري په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.
خبرپاڼه کې راغلي، د چین استازي ټینګار کړی چې هېواد یې غواړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانې ستونزې د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي او هڅه وشي چې د سیمې د ثبات لپاره د کړکېچ کچه لوړه نه شي.
 هغه زیاته کړې، چین په دې اړه له پاکستاني لوري سره هم په تماس کې دی او کوښښ کوي چي د دواړو هیوادونو ترمنځ تاوتریخوالی راکم کړي.
دغه راز، ښاغلي متقي دې کتنه کې پر افغان خاوره د پاکستان د پوځي رژيم د تېري په اړه د اسلامي امارت موقف شریک کړی او ټینګار یې کړی چې افغانستان د شخړو پر ځای د ستونزو سوله‌ییز حل ته لومړیتوب ورکوي او هڅه کوي چې د کړکېچ کچه لوړه نه شي او په خبره یې چې د وطن او خلکو دفاع یې خپل حق دی.
✒️: ‏سبا دوشنبه د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې د باران اټکل وشو

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې سبا (دوشنبه د کب اته‌لسمه) د افغانستان په ۲۴ ولایتونو( کابل، فراه، هرات، بادغیس، غور، فاریاب، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، کندوز، تخار، بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کاپیسا، پنجشېر، پروان، لوګر، میدان وردک، بامیان او دایکندي) کې د واورې او باران اټکل کړی دی.
✒️: ‏وزارت صحت اسرائیل می‌گوید که از زمان شروع جنگ ایران، حداقل ۱۹۲۹ نفر، از جمله ۱۵۷ نفر در ۲۴ ساعت گذشته، به شفاخانه منتقل شده اند.
به گفته این وزارت، ۹ نفر در وضعیت وخیم قرار دارند.
✒️: ‏د ایران د خبرګانو مجلس غړی محمد مهدي میرباقري ويلي، چې د ایران د راتلونکي مذهبي رهبر په اړه د "اکثریت" نظر چمتو شوی دی.
هغه په ​​یوه ویډیو کې څرګنده کړې، چې "ځینې خنډونه" اوس هم حل ته اړتیا لري.
ایراني رسنیو راپور ورکړی؛ د خبرګانو مجلس په دې اړه یو کوچنی اختلاف لري، چې آیا د دوی وروستۍ پرېکړه باید له حضوري ناستې وروسته وشي یا پرته له داسې رسمي مراسمو رامنځته شي.
دغه راز د خبرګانو مجلس بل غړي محسن حیدري آل کثیر په یوه ویډیو کې ویلي؛ په اوسنيو شرایطو کې د وروستۍ رایې لپاره د غونډې مخامخ یا حضوري ناسته ممکنه نده.
نوموړي زیاته کړې: دا غوراوی د علي خامنه‌یي د  سپارښتنې له مخې د ایران رهبر باید داسې څوک وي، چې دښمن ترې کرکه ولري؛ نه دا، چې ستایل شوی وي.
حیدري آل کثیر د غوره شوي ځایناستي په اړه وایي: «حتا لوی شیطان (امریکا) د هغه نوم یاد کړی دی.»
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وه: د خامنه‌یي زوی مجتبی ورته د «نه منلو » غوراوی دی.
✒️: ‏دونالد ترمپ، رئیس‌جمهور ایالات متحده، در واکنش به گزارش‌ها درباره احتمال ارائه اطلاعات استخباراتی از سوی روسیه به ایران برای هدف قرار دادن نیروهای امریکایی گفت که چنین اقدامی تأثیر قابل توجهی نداشته است.
ترامپ در پاسخ به پرسش خبرنگاران اظهار داشت: «اگر هم روسیه اطلاعاتی در اختیار ایران قرار داده باشد، ایران از آن سود زیادی نبرده است.» او افزود که عملکرد اخیر ایران نشان می‌دهد که این اطلاعات نتوانسته وضعیت را به نفع تهران تغییر دهد.
این اظهارات در حالی مطرح می‌شود که برخی گزارش‌ها حاکی از آن است که مسکو ممکن است اطلاعاتی را در اختیار تهران قرار داده باشد تا در هدف‌گیری نیروها و تجهیزات نظامی امریکا در منطقه از آن استفاده کند.
ترامپ در عین حال تأکید کرد که تحولات اخیر نشان می‌دهد ایران با فشارهای نظامی قابل توجهی روبه‌رو است و شرایط برای این کشور «چندان خوب پیش نرفته است».
✒️: ‏رویټرز د لبنان د یوه امنیتي چارواکي په حواله راپور ورکړی چې له دغه هېواده نږدې ۱۵۰ ایراني ډیپلوماټان او د هغوی کورنۍ، په بیروت کې د ایران د سفارت ترڅنګ تر برید وروسته روسیې ته لېږدول شوي دي.
په بیروت کې د ایران د سفارت یوه چارواکي هم رویټرز ته منلې چې ځینې غیر مهم ډیپلوماټان یې تخلیه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې حزب الله تازه خبر ورکړی چې د اسراییل په شمال کې یې د کریات شمونا پر ښار توغندیز او ډرون بریدونه کړي دي.
✒️: ‏د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال‌ثاني د امریکا له ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره په ټلیفوني اړیکه کې ویلي چې سیمه کې د ترینګلتیاو زیاتوالی د نړۍوالې سولې او امنیت لپاره جدي ګواښ پېښوي.
د قطر خبري اژانس د راپور له مخې، شیخ تمیم او ټرمپ د ایران له لوري پر قطر او د منځني ختیځ پر ځینو نورو هېوادونو د بریدونو او د ترینګلتیاو د مهارولو لپاره پر هڅو خبرې کړې دي.
دواړو خواو دغه راز د سیمې او نړۍ د ثبات د ساتلو او له ډيپلوماټیکو لارو د کړکېچ کمولو لپاره پر ګډو هڅو هوکړه کړې ده.
✒️: ‏الجزیرې راپور ورکړی چې د امریکا د مرکزي قومندانۍ (سنټکام) ویاند د ایران له لوري د امریکایي ځواکونو نیول رد کړل.
تر دې وړاندې د ایران د ملي امنیت شورا مشر علي لاریجاني ویلي و چې یو شمېر امریکایي ځواکونه یې ژوندي نیولي دي.
✒️: ‏د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وایي، د ترک دولتونو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غیر رسمي غونډه کې یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر روان کړکېچ هم خبرې کړې دي.
هاکان فیدان تر دغې غونډې وروسته خبریالانو ته ویلي، دا چې د ترک دولتونو د سازمان ځینې غړي هېوادونه له افغانستان سره ګډه پوله لري، نو ځکه په سیمه کې سوله ډېره مهمه ده. هغه هیله څرګنده کړه چې افغانستان به له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره په سوله کې وي.
✒️: ‏خبرگزاری رویترز گزارش داده است که سفارت ایالات متحده در اسلو، پایتخت ناروی، هدف انفجار قرار گرفته؛ اما این رویداد تلفات جانی در پی نداشته است.
پولیس محلی با تأیید این رویداد می‌گوید که انفجار در دروازه ورودی بخش خدمات قنسولی سفارت آمریکا رخ داده است.
سفارت آمریکا در اسلو و وزارت خارجه این کشور تاکنون در این باره چیزی نگفته‌اند.
تا هنوز مسوولیت این انفجار را کسی به عهده نگرفته است.
✒️: ‏دفتر معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان (یوناما) در اعلامیه‌ای به مناسبت ۸ مارچ، روز جهانی زن اعلام کرده است که زنان در افغانستان چهار برابر کمتر از مردان به میکانیزم‌های رسمی دسترسی دارند.
یوناما افزوده است که این وضعیت عمدتاً در پی محدودیت‌های امارت اسلامی بر شماری از نهادهای مرتبط به میان آمده است.
این سازمان همچنان ادعا کرده است که دسترسی زنان به نهادهای عدلی در یک سال گذشته «بدتر» شده است.
امارت اسلامی افغانستان تا کنون به این ادعای یوناما واکنشی نشان نداده است.
✒️: مسعود پزشکیان، رییس‌جمهور ایران، با اشاره به اظهارات روز گذشته‌اش می‌گوید دشمن از این سخنان «برداشت نادرست» کرده است.
به گفته‌ی آقای پزشکیان، دشمن می‌خواهد ایران را با کشورهای مسلمان و همسایه وارد جنگ کند.
رییس‌جمهور ایران دیروز در پیامی ویدیویی از کشورهای همسایه که هدف حمله‌های ایران قرار گرفته‌اند، عذرخواهی کرده بود.
✒️: ‏سفارت ایران در کابل به نقل از معاون اول رییس‌جمهور ایران در خبرنامه‌ای اعلام کرده که نصاب جدیدی در اختصاص و انتقال کالاهای اساسی از بندرهای آن کشور به افغانستان ثبت شده است.
در این خبرنامه همچنین به نقل از وزیر راه ایران آمده است که بارگیری موترهای باربری در بندرها، در مقایسه با قبل از درگیری‌ها در آن کشور، ۵۳ درصد افزایش یافته است.
✒️: ‏ریچارد لیندزی، فرستاده ویژه بریتانیا برای افغانستان، در پیامی به مناسبت روز جهانی زنان گفته است که کشورش در کنار زنان و دختران افغانستان ایستاده است. او خطاب به زنان افغان افزود: «حقوق شما برای خانواده‌ها، جوامع و آینده افغانستان اهمیت دارد.»
لیندزی همچنین تاکید کرده که بریتانیا متعهد است به خشونت علیه زنان و دختران پایان دهد و آنان را در مرکز سیاست خارجی خود قرار دهد.
✒️: ‏د کرېکټ د نړۍوال شل‌اووریز جام په پای‌لوبه کې نن (یکشنبه) د هند لوبډلې، نیوزلینډ ته د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ټاکلو شلو اوورونو کې د ۲۵۶ منډو هدف وټاکه.
نننۍ لوبه کې د هند لپاره سنجو سمسن ۸۹، اېشن‌ کېشن، ۵۴ او ابیشک‌ شرما له نورو ډېرې ۵۲ منډې جوړې کړې.
✒️: ‏سپاه پاسداران ایران نوارهای دیداری از پرتاب موشک‌های بالستیک خیبرشکن، عماد و قدر را به سوی اسراییل و پایگاه‌های ایالات متحده در بیست‌وهشتمین موج عملیات وعده‌ی صادق ۴ منتشر کرد.
گفته شده شمار زیاد این موشک‌ها به هدف‌های اصلی نظامی برخورد کرده و خساره‌های جانی و مالی گسترده در پی داشته‌است.
✒️: تهران د اسرايیلو د تل ابیب او برالسبع ښارونه ويشتلي ډي.
بله خوا په اردن کې هغه پوځي اډه، چې امریکايي ځواکونه پکې مېشت دي، د توغندیو په وسیله په نښه شوې ده.
په راپور کې ډېره شوې، چې په دې بریدونو کې د نوې ټکنالوژۍ لرونکي توغندي کارول شوي دي.
تر دې وړاندې امریکا او اسرايیلو په تهران کې د تېلو ځینې زیرمې او چاڼیز بنسټونه موخه ګرځولي وو.