عربان دې خپلې قبلې بدلې کړي

مارچ 7, 2026 - 17:00
 0  18
عربان دې خپلې قبلې بدلې کړي

د امر..يکا - ايران جګړې نه عربان هم اعظمي ګټه اخيستلی شي ؛ دوی ته بهترين فرصت په لاس ورغلی چې له امر..يکايانو سره خپل ټول تړونونه فسخ کړي ؛ او د بيا لپاره نه نظامي اډې ورکړي ؛ او نه پرې بې ځايه خوښ باوري وکړي . دې جګړې و ښودله چې نه امر...يکا د دوی ساتنه کوي ؛ او نه داسې وسلې په اختيار کې ورکوي چې د هېوادونو د دفاع لپاره يې اغېزمنې ثابتې شي !! دا د هر استعماري هېواد خصلت دی چې لومړی هېوادونه مرعوب ساتي ؛ او بيا يې په داسي  اقداماتو مجبوروي چې ؛ هم وسلې ترې و پېري او هم هډې ور کړي . په تېرو څو کلونو کې عربان په ورته بڼه استعمال کړی شول ؛ لومړی يې له صدام او ايران ، نه ووېرول ؛ بيا يې ددفاع لپاره خپل پوځي حضور پرې و مانه ؛ او په درېيم قدم کې يې د ميلياردونو ډالرو په بيه ؛ هغه وسلې پرې خرڅې کړې چې د ساتنې لپاره يې هيڅ مؤثرېت نه لري !! ځينې خبرونه وايي چې عربو ته د ورکړی شويو وسلو « کوډونه » د امر...يکا په لاس کې دي ؛ ځکه خو يې ډېری وختونه جام ساتي !! د تېر سپټمبر په نهمه چې اسرا...ئيلي الوتکو په دوحه کې ؛ د حما...س مشران په نښه کړل ؛ نه پطريات د هغو مخه ډب کړه ؛ او نه هغو موډرنو رادارونو او وسلو چې د دوحې د ساتنې په عنوان د امر...يکايانو لخوا ځای په ځای شوي دي !! غر..بيانو يې هغه مهال د ناکاره کېدو په توجيه کې دا خبره کلکه کړه چې د څارنې سيستمونو تمرکز پر ايران ؤ ؛ يعنې د ايران د بر..يد په صورت کې به ټول سيستمونه فعال شوي وو او د حملې مخه به يې نيولې وه !! خو دادی اوس دا هم ثابته شوه چې پر قطر پلورل شوې وسلې د ايراني وسلو په وړاندې هم جام پاتې شوې !! نه يوازې په قطر ؛ بلکې په ټولو عربي هېوادونو کې ورته پېښې را منځته شوې ؛ ايران وکړی شول چې په عربو کې نصب شوې ټول

 امر..يکايي - دفاعي سيستمونه په آسانۍ سره تخريب کړي؛ نه عرب پرې خوندي شي ؛ او نه يې اغېزمنتوب په اثبات ورسېږي !!

يو نظر دا هم دی چې د عربانو په اختيار کې د ورکړی شويو وسلو سافټ وير وخت پر وخت اپډيټ ته اړتيا لري ، او هغوی يې د دغې برخې علمي صلاحيتونه هم له ځانونو سره منحصره ساتلي دي ... !

په هر صورت عرض مې دا ؤ چې نور دې شيخان پر امر...کا باندې تکيه نه کوي ؛ هم دې هډې ترې واخلي ؛ هم دې وسلې نه ترې پېري ؛ او هم دې د ايران په شمول له نورو هېوادونو سره نوي اړيکي قايم کړي .

په دې سربېره دې پر خپل تخنيک او خپلو مټو زور راوړي .a