د ایران، امریکا او اسرائیلو روان کړکېج کولی شي نړۍ د تیلو له کمښت او سخت اقتصادي بحران سره مخ کړي

مارچ 2, 2026 - 13:40
 0  18
د ایران، امریکا او اسرائیلو روان کړکېج کولی شي نړۍ د تیلو له کمښت او سخت اقتصادي بحران سره مخ کړي

تنګه هرمز د اوبو یوه ستراتیژیکه لاره ده چې د ایران او عمان ترمنځ موقعیت لري او د فارس خلیج د عمان له خلیج او ازادو اوبو سره نښلوي. د خلیج هېوادونه هره ورځ میلیونونه بېرله تیل د همدې تنګې له لارې نړیوالو بازارونو ته لېږدوي. که ایران د “تنګې هرمز”  لاره وتړي، نړۍ به له سخت اقتصادي بحران سره مخ شي؛ لوی نړیوال شرکتونه، کارخانې او تولیدي سکتورونه به زیان وویني، سوداګري به کمه شي او فقر او بې‌ وزلي به نوره هم زیاته شي. بالاخره به د جګړې ګټونکی او بایلونکی هغه وخت معلوم شي چې پای ته ورسېږي.

حقیقت دا دی چې انرژي تل د سیاست او نړیوالو اړیکو مهمه وسیله پاتې شوې ده. هر لوی بحران یوازې سیمه نه، بلکې ټوله نړۍ اغېزمنوي.

په تېرو وختونو کې هم ورته پېښې شوې دي. د عربو او اسرائیلو د جګړې پر مهال، «شاه فیصل » پر لوېدیځو هېوادونو د تیلو بندیز ولګاوه، چې له امله یې امریکا او انګلستان له سخت فشار سره مخ شول او د جګړې د درولو هڅې یې وکړې.

له بده مرغه، شاه فیصل او د هغه ځینې نږدې ملګري په بېلابېلو توطیو کې ووژل شول.!

کله ناکله تاریخ تکرارېږي.