د ایپسټین فائلونه او اخوان المسلمین؟!
ضیاء الرحمن
د ایپسټین په اسنادو کي که د کوم اسلامي تحریک نوم تر ټولو ډېر یاد سوی دئ نو هغه د اخوان المسلمین اسلامي نهضت دئ؛ نږدې څلور سوه ځله.
د دوی د هیڅ یوه مشر نوم د جنسي جرمونو، شیطاني مراسمو یا اخلاقي زوال په تړاؤ نه دئ یاد سوی؛ الله دې له تهمته وساتي. بلکي د دوی یادونه تل د اسلامي تحریک، ترې د خبر دارۍ، د هغوی پر ضد د پارولو او دسیسو په سیاق کي سوې ده. د دغو افشاء سوو اسنادو روښانه پایله دا ده چي اخوان المسلمین د ایپسټین له "تمدن" سره په بشپړ ډول متضاد دئ؛ هغه تمدن چي له فساد، جرم، کثافت، عیاشۍ او دسیسو ډک وو او د انسانیت او انساني فطرت له سیده لاري وتلو نښه وه.
تاسو کولی سئ د اخوان المسلمین له ځینو سیاسي یا تنظيمي پرېکړو سره اختلاف ولرئ؛ هغوی هم انسانان دي او تېروتنه ترې کېدی سي؛ خو سره له دې د هغوی فکري شتون د پاکۍ، صلاح او اصلاح نښه ده او د هر هغه څه استازیتوب کوي چي د امت بیداري، د ملتونو خپلواکي، د انسانیت وقار، او پر خپلي خاوري، شتمنۍ او مقدساتو د هغوی د واک حق څرگندوي.
د ایپسټین په څېر د شیطاني مجرم په فایلونو کي راغلي راپورونه دا هم روښانه کوي چي هغه کسان چي اخوان المسلمین د شیطاني څېرې په توگه معرفي کوي؛ په حقیقت کي خپله د شیطان استازي دي.
هماغه شیاطین چي د شیطان پر ټاپو ناست دي؛ د اخوان المسلمین پر ضد په جگړه بوخت دي؛ ځکه اخوان د یوه سم اسلامي او تمدني ماډل بلنه ورکوي؛ هغه ماډل چي پر انسان رحم کوي، د هغه قدر او ارزښت لوړوي او هغه له دې چټل، حیواني، مادي فکر او له هغو استعماري منگولو ازادوي چي دغو شیطاني قوتونو پر انسانیت ټینگي کړي دي.
دا هماغه ماډل دئ چي د اسلامي امت هیله ده او د انسانیت فطري تنده ورته مایله ده؛ که څه هم په دې لاره کي هر څومره تېروتني، ستونزي، ازمېښتونه او قربانۍ مخي ته راسي.