د ايران - اسرائيل جګړه کې موږ په محتاطانه دريځ مکلف يوو ؛ نه د تکفيري سلفيانو په څېر د ايرانيانو پر مرګ ژوبله
« الحمدلله » ويلی شو او نه د ا س را ئ يلو استعماري پراختيا غوښتنې له پامه غورځولی شو ؛ نه دومره مطمئين يوو چې ايران به د شيعه ايزم له محدودې را ووځي ؛ له سني مذهبو مسلمانانو سره به واحد دريځ ونيسي ؛ نه دومره ساده ګان يوو چې
« ا س ر ا ئيل » او تر شا يې د « لوی لالا » تور عزائم درک نه کړو . که په نيږدې ماضي کې د سليماني او ا م ر يکا ګډه همکاري په پام کې و نيسو او هغه ورځې را ياد کړو چې په عراق ، ليبيا ، او سوريه کې يې لکونه سُنيان ووژل ؛ د سُنيانو په وړاندې يې
« لشکر فاطمیون » او « لشکر زینبیون » جوړ کړل او تر شا يې د شيعه ايزم تعميم ته لاره هواروله ؛ نو په طبيعي ډول به د ايران په اړه د عدم اطمئنان دريځ را خپلوو ؛ خو که يې د مقابل لوري زر برابره لوړ ګواښونه را ياد کړو ؛ نو بيا به د لويديځ ګاونډي په تړاو محتاطانه دريځ غوره کوو ؛ نه به يې کمه غواړو ؛ او نه به يې ماته د اسلامي اُمت په خير ګڼو . موږ بايد و منو چې د ا س ر ا ئيلو د غلبې په صورت کې به لومړی ټول منځنی ختیځ د ا م ر يکا په لاس کې لوېږي ؛ او په دوهم قدم کې به د اسلامي امت ټول هغه هېوادونه له خطر سره مخامخ کېږي چې د نظامي وسايلو د ايجاد علمي صلاحيتونه او منظم پوځ لري !! پرون عراق په همدې جرم ووهل شو چې منظم اردو يې لاره او له ايران سره په جګړه کې يې پرمخ تللي سکاډ توغندي وليدل شول ؛ او نن چې ايران هم وهي ؛ آر لامل يې دادی چې پرمخ تللي وسلې يې جوړې کړې دي ، او دا وسلې د « لوی لالا » نازولي ته ګواښ ګڼل کېږي ؛ ځکه خو بايد ايران د عراق په څېر له وسلو نه تس نس کړي ؛ چې هم يې
ا س ر ا ئيل له ګواښه بچ شي ؛ او هم د چلتاريانو په څېر د ا م ر يکا داد ته کېني !! ياد ولرئ چې هر استعمار په اسلامي ملکونو پورې اړوند پرمخ تللی او په
نظامي وسلو سنبال نظام نه شي زغملی ؛ دوی د سره استعمار له ماتې وروسته افغانان هم ځکه له يو بل سره ښکر په ښکر کړل چې له يوې خوا يې د اسلامي نظام له ايجاد سره فکراً مخالفت لاره ؛ او له بلې خوا يې غوښتل چې له روسانو نه پاتې وسلې له منځه يووړلې شي !! که ا س ر ا ئيل پر« ا ي ر ا ن » غالب شي ؛ نو د منځني ختيځ تر تصفيې وروسته به هر هغه اسلامي هېواد په نښه کوي چې د پرمخ تلليو وسلو د ايجاد وړتيا لري !! دغو ګواښونو ته پر کتو مسلمانان مکلف دي چې په ټول اړخيز ډول
د « ا ي ران » تر شا و درېږي . ضمناً د « ا ي را ن » برلاسي د
غ ز ې مسلمانانو پر برخليک هم اغېز لري ؛ که
ا ي را ن يان جګړه و ګټي ؛ هرو مرو به « ف ل س ط ينيان » هم ور سره سا اخلي ؛ او شونې ده ا س ر ا ئ ي ل يې د کلا بندۍ ماتولو ته غاړه کېږدي .