مهم ترین های امروز یکشنبه
🖌️: له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې ویاند، محمد یوسف حماد، وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د ورښتونو له امله ۱۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، له تېرو ۱۱ ورځو راهیسې د هېواد په کچه د ورښتونو، سېلابونو، د تندر لوېدو، غرښوېدنې، زلزلې او د کورونو نړېدو له امله ۹۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۵۴ نور ټپیان شوي دي.
🖌️: کابل کې د شپولي زیارت دمګری د ناروغانو له پېریانو سره په مبایل خبرې کوي
دا د کابل سروبي کې د شپولي زیارت دی؛ دغه زیارت ته چې که څه هم په غره کې دی، له لرې لرې ځایونو خلک ورځي.
په زیارت کې ناست دمګری وايي او ادعا کوي چې خپلو ځینو ناروغانو ته زنګ وهي او د هغوی له پېریانو سره خبرې کوي، څو تکلیف ور نه کړي.
🖌️: د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د سختو بارانونو ورېدو، تالندې او برېښنا، تېزو بادونو او ناڅاپي سېلابونو راتلو اټکل کړی دی.
🖌️: کابل کې د «افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو اترو» غونډه پیل شوه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، دا غونډه د دغه وزارت د وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو د لوړ پوړو استازو په ګډون سره پیل شوه.
د وزارت د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې به پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي موضوعاتو، او همداراز د سیمهییزو همکاریو، سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا په اړه بحثونه ترسره شي.
🖌️: مولوی امیرخان متقی، وزیر خارجۀ امارت اسلامی در نخستین دور گفتوگوی مشورتی افغانستان و کشورهای آسیای مرکزی در کابل گفت که افغانستان با صداقت و رویکرد راهحلمحور، در مذاکرات با پاکستان که هماکنون به ابتکار چین در شهر ارومچی در جریان است، اشتراک کردهاست.
وی اضافه کرد که موضع امارت اسلامی در این خصوص بسیار روشن است و افغانستان همواره در پی حل مسایل از طریق تفاهم، گفتوگو و روابط مبتنی بر احترام و درک متقابل بودهاست؛ اما حق دفاع از تمامیت ارضی و مردم خویش را محفوظ میدارد.
🖌️: د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي، له تېرو ۴۱ ورځو راهیسې پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم بریدونو له امله ۷۶۱ ملکي کسان شهیدان شوي، ۶۲۶ نور ټپیان دي او څه باندې ۲۷ زره کورنۍ بېځایه شوي دي.
🖌️: عامې روغتیا وزارت نن په یوه اعلاميه کې ویلي، د دغه وزارت له دفتره د امنیتي ادارو له لوري د ځینو کارکوونکو د نیولو خبرونه ناسم دي.
اعلامیه کې راغلی، دغه ډول خبرونه هیڅ حقیقت نهلري او دوی یې په کلکه ردوي.
د یادونې ده چې له تېرې ورځې راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې داسې خبرونه خپرېدل چې د اسلامي امارت د استخباراتو یوه ریاست د عامې روغتیا وزارت یو شمېر لوړپوړي چارواکي د اداري فساد په تور نیولي دي.
🖌️: د افغانستان بانک د عالي شورا په غونډه کې د پولي سیاستونو، بانکي سکټور او مالي ثبات پر موضوعاتو خبرې شوې دي.
له یاد بانک خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان بانک رییس نوراحمد اغا وویل، افغانۍ د تېر کال پرمهال خپل ثبات ساتلی و او د ډالرو پر وړاندې یې ارزښت ۱۰.۷۷ سلنه لوړ شوی دی. هغه زیاته کړې چې د بانکونو شتمنۍ هم ۴.۶۹ سلنه زیاتې شوې دي چې دا د بانکي سکټور د پیاوړتیا او د خلکو د باور د زیاتېدو څرګندونه کوي.
🖌️: شیخ هبتالله آخندزاده، رهبر امارت اسلامی افغانستان، در فرمان تازهای که از سوی وزارت عدلیه منتشر شده، گفته است که وزارتهای معارف، تحصیلات عالی و اطلاعات و فرهنگ، اکادمی علوم و اداره امور باید هیأت مشترکی برای حذف اصطلاحات بیگانه از اسناد اداری و اصولی ایجاد کنند. رهبری این هیأت بر عهده وزارت عدلیه خواهد بود.
در این فرمان که در چهار ماده منتشر شده، آمده است که همه ادارههای دولتی باید اصطلاحات بیگانه را جمعآوری کرده و بدیلهای مناسب آن را به این هیأت بفرستند تا پس از بررسی و انتخاب، با مقام رهبری امارت اسلامی شریک ساخته شود.
🖌️: د نورستان ولایت مقام د رسنیو دفتر ویلي چې سیمه کې د وروستیو سېلابونو او غرښویېدنې له امله د کونړ او نورستان ترمنځ غځېدلې لار د ټرافیکو پرمخ تړلې شوې ده.
په اعلامیه کې راغلي چې د ټولګټو ریاست تخنیکي ټیمونه د دغې لارې په خلاصون بوخت دي او له هېوادوالو یې غوښتي چې تر بلې خبرتیا پر یاده لار تګ راتګ ونکړي.
🖌️: حزبالله: ناو جنگی اسرائیل را در سواحل لبنان با موشک کروز هدف قرار دادیم.
حزبالله لبنان اعلام کرد که ناو جنگی اسرائیل که در حال آماده شدن برای حمله به خاک لبنان بود، با موشک کروز هدف قرار داده است.
🖌️: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، واشنګټن د روان کال په پیل کې هڅه کړې وه چې د ایران لاریون کوونکو ته د کردانو له لارې وسلې واستوي، خو په خبره یې دغه وسلې ښايي معترضینو ته نه وي رسېدلې.
ټرمپ دا څرګندونې له امریکايي رسنیو سره په خبرو کې کړې او زیاته کړې یې ده چې د یادو هڅو پایله روښانه نه ده، خو داسې ښکاري چې وسلې هدف ته نه دي رسېدلې.
🖌️: دونالد ترمپ، رئیسجمهور امریکا، در یک پست توهینآمیز در شبکههای اجتماعی به ایران هشدار داده است که اگر تنگه هرمز باز نشود، روز سهشنبه فابریکههای تولید برق و پلهای ایران مورد حمله قرار خواهند گرفت.
پس از آغاز جنگ امریکا و اسرائیل، مقامهای ایرانی اعلام کردند که تنگه هرمز به روی دشمنان و کشورهای متخاصم بسته است و سایر کشورها با هماهنگی قادر به عبور از آن خواهند بود.
🖌️: سپاه پاسداران ایران اعلام کرده که عملیات نجات اردوی امریکا «به شکست کامل انجامیده است.»
سخنگوی قرارگاه مرکزی خاتمالانبیا گفت: «عملیات به اصطلاح نجات اردوی امریکا که در قالب عملیات فریب و فرار فوری به بهانه نجات پیلوت طیاره ساقط شده خود در یک میدان هوایی متروکه در جنوب اصفهان طرح ریزی شده بود، با حضور به موقع نیروهای مسلح جمهوری اسلامی ایران به شکست کامل انجامید.»
او ادعا کرد که دو فروند طیاره نظامی ترابری سی ۱۳۰ و دو فروند هلیکوپتر بلک هاک اردوی امریکا منهدم شدند.
این در حالیست که دونالد ترمپ، رئیسجمهور امریکا اعلام کرده که ماموریت نجات سرنشین جت ساقط شده موفقانه انجام شده است.