مهم ترين های امروز سه شنبه:
✒️: کرېکت بورډ وايي، د دغه بورډ عمومي رییس، میرویس اشرف او ملي لوبغاړو، هر یو؛ رحمت شاه، ظاهر پکتین، فرید ملک او شبیر نوري، په ګډه د پکتیکا قربانیانو ته دعا کړې ده.
هغوی پکتیکا ته په سفر کې د شهیدانو له کورنیو سره همدردي وکړه او هغوی ته یې تسلیت وړاندې کړ.
ښاغلي اشرف و ویل، "د ځوان لوبغاړو هیلې خاورې شوې، دوی به د ودان افغانستان لپاره له شک پرته ډېرې هیلې درلودې چې د انسانیت او سوکالۍ دښمنانو یې ټولې هیلې له خاورو سره خاورې کړې."
✒️: د افغانستان اسلامي امارت دفاع وزارت پر اېکس لیکلي، په ۲۱۵ عزم قول اردو کې یې ۵۰ عرادې هاموې ټانکونه ترمیم کړي دي.
د وزارت په وینا دغه هاموې ټانکونه اوس ګټې اخیستنې ته چمتو دي.
تر دې وړاندې هم د دغې قول اردو د حمایه کنډک ورکشاپ تخنیکي او مسلکي پرسونل سلګونه بېلابېل ډول وسایط ترمیم کړي دي.
✒️: د فرانسې د پخواني ولسمشر نیکولا سرکوزي د بند پنځه کلنه موده نن سې شنبه (د اکتوبر په ۲۱مه) پیلیږي.
نوموړی لومړنی فرانسوی ولسمشر دی چې د واک پر مهال یې د لیبیا په تاکنیز منډو ترړو کې د ناقانونه مالي مرستو د ترلاسه کولو په تور زنداني کېږي.
✒️: پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د اسلام اباد یوې محکمې د خیبر پښتونخوا د مخکېني اعلی وزیر علي امین ګنډاپور د نیولو امر صادر کړی دی.
ګنډاپور په ۲۰۱۶ کال کې د الکولي مشروباتو او ناقانونه وسلو په ناسمې استفادې تورن شوی دی.
✒️: د کاناډا لومړي وزیر ويلي، چې دوی د جرمونو نړۍوالي محکمې پرېکړې ته درناوی لري او که د اسراییلو لومړۍ بنیامین نتنیاهو کاناډا ته ورشي نو وبه نیول شي.
✒️: د قطر بهرنیو چارو وزارت لیکلي، د امریکا «جېمز فولي بنسټ» د دولت په چارو کې د قطر بهرنیو چارو وزیر، محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفي، ته د ۲۰۲۶ کال د «Hostage Freedom Award» (د بنديانو د آزادۍ جایزه) ورکړې ده.
اعلامیې د بنسټ له قوله ویلي چې الخلیفي د قطر د اصلي منځګړي په توګه د افغانستان-پاکستان جګړه، ایران، غزې او وینزویلا په څېر هېوادونو کې د بندي امریکایانو د خوشې کولو په خبرو کې مهم رول لوبولی.
✒️: د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، سټيفان دوجارېک تېره ورځ په یوه خبري غونډه کې هیله څرګنده کړه چې د افغانستان او پاکستان اوربند دوام وکړي.
هغه زیاته کړه چې دواړه لوري دې د ډيپلوماسۍ له لارې مسایل حل کړي.
✒️: د جاپان پارلمان د سېنې تاکایچي په نوم یوه محافظهکاره ښځه د هېواد د لومړنۍ ښځینه لومړۍ وزیرې په توګه وټاکله.
تاکایچي د شېګیرو ایشیبا ځای نیسي، چې له درې میاشتو سیاسي خلا وروسته یې استعفا ورکړه. تاکایچي ۲۳۷ رایې وګټلې چې تر اکثریت څلور رایې زیاتې وې.
✒️: پاکستاني رسنیو ویلي، د دغه هېواد یو لوړپوړی پلاوي، نن (سېشنبه) افغانستان ته راځي څو له افغان چارواکو سره د فرضي کرښې مدیریت او دوه اړخیزې سوداګرۍ په اړه مشورې وکړي.
دغه رسنۍ د سرچینو له قوله وايي، یاد سفر مخکې پلان شوی و او د تورخم د بندېدو او له وروستیو نښتو سره تړاو نه لري. د افغانستان اسلامي امارت تر دې دمه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
✒️: د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسمعیل بقايي رسنیو سره په خبرو کې ویلي، په افغانستان کې د امریکا او ناټو ائتلاف حضور پرته له ناامنۍ او ترهګرۍ بل څه نه دي راوړي.
هغه زیاته کړه، د هغو خبرو په اړه چې د امریکا د اډو د بېرته پرانیستلو په اړه کېږي، د سیمې هېوادونه یو ګډ دریځ لري او هغه دریځ دا دی چې باید د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا درناوی وشي.
✒️: همیش فالکنر، معاون وزیر خارجه بریتانیا در امور خاورمیانه و افریقای شمالی، در صفحه ایکس خود از توافق آتشبس میان افغانستان و پاکستان استقبال کرده و از تلاشهای قطر و ترکیه در زمینه کاهش خشونت میان دو طرف قدردانی کرده است.
او تأکید کرده است که ثبات منطقهای اهمیت فراوان دارد.
فالکنر ابراز امیدواری کرده که طرفها به این توافق پایبند بمانند و مشترکاً در مبارزه با هراسافگنی همکاری کنند.
✒️: د اسلامي پيوستون صندوق (ISF) او د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) دفتر په افغانستان کې د مرستو یو تړون لاسلیک کړی څو د هغو خلکو ملاتړ وکړي چې د وروستۍ زلزلې له امله د افغانستان ختیځ کې اغېزمن شوي دي.
دغه تړون د اسلامي پیوستون صندوق له لوري د دغه صندوق اجرایوي رییس، محمد بن سلیمان اباالخیل او د OIC د کابل د دفتر د رییس، محمد سعید العیاش ترمنځ لاسلیک شوی دی.
د اسلامي همکاریو سازمان دفتر به د افغاني سرې میاشتې له ټولنې سره په همغږۍ زلزله ځپلو ته مرسته ورسوي.
✒️: د هند بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، کابل کې یې خپله ډیپلوماټیکه استازولي د سفارت تر کچې لوړه کړه او دغه ګام افغانستان سره د اړیکو پراختیا لپاره د نوې ډیلي د ژمنتیا څرګندونه کوي.
خبرپاڼه کې راغلي چې کابل کې به د هند سفارت له افغانانو سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ پراخې کړي.
✒️: د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني په یوه تازه فرمان کې مردف القاشوطي افغانستان لپاره د دغه هېواد فوق العاده سفیر وګوماره.
القاشوطي تر دې وړاندې کابل کې د قطر د سفارت چارسمبالی و.