مهم ترين های امروز يکشنبه
✒️: نخستین محموله ۳۰۰ تُنی کمکهای تاجیکستان برای زلزلهزدگان شرق کشور به ننگرهار رسید.
احسانالله عثمانی، سخنگوی والی ننگرهار، به طلوعنیوز گفت این محموله که در نُه عراده موتر بارگیری شده بود، به ننگرهار رسیده و به مسوولان محلی سپرده شد.
به گفته او، این کمکها شامل برنج، بوره، روغن، خیمه، کمپل، کراچی دستی و شماری دیگر از اقلام است.
✒️: د کورنیو چارو وزارت تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هرات، ډایکندي، نیمروز، ننګرهار او هلمند ولایتونو کې ۱۶ تنه د غلا، وژنو، هوایي ډزو او د نشه یي توکو د قاچاق په جرم نیولي او تر لومړنیو څېړنو وروسته قضایي ارګانونو ته معرفي شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې لمخې، د ترهګرۍ ضد پولیسو په هرات او کاپیسا کې هم اته میله وسلې او یو لړ نور پوځي تجهیزات نیولي دي.
✒️: د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د طوطي میدان د ګازو ساحې د څېړنو او استخراج پروژې د عملي چارو د پیل پر مهال ویلي، دغه پروژه د پانګونې په برخه کې مهم ګام دی او په دې سره به زیات شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.
ملا عبدالغني برادر ویلي، د دغې پروژې له بشپړېدو سره به په کور دننه تر ډېره بریده د ګازو اړتیا پوره شي، پر وارداتي ګازو به تکیه را کمه او په تدریجي توګه به بهر ته د ګازو د صادراتو زمینه برابره شي. نوموړي دغه راز له قراردادي شرکت غوښتي چې خپلې چارې د ټولو معیارونو او اصولو په پام کې نیولو سره پر مخ یوسي.
✒️: د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په بهرنیو چارو کې د قطر دولت له وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفی سره په ټیلیفوني خبرو کې یو ځل بیا پر دوحې د اسراییلو برید غندلی او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان حکومت او ولس د قطر دولت او ملت ترڅنګ ولاړ دی.
امیرخان متقي په دغو خبرو کې په دوحه کې د حماس غورځنګ پر مرکچي پلاوي د اسراییل برید د نړۍوالو قوانینو سرغړونه بللې ده.
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، په دغو خبرو کې ښاغلي الخلیفي د افغانستان اسلامي امارت له لوري پر دوحې د اسراییلو بریدونو غندنه د ورورګلوۍ نښه وبلله.
✒️: د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هوا پېژندنې ادارې سبا په نورستان، کونړ، ننګرهار، لوګر، خوست او پکتیا ولایتونو کې د تېز باران، تالنده برېښنا او سېلابونو راوتلو وړاندوېینه کړې.
یادې ادارې همداراز په شمال لوېدیځو، لویدیځو، سویلي، سویل ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو پېښېدو اټکل کړی.
✒️: ادامه حملات اسرائیل اشغالگر به غزه؛ 31 فلسطینی کشته شدند.
به گزارش منابع اورژانس در غزه و شاهدان عینی، ارتش اسرائیل صبح امروز مناطق مختلف غزه از جمله خانهها، چادرها و افرادی که در صف دریافت کمکهای بشردوستانه بودند را هدف قرار داد.
طی این حملات ارتش اسرائیل 31 فلسطینی جان باختند.
✒️: رئیسجمهور ایران به منظور مشارکت در اجلاس اضطراری سران کشورهای اسلامی فردا به قطر سفر میکند.
✒️: رجب طیب اردوغان، رئیسجمهور ترکیه به منظور مشارکت در اجلاس اضطراری سران کشورهای اسلامی و حمایت از دولت قطر در مقابل حمله اخیر اسرائیل، فردا به دوحه سفر میکند.
✒️: شمار قربانیان در غزه که تحت حمله و محاصره اسرائیل اشغالگر است، در 24 ساعت گذشته 68 نفر افزایش یافته و به 64 هزار و 871 نفر رسید.
✒️: طی یک روز 2 فلسطینی دیگر در غزه بر اثر گرسنگی جان باختند.
وزارت صحت فلسطین در نوار غزه با انتشار بیانیهای اعلام کرد که طی 24 ساعت گذشته 2 نفر دیگر بهدلیل گرسنگی ناشی از محاصره این منطقه توسط اسرائیل اشغالگر جان باختند.
✒️: نیروهای اشغالگر اسرائیل وارد مناطق مسکونی در جنوب سوریه شدند.
به گزارش خبرگزاری رسمی سوریه (سانا)، نیروهای اشغالگر اسرائیل صبح امروز در روستاهای سیسیون و جمله اقدام به تفتیش کردند.
بر اساس این گزارش، حدود 18 خودروی زرهی اسرائیلی به منازل یورش برده و به تفتیش پرداختند. همچنین واحدهای مختلف نظامی اسرائیل نیز در اطراف پایگاه نظامی جمله در نزدیکی مرز جولان اشغالی مستقر شدند.
✒️: اسلامي امارت باید د پاکستان او وسلوالو ترمنځ یو غوره کړي - شهباز شریف.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د شنبې پر ورځ خبرداری ورکړ، چې افغان حکومت باید ښکاره دریځ خپل کړي؛ یا له وسلوالو ملاتړ وکړي او یا دې له پاکستان سره ودریږي.
د راډیو پاکستان د څرګندونو له مخې؛ شهباز شریف د پوځ له مشر سید عاصم منیر سره یوځای د بنو سیمې ته د سفر پر مهال د جنوبي وزیرستان د عملیاتو د ۱۲ سرتېرو په جنازه کې د برخې اخیستو تر څنګ له «ترهګرۍ » سره د مبارزې په اړه یې د لوړې کچې په امنیتي غونډې کې هم وینا وکړه.
د پاکستان لومړي وزیر د خپلې وینا په یوه برخه کې ویلي: "د ترهګرۍ پر وړاندې زمونږ غبرګون به له خپل ټول ځواک سره روان وساتل شي. مونږ نه جوړجاړی کوو او نه به ابهام ومنو."
هغه ټینګار کړی، چې د پاکستان پر وړاندې د «ترهګریزو بریدونو مشران او پلان جوړونکي د افغانستان له خاورې فعالیت کوي.»
هغه زیاته کړې، چې افغان حکومت ته یو واضح پیغام ورکړ شوی دی: "یا دې له ترهګرو سره ودریږي او یا هم له پاکستان سره."
✒️: افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیایونګ پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، د افغانستان په اړه د تاجیکستان په کوربتوب د شانګهای همکاریو سازمان ناستې په څنډه کې یې د روسیې، ایران او پاکستان له استازو سره پر افغانستان خبرې کړي دي.
د دوشنبې په کوربتوب په دې څلور اړخیزه غونډه کې، ګډونوالو له افغانستان سره پر تعامل او په بیارغونه کې د ونډې اخیستلو په اړه خبرې کړي دي.
✒️: د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، امریکا پر دوحې د اسراییلو برید له امله خوښه نه ده خو په خبره یې چې دا بریدونه به د امریکا و اسراییل ترمنځ پر اړیکو اغېز ونکړي.
هغه له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، «څه چې وشول وشول، موږ به له هغوی [اسراییل] سره خبرې وکړو. موږ به له هغوی سره د راتلونکې په اړه خبرې وکړو.»
پر دوحې د اسراییلو په برید کې د حماس پنځه غړي وژل شوي دي.
✒️: پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان راتلونکې اونۍ د پاکستاني طالبانو په اړه د خبرو لپاره کابل ته راځي.
پاکستان تل نیوکه کړې چې وسله وال د افغانستان له خاورې په ګټنې پر پاکستاني پوځیانو بریدونه کوي، هغه ادعا چې د افغانستان اسلامي امارت تل رد کړې ده.
اسلامي امارت تر دې دمه کابل ته د هغه د سفر په اړه څه نه دي ویلي.
✒️: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، د کونړ په وروستۍ زلزله کې لږ تر لږه ۱۱۷۲ ماشومان شهیدان شوي چې د ټولو شهیدانو نیمه برخه جوړوي.
افغانستان کې د یونیسف استازی تاج الدین اویوالي وایي، د دغې زلزلې له امله ګڼ شمېر نور ماشومان بې کوره شوي او ځینو یې خپلې کورنۍ هم له لاسه ورکړي او په خبره یې که اړین ګامونه پورته نشي نو دغه ماشومان به له هر راز مرستو بې برخې پاتې شي.