سوشل میډیا او مارکيټنګ
پرون مې يو پوسټ له نطره تېر شۀ او مجاهد ملت ډېر شير کړے هم وۀ - چې پخې او تورې داغدارې کېلې د کېنسر خلاف ډېر مدافعت لري - ځکه چې دا يوه ماده (ټيومر نيکروسس فېکټر) لري - ما ورته ولیکل کېدے شي د چا کېلې سخا کېدې او پۀ يو پېج واله ئې خپل پېډ پروموشن کړے وي - نور پۀ دې خبره کښې هېڅ حقيقت نشته -
تاسو به پۀ سوشل ميډيا داسې بلها وزګار خېل ګورئ چې روزانه به د يوې سبزۍ ، فروټ يا وچې مېوې به پۀ زرګونو فائدې بيانوي او د هغې نه به سپر فوډ جوړ کړي - حالانکه سپر فوډ يو هم نشته دا صرف د مارکيټنګ له پاره پېډ پروموشنز وي - دغسې د د دوايانو ، ملټي وټامنز او نورو الا بلا فضول څيزونه پۀ تاسو پۀ ګران نرخ خرڅوي -
مجاهد ملت وائي چې ټماټر پۀ اتۀ سوه روپۍ کيلو دے - نو د خوراک ضرورت ئې څۀ دے د هغې نه بغېر هم ترکاري پښيږي - ټماټر پۀ دريمه ورځ خراب وي - کۀ دوه ورځې ئې وانۀ خلئ نو پۀ دريمه ورځ به پۀ لارو کوڅو کښې وېړيا خرڅيږي - دغسې د چینۍ فرياد کوي نو زۀ وائم کۀ چيني درله څوک فري درکوي او ورسره پېسې هم درکوي نو پکار ده چې وائې نۀ خلئ دا خو زهر دي -
بله دا چې د ډېر پخوا نه د بادام ، پستې ، چلغوزي او کاجو پۀ حواله دا افسانوي خبرې خورې شوي دي چې دا ياداشت ښۀ کوي - او دغې بې ځايه خبرو ددې قيمتونه اسمان ته رسولي دي - پۀ دې کښې هېڅ حقيقت نشته د دې چې کوم اجزا دي هغه پۀ ټولو سبزيانو او عام فروټس کښې شته نو ولې دا څيزونه پۀ زرګونو روپۍ کيلو اخلئ -
دا ټول مداريان دي او خپله دوکانداري کوي - روزانه د فائبر ، پروټين ، پېچيده کارب او صحتمن چربي متوازن خوراک خورئ - د دې سره موسمي سبزيانې او لږ ډېر موسمي فروټس پوره دي - خوږو او زياتې مالګې نه ځان ساتئ او لږ ډېر ورزش کوئ نو روغ رمټ به يئ - دغه ئې لار ده ګنې نۀ داسې سپر فوډ شته او نۀ داسی دم درود شته چې تاسو صحت مند وساتي -