له طالبانو د حزب اسلامي ملا تړ او پايلي ئې – څلورمه برخه
مولوی عبد الرحمن سليم
حزب اسلامي او مجاهدينو ئې نه يوازي ونه غوښتل د دوى خلاف وجنگېږي؛ په داسي حال كي چي دا كار هم ورته مقدور وو او هم آسان؛ كه د ټولو پرديپالو گوندونو د هغه ائتلاف بريالۍ مقابله ئې وكړى شوه چي كي جي بي او سي آى اې په گډه د حزب اسلامي خلاف جوړ كړى وو؛ روسيې، امريكا، بريتانيا، فرانسې، هند، اسرائيل، سعودي، ايران او پاكستان ئې پراخ ملاتړ كولو؛ حزب اسلامي همدا ائتلاف داسي ماتي سره مخامخ كړ چي خبره ئې شړېدو ته ورسېده؛ دومره مجبور شول چي له طالبانو سره ئې د پاكستان په وساطت پټ ائتلاف وكړ، او خپل نجات ئې يوازي په دې كي لټولو چي طالبان راپاڅي او له شا پر حزب بريد وكړي؛ له دې پرته ئې د ژغورني بل بديل نه درلود. د طالبانو خلاف جنگ تر دې ډېر آسان وو؛ خو دې جنگ ته ئې ځكه زړه ښه نه كړ چي هغه د اسلام او هېواد په ضرر او د دښمنانو په گټه گڼلو، د جنگ پر ځاى ئې په پراخه پيمانه او په صادقانه ډول ئې د دوى ملاتړ وكړ، د بريا ټلويزيون او د ايمان مسجد له منبر چي د دوى په حمايت او د دوى د وسله والو مخالفينو د غلطو سياستونو او شعارونو په مستند، مدلل او اغېزمني غندني كي كوم كار كړى؛ دوى نه تر دې وړاندي كړى او نه به ئې تر نن وروسته وكولى شي. خو افغانانو وليدل چي امارتي واكمنو له خپل محسن حزب اسلامي او له مشر محترم حكمتيار سره ئې څه وكړل؛ د هغه كور، جومات، تلويزيون، پوهنتون، روغتون، او ... په زور غصب كړل؛ نن د ده له اجازې او موافقې پرته د امارتي زورواكو كورنۍ په كي اوسېږي؛ دواړه؛ (لومړى او دوهم غصبونه) ئې د شريعت، مروت او عرف خلاف؛ دوى حرام ځان ته حلالوي او نورو ته حلال حراموي؛ ډېرى ئې په داسي غصب شوو كورونو كي اوسېږي چي يا دولتي دي يا شخصي.
ده ته ئې د روژې مياشتي په نيمايي كي وويل: د يوې فتنې د مخنيوي لپاره هيله كوو موقتاً له دې كور بل ته ولاړ شئ؛ كور مو تيار كړى؛ سامان هم مه انتقالوئ، إن شاء الله تر اختر وړاندي بېرته راستنېږئ؛ د هغه ځواب دا وو: بل كور ته نه ځم، ماشومان بهر لېږم او پخپله غير معلن آدرس كي اوسم؛ د اشغال دور د 16 كلونو په څېړ. لطفاً دا پېښه لږ وڅېړئ او وگورئ چي طالب وسله والو دلته د شريف او مسئولو كسانو په څېر چلن كړى كه د غلو د يوې خپلسري او لوټماري غدۍ په څېړ؟! مهمه دا ده چي كه له مخور جهادي مشر او د طالبانو له ستر محسن سره چي دوى دا چلن كړى؛ نو له بې وسه او مظلومو افغانانو سره به ئې څه كړي وي؟!
هر چا ته جوته شوه چي دا تصميم په بهر كي نيول شوى؛ امريكا ترې غوښتي چي د بريا تلويزيون او د ايمان مسجد منبر بايد د دوحې معاهدې مطابق بند او خاموش كړى شي؛ د دوى د هيئتونو لوړ پوړو مسئولينو موږ ته ويلي: په خداى قسم چي د طالبانو په سلو كي 9, 99 د دې تصميم مخالف وو او دي. آيا دا نو ډېره عجيبه نه ده چي د امارت دومره غوڅ اكثريت د 0,1 سرزورو او خپلسرو مخنيوى نه شي كولى!! داسي نظام به څنگه دوام كوي؟ وئې ويل: د دې تعميرونو معاوضه دركوو؛ ځواب ئې دا وو: ما خپل كور، ايمان جومات، ايمان روغتون او ايمان دار الايتام د خرڅولو لپاره نه دي جوړ كړي؛ تر بل حكومت پوري صبر كوم؛ د دې صبر اجر له الله تعالى غواړم؛ الله تعالى ته ئې محول كوم. له عكس العمل ئې ډډه وكړه؛ مجبوريت ئې دا دئ چي نه غواړي ستاسو خلاف داسي څه ووايي يا وكړي چي گټه ئې په كمين كي ناستو ډېرو بدو كورنيو او بهرنيو دښمنانو ته رسېږي؛ كه مو له بالمثله عكس العمل ډډه كړي او دا حكومت مو منلى؛ وجه ئې همدا ده؛ د د امارت د سلطې او حاكميت په دوران كي؛ پر ايمان مسجد انتحاري بريد وشو؛ بريد داسي تنظيم شوى وو چي د جمعې په ورځ، په داسي حال كي چي جومات له لمونځ كوونكو ډك وي؛ د خطبې منځ كي به انتحاري كس جومات ته ننوځي، دومره ستره چاودنه به كوي چي جومات ړنگ او ټول لمونځ كوونكي ووژل شي؛ كه څوك ژوندى پاته كېږي په ډزو ووژل شي؛ ډېرو خواخوږو حكمتيار صاحب ته وويل: طالبان په دې بريد كي لاس لري، ښه به وي چي تاسو څه موده له كابل ووځئ؛ خو هغه ونه منله، پاته شو، نه ئې د جمعې لمونځونه وځنډول او نه خپلي درسي حلقې؛ او د ناامنۍ په همداسي ماحول كي له كابل ونه وتلو.
دا بريد په داسي حال كي شوى چي د امنيت تأمينولو مسئوليت د حكومت پر ذمه وو؛ او دا يقيناً د حزب يوه لويه اشتباه وه؛ د امارت امنيتي مسئولينو تر بريد وروسته موږ ته وويل: بهرنيو استخباراتي كړيو دوه ځلي موږ ته ويلي: دا جمعه پر يوه لوى جومات بريد كېږي؛ چي هغه وځنډېدو؛ بيا ئې وويل: دا جمعه به بريد پر يوه لوى شخصيت وي؛ چي هغه همدا د ايمان پر جومات بريد وو!! هغه شبكه چي دوى ته ئې د بريد اطلاع وركړې؛ خو دوى موږ پرې خبر نه كړو؛ وروسته معلومه شوه چي همدغي په بريد كي لاس درلود؛ پلان ئې په دوشنبه كي جوړ شوى او انتحاريان هم تاجكستانيان وو. دې پوښتنو ته به په مناسب وخت كي ځواب وايو چي دوى چا خبر كړي او دا خبر ولي له موږ پټ ساتل شوى؟
كه امريكا بيا پر افغانستان بريد وكړي؛ نو يقيناً چي اسلام ته ژمن مخلص مجاهدين به ئې بيا هم د مخكي په څېر مقابله كوي؛ خو دا ځل به د هغو شمېر ډېر لږ وي چي د طالبانو تر بيرغ لاندي د امريكا مقابلې ته زړه ښه كړي؛ له دې وروسته به طالبان د ټولو مجاهدينو؛ مخصوصاً د حزب اسلامي مجاهدينو له ملگرتيا محروم وي.
حكمتيار صاحب د معايناتو ضرورت احساس كړ؛ د كور خوا ته يوه شخصي روغتون ته ولاړ؛ معلومه شوه چي د زړه دوه والونه ئې تنگ شوي؛ د زړه متخصص داسي څوك وو چي په مجاهدي كورنۍ كي ستر شوى؛ د ده او دوه درې نورو ډاكټرانو مشوره دا وه چي همدلته ئې علاج وشي؛ الحمد لله همغه شپه عمليات موفقانه تر سره شول.
هغه د خپل صحت په اړه ويل: الحمد لله په 40 كلونو كي همدا لومړى ځل دئ چي په روغتون كي بستر شوى يم؛ هغه هم د هېواد دننه او فقط 12 ساعتونه؛ په خپلو پښو روغتون ته ولاړم او پر خپلو پښو كور ته راغلم؛
څو مياشتي وړاندي د ماليزيا د صدر اعظم انور ابراهيم د خاص استازي په مشرۍ يو هيئت كابل ته راغلى وو؛ له دواړو سره د حكمتيار صاحب زړه آشنايي وه؛ چي د شوروي خلاف جهاد له وخت پيل شوې؛ د خپل مشر له لوري ئې ده ته خاص پيغام له ځان سره درلود؛ امارتي چارواكو د ملاقات اجازه نه وركوله؛ خو د ممانعت بدو پايلو ته په پام سره اجازې ته اړ شول.
د ځينو وروڼو مشوره وه چي د ډاډمني معاينې لپاره ماليزيا ته ولاړ شي؛ د امارت اړوند ادارو ته مكتوب ولېږل شو؛ په يوې او بلي دروغجني بهانې ئې خبره ځنډوله؛ په پاى كي ئې له څلوېښت ورځني ځنډ وروسته ځواب دا وو: تداوي دلته وكړئ مصارف به ئې موږ دركړو!! ورته وئې ويل: څه درباندي شوي چي په كابل كي زموږ له شتون هم وېرېږئ او بهر ته د علاج لپاره له تگ هم؛ آيا دا تېر 4 كلونه ستاسو تر واكمنۍ لاندي پاته كېدا كافي نه وه چي د داسي ځواب په وركولو شرمېدلي وئ؟ ښاغليو! بيت المال خو د هغو مسلم حق دئ چي د غاښونو د علاج لپاره هم هند، ايران، قطر، امارات او اروپا ته ځي! دا مصارف هغوى ته وركړئ.
متأسفانه د طالبانو په ليكو كي يوې مشبوه او متعصبي كړۍ تل هڅه كړې چي د امارت له آدرس له ټولو مجاهدينو او مخصوصاً له حزب اسلامي سره دښمني وپالي؛ نه په كابل كي د حزب فكري او سياسي حضور زغملى شي او نه ئې تعليمي، اجتماعي او خيريه فعاليتونه؛ فكر كوي چي حزب اسلامي ئې په وړاندي داسي لوى خنډ دئ چي نه پرېږدي دوى په خلاص لاس هر هغه څه وكړي چي زړه ئې غواړي؛ حزب د خپلو غلطو تصرفاتو په وړاندي ستر مانع او گواښ گڼي. له تلويزيون او مسجد ئې هم وېرېږي، په كور كي د څو كسانو له راغونډېدو ئې هم؛ او بهر ته له تگ ئې هم؛ د كور او دفتر مخي ته د جاسوسي او نظارت پوسته؛ او له مراجعينو پوښتني او گروېږني؛ داسي چلن چي نه سيكولرانو كړى او نه كمونستانو؛ نه پوهېږو دا ئې په كوم مذهبي كتاب كي لوستلي او له چا ئې زده كړي؟ په اسلام كي خو شرافت، انسانيت دئ، اخلاقي مكارمو او ارزښتونو ته درناوى دئ، تجسس حرام دئ، د چا كور ته د هغه له اجازې او موافقې پرته ننوتل حرام دي، حتى د چا كور ته له لوړي يا چولې او چاود كتل، د چا خاصو خبرو ته غوږ نيول، ټلفون ئې څارل، خطونه ئې لوستل، په اسرارو ئې ځان خبرول، بل ته ئې افشاء كول، حرام دي، حكومت او امير حق نه لري د خلكو د مال، شتمنيو، زمكي او باغ له زكات پرته بل څه تر لاسه كړي، د چا يوه لوېشت زمكه په زور، د خاوند له رضايت او معاوضې پرته اخيستل؛ حتى د مسجد الحرام د پراخولو په څېر د نېك كار په موخه؛ د شريعت له نظره حرام دي؛ كه څه هم دا عامه ملكيت وي او د واكمنو له اجازي او موافقې پرته تصرف شوى وي؛ امير هم نه شي كولى دا زمكه، كور، باغ له معاوضې او د عادل قاضي له حكم پرته مصادره كړي؛ تاسو ولي دا ټول حرام او ناجائز تصرفات جائز گڼئ؛ ولي د هغو خلاف د وسله وال بريد حق ځان ته وركوئ او ډزي پرې كوئ چي خپل حق غواړي؛ پر احتجاجي غونډو د ډزو جواز چا دركړى؟ رسول الله صلى الله عليه و سلم خو فرمايلي: هغه زموږ له ډلي نه دئ (مسلمان نه دئ) چي پر موږ (مسلمانانو) توره له تېكي راباسي:
عَنْ أَبِي مُوسَى قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «لَيْسَ مِنَّا مَنْ حَمَلَ عَلَيْنَا السِّلَاحَ» مسند ابي يعلى الموصلي
الله تعالى خو د مظلوم انسان په جگ غږ بده وينا هم خوښوي؛ تاسو ولي د يوه مظلوم مسلمان وينا د ټوپك په خوله ځوابوئ؛ ولي د قرآن دې څرگندي لارښووني ته هيڅ اعتناء نه لرئ؟
لَّا يُحِبُّ ٱللَّهُ ٱلۡجَهۡرَ بِٱلسُّوٓءِ مِنَ ٱلۡقَوۡلِ إِلَّا مَن ظُلِمَۚ وَكَانَ ٱللَّهُ سَمِيعًا عَلِيمًا ١٤٨
په جگ غږ بده وينا د الله نه خوښېږي؛ مگر د هغه چا چي ظلم پرې شوى؛ او الله پوه اورېدونكى دئ.
د آيت الفاظ دا راښيي چي الله تعالى نه يوازي د مظلوم چيغه اوري او هغه ته ئې د خپل مظلوميت څرگندولو او د ظالم په خلاف د غږ اوچتولو اجازه وركړې بلكي د ده دا خبري ئې خوښېږي، حتى د ده هغه خبري هم چي په عادي حالت كي بدي برېښي او له مظلوميت پرته په بل حالت كي د الله تعالى نه خوښېږي، خو د مظلوميت په وخت كي ئې له يوه مظلوم انسان خوښوي، د ظلم او ظالم په خلاف خو د يوه مجاهد د اوچت غږ وينا جهاد اكبر دئ؛ خو له مظلوم هغه بده وينا هم خوښوي چي له ظالم د خپل حق تر لاسه كولو او د ده د ظلمونو د غندلو لپاره ئې كوي.