مهم ترين های امروز جمعه
✒️: د ټولګټو وزارت د وسپنې پټلۍ مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده ترکیې ته په سفر کې د وسپنې پټلۍ نړۍوالې ټولنې په ۳۶مه سیمه ییز غونډه، د منځني ختیځ د سیمه ییز دفتر له لارې د لېږد کاري ډلې په ۹مه غونډه او د افغانستان، ترکیې او ایران د درې اړخیزو همکاریو په غونډه کې ګډون کړی دی.
د ټولګټو وزارت د ویاند په خبره، د افغانستان، ترکیې او ایران په درې اړخیزه غونډه کې د وسپنې پټلۍ له لارې د درېیو واړو هېوادونو د نښلولو پر اهمیت خبرې شوې دي.
✒️: د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر د بشري حقونو د څار بنسټ د وروستي راپور په غبرګون کې وایي، د بشري حقونو دغه راز سازمانونه هر څه د خپلو استخباراتي موخو لپاره ترسره کوي او تېرو څو لسیزو کې یې د بشري حقونو سمه دفاع نه ده کړې.
د بشري حقونو د څار بنسټ تېره ورځ (پنجشنبه) په یوه راپور کې ویلي و چې افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ راهیسې پر رسنیو محدودیتونه لګېدلي او د خبریالانو په ځانګړې توګه د ښځینه هغو پر "ناوړه وضعیت" یې اندېښنه څرګنده کړې وه.
✒️: بیش از ۳ هزار مهاجر افغان از روز گذشته تاکنون از طریق گذرگاه سپینبولدک از پاکستان به کشور بازگشتهاند.
ریاست امور مهاجران و عودتکنندگان قندهار میگوید که در میان این بازگشتکنندگان، ۷۰ زندانی نیز شاملاند که از یک روز تا دو ماه در پاکستان زندانی بودهاند.
این ریاست افزوده است که بازگشتکنندگان پس از دریافت کمک، به مناطق اصلی سکونتشان انتقال داده شدهاند.
✒️: رهبر امارت اسلامی افغانستان به وزارت تحصیلات عالی هدایت داده که در امور خود همواره با علمای کرام مشوره نماید و در کنار آموزشهای مسلکی دانشجویان، به تربیت عقیدتی، فکری و مذهبی آنان نیز توجه کند.
شیخ ندا محمد ندیم، وزیر تحصیلات عالی، در نشستی با قرائت پیام رهبر امارت اسلامی گفته است که مدرسه، دانشگاه، مکتب و جامعه، همگی از نیازهای اساسی نظام اسلامی بهشمار میروند.
✒️: د بلخ امنیې قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه ولایت د چاهي ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوه وسله وال غله د امنیتي ځواکونو له لوري وژل شوي.
خبرپاڼه کې راغلي چې د وسله والو غلو یادې ډلې به د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې لویې لارې ته راوتل او خلک به یې لوټل.
سرچینې زیاته کړې چې له دغو کسانو څخه څلور میله کلاشنیکوفونه او یو شمېر نور مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
✒️: د افغانستان والیبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا زون د روانو سیالیو په لړ کې مالډیف ته «۳/ ۰» ماتې وکړه.
د اسیا د مرکزي زون د والیبال د اتلولۍ سیالۍ د افغانستان په ګډون د شپږو هېوادونو ترمنځ د بنګلهدېش په پلازمېنه ډاکه کې پیل شوې.
د یادونې ده، د افغانستان د والیبال ملي لوبډله به په دغو سیالیو کې خپله دریمه لوبه نن د ترکمنستان له لوبډلې سره ترسره کړي.
✒️: دفاع وزارت وايي چې د بدخشان د لوی پامیر سړک د جوړېدو چارې بشپړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوی.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي دا سړک د لوی پامیر په سیمه کې جوړ شوی، چې ۱۲۰ کیلو متره اوږدوالی او ۷ متره پلنوالی لري.
خبرپاڼه کې دا هم ويل شوي چې د يادې پروژې په بشپړېدو سره به د لوی پامیر سیمې خلکو شته ستونزې تر ډېرحل شي.
✒️: د تورخم دروازه نږدې دوه اوونۍ کېږي چې د پاکستان له لوري د هر ډول تګراتګ پرمخ تړل شوې.
د تورخم له لارې پاکستان ته د درملنې په موخه ورتلوونکي بېړني ناروغان شکایت کوي، چې له تېرو دوو اوونیو راهیسې د تورخم دروازې د خلاصېدو په تمه دي.
دوی د دغې لارې د تړلي پاتېکېدو له امله د ویزو د مودې پای ته رسېدو، د ناروغانو د وضعیت خرابېدو، سوداګرو ته د اوښتو زیانونو په اړه اندېښمن دي او د دواړو هېوادونو له حکومتونو غواړي چې د دغې لارې د بیا پرانېستلو لپاره دې ژر تر ژره اقدام وکړي.
✒️: کونړ کې ځایي سرچینې وایي چې د دغه ولایت په اسمار ولسوالۍ کې یوه سراچه ډوله موټر سیند ته غورځېدلی، چې پرمهال یې د دوو ښځو په ګډون څلور کسان مړه شوي او د دوو ماشومانو جسدونه لاهم د سیند په اوبو کې تري تم دي.
سرچینه زیاتوي چې یاده پېښه د اسمار ولسوالۍ د سور طاق په «چپکو» سیمه کې تېره ورځ د موټر چلوونکي د ګړندي تګ له امله رامنځته شوې.
✒️: اداره دفاع مدنی غزه طی بیانیهای اعلام کرد که علیرغم آتشبس امضا شده بین اسرائیل و حماس از 10 اکتبر «فاجعه انسانی» همچنان در منطقه در حال وقوع است.
این نهاد همچنین خواستار مداخله بینالمللی برای رسیدگی به پیامدهای نسلکشی اسرائیل شد.
در این بیانیه تأکید شد: هیچ تغییر واقعی رخ نداده است و کمکهای بشردوستانهای که وارد منطقه میشود، نیازهای مردم غزه را برآورده نمیکند.
✒️: د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام(UNDP) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې سعودي عربستان د کرنې په ننداتون کې د پنځو افغان شرکتونو محصولات نندارې ته اېښودل شوي دي.
د ملګرو ملتونو یاد بنسټ زیاته کړې چې په دې محصولاتو کې د افغانستان زعفران، وچې میوې او اجیل شامل دي.
یاد پرواګرام تمه ښودلې چې په دغه ډول نړیوالو نندارتونو کې ګډون به افغان کروندګر له نړیوالو بازارونو سره وصل کړي.
د چارو شنونکي دغه ډول نندارتونونه د اقتصادي بساینې او له نړیوالو بازارونو سره د نښلېدو په برخه کې ګټور کار بولي.
✒️: په نیوزیلنډ کې د عامه برخې نږدې سل زره کارکوونکو د خپلو معاشونو د لوړولو او د عامه خدماتو د ښه کولو په موخه لاریون کړی.
اعتراض کووکو خبرداری ورکړی، که حکومت د معاشونو د زیاتوالي، د کار د شرایطو د ښهکولو او د عامه سکتور د بودیجې د پراخولو برخه کې شته ستونزې حل نه کړي لاریونونه به دوامداره وساتي.
خو د نیوزیلنډ حکومت د دې ټولو ستونز لامل د بودیجې کموالی بولي.
✒️: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) د دغه سازمان د تاسیس د۸۰ مې کلیزې په مناسبت په افغانستان کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانانو د ملاتړ او همکارۍ ژمنتیا تازه کړي.
یوناما په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په افغانستان کې دغه سازمان د سولې، امنیت، بشري حقونو، عدالت او دوامدار پرمختګ د ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره کار ته ژمن دی.
اعلامیه کې دغه راز راغلي چې د افغانستان زیاتره وګړي لا هم بشري مرستو اړتیا لري او د دغه هېواد اوسنی وضعیت د جدي بشري او اقتصادي ننګونو سره مخ دی.
یوناما زیاته کړې چې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو او کار بندېز د دغه هېواد پرمختګ او راتلوونکی له جدي ننګونو سره مخ کړی.
✒️: نن د اکتوبر ۲۴مه د پولیو نړیواله ورځ د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د عامه پوهاوي او له پولیو سره د مبارزې په موخه نمانځل کیږي.
افغانستان او پاکستان یوازیني دوه هېوادونه دي چې پولیو پکې په بشپړه توګه لهمنځه نهده تللې.
✒️: د بښنې نړۍوال سازمان پر پاکستان د بلوڅ فعالانو په ګډون پر ۳۲ تنو د ترهګرو تور لګولو له امله نیوکه کړې او زیاته کړې یې ده چې دغه اقدام د یادو کسانو ازادي او له ځانه دفاع محدودوي.
سویلي اسیا لپاره د بښنې نړۍوال سازمان مرستیال وایي، پاکستان له کلونو راهیسې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې له قانون ناسمه او د نړۍوالو قوانینو خلاف ګټه اخلي.
د بښنې نړۍوال سازمان ویلي، د تېرې سپټمبر له ۲۵مې راهیسې د بلوچستان خضدار سیمه کې انټرنیټ پرې شوی، تګ راتګ بند شوی او د پاکستاني پوځ له لوري د ناقانونه وژنو خبرونه خپریږي.
✒️: بانک جهانی میگوید زمینلرزهای به بزرگی ۶ ریشتر که به تاریخ ۳۱ اگست شرق افغانستان را لرزاند، حدود ۱۸۳ میلیون دالر خسارت مستقیم فیزیکی به ساختمانها و زیرساختها وارد کرده است.
این بانک در گزارشی افزوده که این زمینلرزه، که مرگبارترین زلزله افغانستان از سال ۱۹۹۸ تاکنون بوده، بین ۵۰۰ هزار تا ۱.۳ میلیون نفر را بهشدت متأثر ساخته است.
✒️: سرپرست سفارت ایران در افغانستان میگوید روابط تهران و کابل را در چارچوب همکاری، تقویت روابط و کاهش موانع دنبال میکند.
علیرضا بیکدلی این اظهارات را در حاشیه همایش دیپلماسی در شهر مشهد ایران بیان کرده است.
✒️: د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د کابل او اسلاماباد ترمنځ د اوربند هوکړې هرکلی کړی او وایي، هیله لري چې د استانبول په غونډه کې به د ترهګرۍ موضوع د څېړنې لپاره یو روڼ، د باور وړ او اغېزناک میکانیزم جوړ شي.
د دغه وزارت ویاند طاهر حسن اندرابي په یوه خبري غونډه کې له اسلامي امارت غوښتي چې له نړۍوالې ټولنې سره پر خپلو ژمنو ودریږي.
تمه ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دغه غونډه سبا (شنبه، د اکټوبر ۲۵مه) د ترکیې په استانبول ښار کې ترسره شي.