مهم ترين های امروز سه شنبه

اکتوبر 28, 2025 - 12:09
 0  10
مهم ترين های امروز سه شنبه

✒️: د ترکیې په استانبول کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان مذاکرات له کومې پایلې پرته درېدلي دي او پاکستانی پلاوی اسلام آباد ته ستون شوی.
✒️: ‏د کورنيو چارو وزارت مرستيال، محمد نبي عمري خوست کې د وینا پر مهال ويلي چې هڅه کيږي يو ځل بيا پر افغانستان جګړه وتپل شي.
هغه د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې محصلينو د فراغت غونډه کې زیاتوي، د اسلامي امارت پاليسي دا ده چې د افغانستان خاوره به د هيڅ هيواد پر وړاندې و نه کارول شي او نه به چاته د ځمکني او هوايي حريم د نقض اجازه ورکړي.
✒️: ‏د قزاقستان په شیمکنت ښار کې د افغاني تولیداتو او محصولاتو نندارتون د افغانستان اسلامي امارت د سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزي او د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال او د دغه هېواد د اقتصاد د وزیر سریک ژومانګارین، ځینو نورو قزاقستاني چارواکو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو په حضور کې پرانیستل شو.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې لمخې، نور الدین عزیزي د دغه ننداتون موخه د افغان ظرفیتونو، محصولاتو او تولیدي وړتیاو پېژندنه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا بللې ده.
د عزیزي په خبره، افغانستان د بېلابېلو کرنیزو، خوراکي صنایعو، غالیو، ګران بیه ډبرو او ودانیزو محصولاتو په لرلو سره د قزاقستان او د سیمې نورو هېوادونو ته د صادراتو لپاره چمتو دی.
✒️: ‏د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین، محمد ابراهیم صدر تهران کې د ایکو غونډې په څنډه کې د ترکیې د کورنیو چارو وزارت له معین او مل پلاوي سره وکتل.
په دغه غونډه کې دواړو لوریو د بېلابېلو امنیتي همکاریو اړوند موضوعاتو په اړه خبرې وکړې. د ترکیې معین د اسلامي امارت تر راتګ وروسته مثبت بدلونونه وستایل او وویل چې د انسانانو او نشه‌يي توکو په قاچاق کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی دی.
دغه لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د ملګرتیا، همکاریو او متقابلو ګټو د پیاوړتیا په لور یو مهم ګام بلل شوی دی. د افغانستان سفیر او پلاوي هم په غونډه کې د معین ملتیا کوله.
✒️: ‏امنیتي سرچینو طلوع‌نیوز ته ویلي چې له دې وروسته به د پاکستان هر برید ته بالمثل ځواب ورکوي او که د افغانستان پر خاوره یې بمبار وکړ، «اسلام اباد به په نښه» کړي.
سرچینې زیاته کړې چې افغان لوری مذاکراتو ته ژمن و خو ادعا یې کړې چې پاکستاني لوري دا ژمنتیا نه درلوده او له اسلامي امارت یې غوښتل چې د پاکستان امنیت دې ورته ټینګ کړي. د سرچینې په خبره، پاکستان پلاوي په اسټانبول کې خبرې سبوتاژ کړې دي.
✒️: ‏سرچینې طلوع‌نیوز ته وايي، د پاکستاني پلاوي چلند بې‌همغږۍ و؛ د خبرو پر مهال یې سپک او ناسم چلند کاوه.
پاکستان په لومړي ځل په دغو مذاکراتو کې منلې چې له امریکا سره داسې تړون لري چې امریکایي ډرون الوتکې د پاکستان له خاورې د افغانستان هوایي حریم نقض کړي او پاکستان دا تړون نشي ماتولی.
افغان لوري وغوښتل چې پاکستان تضمین ورکړي چې له خپلو هوايي حدودو به د افغانستان د هوايي حریم نقض نه کوي او له خپلې فضا او خاورې به د امریکا ډرونونو ته اجازه نه ورکوي.
سرچینې زیاته کړې چې په پیل کې پاکستاني لوري ځینې تضمینونه ومنل، خو د یوې ټلیفوني اړیکې وروسته له خپلو ژمنو په شا شول او ویې ویل چې په امریکايي ډرون کنټرول نه لري او د داعش د کابو کولو تضمین هم نشي ور کولای.
سرچینو ویلي، د پاکستاني پلاوي چلند د قطر او ترکیې د استازو د حیرانتیا لامل شوی دی.
✒️: ‏د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، نورجلال جلالي د سعودي د روغتیا وزیر په رسمي بلنه د یوه پلاوي په مشرۍ سعودي عربستان ته سفر وکړ.
دغه سفر د دواړو هېوادونو د روغتیايي همکاریو د پیاوړتیا، د تجربو د تبادلې او ګډو هڅو د تنظیم په موخه ترسره شوی دی.
د سفر پر مهال به ښاغلی جلالي له د سعودي د روغتیا وزیر، د ګیټس بنسټ، د ایمرو ادارې او د شاه سلمان د خیریه بنسټ له استازو سره جلا کتنې ولري او همدارنګه به د نړۍوال روغتیايي نندارتون په اتمه غونډه کې ګډون وکړي.
✒️: ‏تیم ملی والیبال افغانستان در دیدار نهایی مسابقات قهرمانی زون مرکز آسیا، امروز (سه‌شنبه) مقابل ترکمنستان ۳ بر ۲ شکست خورد و مقام دوم را کسب کرد.
ملی‌پوشان والیبال کشور در مرحله گروهی این مسابقات تیم‌های نیپال، مالدیف و بنگله‌دیش را شکست داده بودند.
✒️: ‏که اټومي وسله نلرو؛ چا ته مو سر ندی ټیټ شوی- عبدالمتین قانع.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع له آریانا نیوز سره په مرکه کې پاکستان ته داسې خبرداری ورکړ، چې که دوی برید وکړي؛ نو داسې ځواب به ورکړ شي، چې دوی او نورو ته درس وي.
قانع ویلي: سمه ده، چې مونږ اتم نلرو؛ خو که پاکستان برید وکړي، غچ به واخلي او که کابل پر نښه شي، اسلام آباد به مو راتلونکی هدف وي.
نوموړی وایي: «آیا ناټو اټومي وسله نه‌درلوده؟ امریکا نه‌درلوده؟ دوی شل کاله په افغانستان کې جګړه وکړه او ان د بمونو مور یې وکاروله. دا سمه ده، چې تاسې (پاکستان) اوس لږ یا ډېرې وسلې لرئ؛ خو تاسې باید هیر نکړئ، چې افغان ملت هیچا ته سر ندی ټیټ کړی."
✒️: ‏د سمنګان امنیې قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد ولایت خلم ولسوالۍ اړوند غندي والګای سیمه کې د کرولا او فلډر موټرو د ټکر له امله د یوې ښځې په ګډون ۷ تنه ټپیان شوي.
د خبرپاڼې له مخې، ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
✒️: ‏رئیس‌جمهور ترکیه: در خط تولید انبوه به مساحت 63 هزار متر مربع، هر ماه 8 تانک آلتای و 10 خودروی زرهی آل‌توغ که به عنوان قلعه میدان نبرد شناخته می‌شوند، تولید خواهد شد.
در 23 سال گذشته با طی مسیری پر فراز و نشیب، موفق به تاسیس صنایع دفاعی شدیم که باعث خرسندی برخی‌ها و نگرانی برخی دیگر شده است.
روند پیشرفت صنایع دفاعی کشور با تولید تسلیحات هوایی، زمینی و دریایی با تکنولوژی روز ادامه دارد. ما دیگر دولتی نیستیم که فقط دنبال کنیم، بلکه دنبال می‌شویم.
مفتخریم اولین سری از تانک‌های آلتای که تمام مراحل آزمایش 35 هزار کیلومتری و 3 هزار و 700 شلیک را با موفقیت پشت سر گذاشته‌، به ارتش قهرمان کشورمان تحویل می‌دهیم.
✒️: روسیه: برای اینکه دیدار ‎پوتین و ‎ترامپ به نتایج عملی برسد به تضمین‌های ملموس نیاز داریم.
سرگئی لاوروف، وزیر امور خارجه روسیه پس از سومین کنفرانس بین‌المللی مینسک در بلاروس در جمع خبرنگاران اظهار داشت: برای برگزاری دیدار پوتین و ترامپ، به تضمین‌هایی نیاز داریم که این دیدار به نتایج ملموس منجر شود؛ ما آماده دستیابی به نتیجه هستیم.
لاوروف تصریح کرد: ما تمایل داریم در صنعت هواپیمایی با آمریکا همکاری کنیم و این پیشنهاد را در مذاکرات با همتایان آمریکایی مطرح کردیم؛ با این حال، در جریان این مذاکرات احساس کردیم که این موضوع اولویت آمریکایی‌ها نیست.
✒️: ‏راپورونه کاږي چې ۹۲ کلن پاول بیا د اتم ځل لپاره د کامرون ولسمشریزې ټاکنې ګټلې دي.
راپورونه زیاتوي چې د بیا له ټاکل کېدو وروسته د نوموړي د پلویانو او مخالفینو ترمنځ نښتې شوې چې له کبله یې لږ تر لږه څلورو تنو ژوند بایللی او یو یو شمېر نور ټپيان دي.
✒️: ‏‏ترکي چارواکو د پاکستاني پلاوي د راستنېدا ډاډ څرګند کړ.
سرچینې آریانا نیوز ته ویلي؛ ترکیې له پاکستاني پلاوي غوښتي، چې د خبرو اترو لپاره استانبول ته راستون شي او له افغان پلاوي یې وغوښتل، چې د خبرو د بیا پیلولو لپاره په استانبول کې پاتې شي.
ویل کیږي؛ دا شونې ده، چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د اوربند خبرې په ترکیه کې بیا پیل شي.
له دې مخکې سرچینو آریانا نیوز ته تائید کړې وه، چې  نن پر ځایي وخت شاوخوا ۱۲ بجې پرته له دې، چې خبرې کومې ځانګړې پایلې ته ورسیږي، پاکستانی پلاوي اسلام‌آباد ته ستون شو.
✒️: ‏د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو د مرستو او د کارونو د ادارې (UNRWA) د وروستي راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر راهیسې د دغې ادارې لږ تر لږه ۳۸۱ کارکوونکي وژل شوي دي.
دغه جګړه د ملګرو ملتونو د کارکوونکو لپاره هم تر ټولو خونړۍ جګړه ګڼل شوې ده.
په وژل شویو کې ۳۰۹ د انروا اصلي کارکوونکي او ۷۲ هغه کسان شامل دي چې د ادارې له چارو سره یې مرسته کوله او دا شمېر د روانې اکټوبر تر ۲۶مې پورې ثبت شوی دی.
دغې ادارې همدا راز ویلي چې د جګړې پر مهال یې پر تاسیساتو ۹۴۲ بریدونه شوي، او لږ تر لږه ۸۴۹ کسان هغه مهال وژل شوي چې د انروا په ودانیو کې یې پناه اخیستې وه.
✒️: ‏رویټرز ویلي، د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ، د سې‌شنبې په ورځ په توکیو کې د جاپان له نوې لومړۍ وزیرې ساېنې تاکایچي سره د سوداګرۍ او امنیت په اړه خبرې وکړې.
ټرمپ د هغې د لومړۍ ښځینه مشره کېدو ستاینه وکړه او د جاپان د پوځي ځواک د پیاوړتیا د چټکولو ژمنې یې وستایلې.
تمه کېږي تاکایچي به سږکال د ۵۵۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د یوې هوکړې له مخې امریکا ته د پانګونو یو لړ وړاندیزونه وړاندې کړي، چې پکې د کښتیو جوړول، د امریکا د سویابینو، طبیعي ګاز او پیک اپ موټرو زیاتې پېرودنې شاملې دي.
✒️: ‏د افغانستان لپاره د اسټرالیا استازې د متحده عربي اماراتو له ځانګړي استازي او نوي سفیر سیف الکتبي سره په ابوظبۍ کې د هغه د کابل ته د تګ تر سفر وړاندې کتلي دي.
په دغه کتنه کې دواړو لورو د افغان ولس د حقونو، وقار او فرصتونو د ملاتړ ګډه او اوږدمهاله ژمنه یاده کړه او د همکارۍ د دوام پر ارزښت يې ټینګار وکړ.