د انټرنيټ بندېدا او د كودتا وېري خپرېدا
*د انټرنيټ بندېدا او د كودتا وېري خپرېدا*
*د انترنيت بندېدو ۴۸ ساعتونو كي د كابل او كندهار بحراني حالت*
لیکوال: مولوی عبدالله «صادق»
چا چي د نوري فايبر له قطع كېدو او د ټولو ټيلفوني او مخابراتي اړيكو له شلېدو وروسته په ۴۸ ساعتونو كي د ټول هېواد او په ځانگړې توگه د كابل او كندهار بحراني حالت په خپلو سترگو ليدلى وى؛ نو په دې كي به ئې هيڅ شك نه وو كړى چي كه په څو ښارونو كي څلور پنځه زره منظم كسان پاڅېدلي وى؛ دا نظام به له هيڅ مقاومت پرته ړنگ شوى وو؛ او مسئولين به ئې داسي تښتېدل لكه د امريكا د يرغل په ورځ چي وتښتېدل. د نظام ټولي اداري، نظامي او امنيتي اړيكي شلېدلې وې، هيڅوك نه پوهېدو څه روان دي او يو ساعت وروسته به څه كېږي؛ چا په بگرام كي د امريكايي ځواكونو د كوزېدو خبري كولې او چا د كندهار په هوائي ميدان كي، باور وكړئ چي نه كابل مېشت واكمن خبر وو چي يوه شېبه وروسته به څه پېښېږي او نه كندهار مېشت.
تر عام ولس په پرتله واكمن ډېر وارخطا او پرېشان ول؛ معمولاً څوك چي د حاكم نظام په ضد كودتا او وسله وال پاڅون كوي نو لومړى كار ئې دا وي چي د واكمنو اړيكي وشلوي، راډيو، ټلويزيون او مخابرات تصرف كړي؛ بيا چي په ټول هېواد كي څلور پنځه د تصميم مهم مراكز تصرف كړي؛ نور له اقدام او مقاومت پرته تسليمېږي، د سردار داؤد په مشرۍ د كمونستانو لومړۍ كودتا او ورپسې د ۷ ثور كودتاگاني همداسي وې.
د هغو هوښيارو مشرانو دي كور ودان وي چي د كندهار پرېكړه ئې تصحيح كړه او د نوري فايبر د بېرته وصلولو تصميم ئې ونيولو؛ اصولاً داسي مهمي پرېكړي بايد په كابينه او حتى پارلمان او د ملي شورى مجلس كي وشي؛ اړوند وزارتونه او وزيران ئې كابل كي دي او د چارو سمبالولو صلاحيت او مسئوليت بايد دوى ته محول شوى وي؛ كابينې له دې پرته بل بديل نه درلود چي هېواد او نظام له هغه بحراني وضعيت وباسي چي ټول نظام او ولس ئې مشوش كړى وو؛ ادارې فلج شوې، د نظامي او امنيتي ادارو اړيكي وشلېدې، الوتني بندي او د هوائي ميدانونو ارتباطي سيستمونه په ټپه ودرېدل، بانكونو او صرافي دكانونو كار پرېښود او صرافانو په ډېر تلوار او وېري سره خپلي پيسې له دكانونو وايستلې؛ هم د ولس اړيكي له بهر مېشتو خپلوانو سره قطع شوې او هم د دولت اړيكي له خپلو سفارتونو او بهرنيو هېوادونو سره.
تجارتي فعاليتونه، واردات او صادرات متوقف شول؛ كه سړكونه سيمي او ولسونه سره وصلوي او خپل ارزښت لري؛ نن ټليفون او په ځانگړې توگه انټرنيټ هومره اهميت لري چي ټوله نړۍ ئې سره وصل كړې او له پراخي نړۍ ئې يو ستر كلى جوړ كړى.
كه د كوم هېواد ټليفوني اړيكي قطع شي يا انټرنيټ تحريم يا ئې د نوري فايبر مزي قطع شي؛ نو د كور دننه او بهر به ئې ډېري اړيكي قطع او ډېر فعاليتونه په ټپه ودرېږي.
لكه څنگه چي ستر او تېز جهازونه، ستري ستري بېړۍ، راډيو، ټلويزيون، مخابرې، مطبعې، كمپيوټر، او نور تجهيزات او وسائل د الله تعالى پېرزويني دي، همدا راز انټرنيټ سپه حق سره به برلاسي وي، هغه څوك به ئې نه شي زيانمنولى چي دوى يوازي پرېږدي، تر هغه چي الله تعالى خپله پرېكړه وكړي او دوى په همدې حالت كي وي.
د قيامت په ورځ به د مظلوم دا عذر نه منل كېږي چي د ضعف او ناتوانۍ له كبله مجبور شوم ظالم ته سر ټيټ كړم او ظلم ومنم. ورته وبه ويل شي: دا درته ډېر غوره وو چي كور دي پرېښى وى خو ذلت او ظلم ته نه وى تسليم شوى. الله تعالى فرمايلي:
إِنَّ ٱلَّذِينَ تَوَفَّىٰهُمُ ٱلۡمَلَٰٓئِكَةُ ظَالِمِيٓ أَنفُسِهِمۡ قَالُواْ فِيمَ كُنتُمۡۖ قَالُواْ كُنَّا مُسۡتَضۡعَفِينَ فِي ٱلۡأَرۡضِۚ قَالُوٓاْ أَلَمۡ تَكُنۡ أَرۡضُ ٱللَّهِ وَٰسِعَةٗ فَتُهَاجِرُواْ فِيهَاۚ فَأُوْلَٰٓئِكَ مَأۡوَىٰهُمۡ جَهَنَّمُۖ وَسَآءَتۡ مَصِيرًا٩٧ النساء
بې شكه هغه چي ملائكي ئې روح قبضوي؛ په داسي حال كي چي دوى پر خپلو ځانونو ظلم كوونكي وي؛ ورته وايي به: تاسي په څه حالت كي وئ؟ وبه وايي: موږ په زمكه كي كمزوري او مستضعف وو؛ ورته وبه وايي: آيا د الله زمكه پراخه نه وه چي هجرت مو په كي كړى وى؟ نو دوى همغه دي چي مېشت ځاى ئې دوزخ دئ او د ورگرځېدو څومره بد ځاى!
مسلمان به له خپل حق، دين، ايماني ارزښتونو، سر، عزت او مال د دفاع په لار كي مرگ هم مني، زندان او هجرت خو به په اولى درجه مني؛ همدا عزم او د باطل او ظالم په وړاندي د ده مقابله او مقاومت به د دې باعث كېږي چي الله تعالى ئې مرسته وكړي، په خپلي مبارزې كي بريالى شي؛ هم خپل حق تر لاسه كړي او هم له ذلت او سپكاوي وژغورل شي.
اسلام څومره چي متكبر، مستبد، مطلق العنان او فرعون ته ورته واكمن غندلى؛ همدومره هغه ذليل او سپك انسان غندي چي فرعونانو ته سر ټيټيوي او په خوا كي ئې عزت لټوي؛ دا د بې ايمان او منافق انسان خصلت گڼي چي د كافر او ظالم په څنگ كي په دې طمع ودرېږي او اطاعت ئې كوي چي د هغه په خوا كي جاه او جلال تر لاسه كړي؛ ځكه ئې هر فرمان ته سر ټيټوي، غاړه كږوي او له مخالفت ئې ډډه كوي چي كاذب او عاريتي حيثيت او امتيازات له لاسه ورنه كړي؛ يقيناً چي هغه انسان ډېر سپك او پرېوتى شخص دئ چي د يوه مغرور او متكبر شخص پښو ته لوېږي او د قرآن په وينا هغه ته د رب په سترگه گوري؛ الله تعالى خپل رسول ته لارښوونه كوي چي اهل كتاب څو اساسي خبرو ته راوبله:
قُلۡ يَٰٓأَهۡلَ ٱلۡكِتَٰبِ تَعَالَوۡاْ إِلَىٰ كَلِمَةٖ سَوَآءِۭ بَيۡنَنَا وَبَيۡنَكُمۡ أَلَّا نَعۡبُدَ إِلَّا ٱللَّهَ وَلَا نُشۡرِكَ بِهِۦ شَيۡـٔٗا وَلَا يَتَّخِذَ بَعۡضُنَا بَعۡضًا أَرۡبَابٗا مِّن دُونِ ٱللَّهِۚ فَإِن تَوَلَّوۡاْ فَقُولُواْ ٱشۡهَدُواْ بِأَنَّا مُسۡلِمُونَ٦٤ آل عمران
ووايه: اې اهل كتاب! هغي خبري ته راشئ چي زموږ او ستاسو تر منځ يو شانته ده او هغه دا چي: له الله پرته به (د بل چا) عبادت نه كوو او هيڅ څه به ورسره نه شريكوو او زموږ ځيني به ځيني نور له الله پرته ارباب نه نيسي، خو كه ئې ډډه وكړه نو ورته ووايئ: شاهد اوسئ چي موږ منقاد او مسلمان يو.
په دې آيت كي څو بنيادي لارښووني زموږ مخي ته ځلېږي:
د هر الهي دين اصلي او بنيادي خبري همدا درې خبري دي؛ : ۱- له الله پرته به (بل چا) ته د تعظيم سر نه ټيټوو، ۲- عبادت او استعانت به مو يوازي د الله تعالى په وړاندي وي؛ په دې دواړو كي به هيڅوك له الله تعالى سره نه شريكوو؛ ۳- او زموږ ځيني به ځيني نور له الله پرته ارباب نه نيسي. ځيني به د ځينو نورو لپاره (رب) نه وي، دا غلطي به نه كوو چي د ځان په څېر يوه انسان ته د رب مقام او منزلت وركړو، دا ظلم به نه كوو چي ځيني د ځينو نورو لپاره له ځان (رب) جوړ كړي.
ټول الهي دينونه همدا خبري كوي؛ په كوم مذهب او دين كي چي د دغو دريو خبرو خلاف څه وموندل شي هغه مُنحَرَّف مذهب او له ځانه جوړ شوى جعلي دين دئ.
كله انسان هومره جاهل او ذليل شي چي د ځان په څېر انسان ته د رب مقام وركړي!! د هغه بنده شي، هغه ورته حلال او حرام ټاكي او دى ئې مني!! هغه له الله سره په الوهيت او ربوبيت كي شريك كړي، د هغه په وړاندي سر ټېټوي، غاړه كږوي، دعاء ورته كوي او له هغه غيبي مرسته غواړي. د بت او قبر په وړاندي به سر ټيټ كړي او مرسته به ترې غواړي؛ هغه چي ده په خپل لاس تراشلى، هغه چي ده په خپل لاس ورته قبر جوړ كړى، تر قبر پوري ئې پر خپلو اوږو وړى، هملته ئې ښخ كړى، خاوري ئې پرې اچولې، څو ورځي وروسته وروست شي او غوښي ئې چنجيان وخوري، له خپلي روح او دنيا سره ئې رابطه قطع شي، نه درد، يخني او تودوخه احساسوي او نه د چا خبره اوري؛ د بل دعاء او مرستي ته اړ وي. يقيناً چي په انسانانو كي تر ټولو زيات جاهل او احمق مخلوق؛ مشرك انسان دئ؛ تر حيوان هم ډېر جاهل او لار ورك دی