مهم ترين های امروز سه شنبه
✒️: د اسلامي امارت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر، کندهار ته د خپل سفر پرمهال نن د دغه ولایت نساجي سیمه کې د یوه صنعتي ښارګوټي د بنسټ ډبره کېښوده.
دغه صنعتي ښارګوټی پر شاوخوا زر جریبه ځمکه باندې جوړیږي.
✒️: د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي سبا (چهارشنبه ۲۸ لړم) په یوه رسمي سفر د هند پلازمېنې نوي ډيلي ته ځي.
✒️: بهرنیو چارو وزارت په یوه ټرافیکي پېښه کې په مدینه منوره کې د هندوستاني حاجیانو پر شهیدېدو خواشیني څرګنده کړې ده.
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر ویاند، عبدالقهار بلخي په یوه خبرپاڼه کې د هند حکومت او ولس ته د دغې پېښې له امله خواخوږي ښودلې ده.
په مدینه منوره کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ۴۳ تنه هندوستاني حاجیان شهیدان شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
✒️: وزارت دفاع امارت اسلامی افغانستان در اعلامیهای از ترمیم یک هزار و ۱۲۷ عراده وسایط نظامی و ۱۲۵ میل سلاح مختلف در شش ماه گذشته خبر داده است.
بر اساس این اعلامیه، وسایط نظامی ترمیمشده شامل ۱۰۴ عراده تانک زرهی هاموی، ۱۱ عراده تانک ضربتی، ۱۱۴ عراده موتر نوع انترنشنل، ۶۵۸ عراده رنجر و سایر انواع وسایط و سلاحها است که اکنون آماده استفاده میباشند.
✒️: د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزرات په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دغه ټلیفوني اړیکه کې دواړو لوریو د افغانستان او ایران ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د پراخېدو او د سیمې د وروستیو تحولاتو په اړه بحث او د نظرونو تبادله شوې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د سیمهییزو همکاریو او د سیمهییزو غونډو د جوړېدو په اړه د امارت اسلامي پر دریځ ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ثبات ساتل او د سیمهییزو همکاریو پیاوړتیا د افغانستان لومړیتوب دی.
✒️:
✒️: پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې په یوه اعلامیه کې له پاکستان غوښتي چې افغان سوداګریزو بار وړونکو لاریو ته اجازه ورکړي.
په دغه اعلامیه کې راغلي چې دا کار باید د لا زیات مالي زیان د مخنیوي لپاره وشي.
دوی له پاکستاني لوري دا هم غوښتي چې له افغانستان سره باید ټولې سوداګریزې لارې پرانیستل شي.
✒️: سعید خطیبزاده، معاون وزیر خارجه ایران، در گفتوگو با یک رسانه روسی اعلام کرده است که کشورش برای حل تنشها میان افغانستان و پاکستان، در میانه ماه دسمبر نشستی برگزار خواهد کرد.
خطیبزاده افزوده است که در این نشست، تمام کشورهای همسایه، به شمول روسیه و چین، حضور خواهند داشت.
این مقام ایرانی، اجندای این نشست را بررسی موضوعات مهم منطقه و حمایت از ثبات افغانستان از طریق سازوکارهای منطقهای عنوان کرده است.
✒️: پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د څو ګوندونو دغه ګډ اپوزیسیون د پاکستان د اساسي قانون د بېرته رغولو په موخه جوړ شوی دی.
دغه اپوزیسیون نن (سې شنبه) له پارلمان تر سترې محکمې د لاریون خبر هم ورکړی دی.
یاد اپوزیسیون په اساسي قانون کې د ۲۷م تعدیل چې لمخې یې پوځ ته لا زیات واک ورکړ شوی، پر ضد جوړ شوی دی. اخوا په پام کې ده چې د پاکستان په اساسي قانون کې د دغه ۲۷م تعدیل په غبرګون کې څلور لوړپوړي قاضیان استعفا ورکړي.
✒️: د ازبکستان د انرژۍ وزارت ویلي، چې هېواد به یې په ۲۰۲۶ کال کې هم افغانستان ته برښنا رسونه روانه ساتي. دا پرېکړه د ازبکستان د انرژۍ وزیر جلابیک میرزامحمدوف او د افغانستان برښنا شرکت د عمومي رییس عبدالباري عمر پر مشرۍ د پلاوي ترمنځ په لاسلیک شوي تړون کې رامنځته شوې، چې په کې د ازبکستان د انرژۍ سکټور لوړ پوړیو چارواکو هم برخه اخیستې وه.
✒️: د سوریې بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې دمشق د چین بهرنیو چارو وزیر د سفر پرمهال د سلګونه اوېغور جنګیالیو د سپارلو هوکړه کړې ده.
تر دې وړاندې (اې.اېف.پي) خبري اژانس راپور ورکړی و چې سوریه به شاوخوا ۴۰۰ اوېغور جنګیالي چین ته ولېږي.
✒️: د ترکیې حکومت هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې ځینې مجرم افغان، عراقي او سوریایي کډوال له اروپایي هېوادونو ترکیې ته لېږدول شوي دي.
د ترکیې حکومت د ارتباطاتو دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، حکومت یې له هېڅ هېواد سره هم د درېیمو هېوادونو د مجرمو کډوالو د منلو هوکړه نه ده کړې او دغه هېواد ته د مجرمو کډوالو ستنول ناشوني دي.
تر دې وړاندې ځینو ترکي رسنیو راپور ورکړی و چې یو شمېر افغان، سوریایي او عراقي کډوال چې اروپا کې په جرمونو تورن وو، ترکیې ته لېږدول شوي دي.
✒️: د ملګرو ملتونو امنیت شورا غزه کې د جګړې پایته رسولو لپاره د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ هغه طرحه تصویب کړه چې پر بنسټ یې غزه کې د ثبات لپاره نړۍوال ځواکونه ګومارل کیږي.
د دغې طرحې لمخې، هېوادونه کولای شي د ټرمپ په مشرۍ د "سولې له شورا" سره چې دنده یې غزه کې د بیارغونې او اقتصادي فعالیتونو څارنه ده، یوځای شي.
رویټرز راپور ورکړی چې دغه طرحه کې دا هم راغلي چې نړۍوال ځواکونه به غزه کې پوځي سایټونه له منځه یوسي.
خو حماس بیا د اسراییل پر وړاندې خپله مبارزه مشروع بللې او ویلي یي دي چې وسلې به لیرې نه کړي.