مهم ترين های امروز جمعه
✒️: د اسلامي امارت د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې رغلي، د بامیانو په شپږو ولسوالیو کې د شاوخوا ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک د پاکو اوبو رسولو ۱۷ شبکې جوړې او ګټې اخیستو ته سپارل شوې دي.
خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي چې د یادو شبکو په جوړېدو سره اوس د سیمې ۱۲ زره ۶۰۰ کسان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري.
✒️: نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان، در جریان سفرش به هند، با رییس و هیات اتاق تجارت و سرمایهگذاری، اعضای سکتور خصوصی آن کشور و شماری از اعضای سکتور خصوصی افغانستان دیدار کرده است.
در این دیدار، عزیزی از سکتور خصوصی هند خواسته است که ضمن سرمایهگذاری در افغانستان، در بخشهای واردات و صادرات نیز فعالیت کنند.
بر بنیاد خبرنامه وزارت صنعت و تجارت، رییس اتاق صنعت و تجارت هند نیز از برنامهها و همکاریهای مشترک میان سکتورهای خصوصی دو کشور اطمینان داده است.
✒️: سرویس اورژانس دولتی اوکراین در حساب کاربری خود در شبکههای اجتماعی اعلام کرد که ارتش روسیه شب گذشته حملات هوایی به مناطق مختلف انجام داده است.
طبق این گزارش، در حمله به شهر زاپوریژیا، پنج نفر کشته و نه نفر زخمی شدهاند.
در این بیانیه همچنین گزارش شده است که روسیه یک حمله هوایی بدون سرنشین (پهپاد) به منطقه چرنیهیف انجام داده است که در آن یک نفر کشته شده است.
✒️: ریک پیپرکورن، نماینده سازمان بهداشت جهانی در فلسطین در نشست خبری هفتگی به صورت آنلاین، گزارش داد که بیش از 16 هزار و 500 بیمار فلسطینی همچنان نیاز به خارج شدن از نوار غزه دارند.
پیپرکورن با اشاره به اینکه نیازها در غزه با وجود آتشبس همچنان بسیار زیاد است، گفت: تنها نیمی از 36 بیمارستان در غزه تا حدی فعال هستند. از زمان آتشبس، 26 مرکز خدمات درمانی بازگشایی شدهاند. هشت مرکز خدمات درمانی جدید تأسیس شده است. هیچ بیمارستان فعالی در شمال غزه، منطقهای که تخمین زده میشود حداقل 20 هزار نفر در آن زندگی میکنند، وجود ندارد.
او خاطرنشان کرد: سازمان بهداشت جهانی از زمان شروع آتشبس توانسته است 2050 پالت تجهیزات پزشکی به غزه وارد کند. وزارت بهداشت فلسطین در حال حاضر 343 قلم از 622 داروی ضروری را در سطح صفر موجودی دارد.
✒️: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار د ناټو له سرمنشي مارک روټه سره کتلي او پر دوه اړخیزو همکاریو یې خبرې کړې دي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې لمخې، دواړو خواو دغه راز د سولې او امنیت، ترهګرۍ او اقلیمي بدلونونو په ګډون د ګډو ګټو پر بېلابېلو مسایلو او د سیمې او نړۍ پر روان وضعیت خبرې کړې دي.
✒️: د ایران او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو سید عباس عراقچي او سرګي لاوروف په یوه ټلیفوني اړیکه کې د سیمې او نړۍ پر وضعیت خبرې کړې دي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې لمخې، عراقچي د سیمې د سولې او ثبات لپاره د ایران د ډیپلوماټیکو هڅو یادونه کړې او دغه برخه کې یې د ټولو اغېزناکو لورو پر همکارۍ ټینګار کړی دی.
سرګي لاوروف هم د سیمه ییزو هېوادونو د مسایلو د حل لپاره د مشورتي چوکاټ جوړول مناسبه حل لار بللې او دغه برخه کې یې له تهران سره د مسکو د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
ایران او روسیې تر دې وړاندې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ترینګلتیاو د حل په برخه کې د منځګړیتوب لپاره چمتووالی ښودلی و.
✒️: د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادیفول د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر له مرستیال اسحاق ډار سره کتلي او د افغانستان او غزې د وضعیت او ځینو نورو مسایلو په اړه یې خبرې کړې دي.
د جرمني بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دواړو خواو بروکسل کې د اروپایي ټولنې - د هند او ارام سمندر سيمې هېوادونو د وزیرانو د غونډې په څنډه کې کتلي او د دوه اړخیزو همکاریو پر پياوړتیا یې خبرې کړې دي.
✒️: د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت غزه کې د اسراییل بریدونه او د سوریې سویلي سرحدي سیمې ته د اسراییل د لومړي وزیر او ځینو نورو اسراییلي چارواکو ورتګ غندلی دی.
سعودي عربستان له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د اسراییل له لوري د نړۍوالو قوانینو په ځانګړې توګه غزه کې د اوربند او د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا د سرغړونې مخه ونیسي.
✒️: برازیل کې د اقلیمي بدلونونو نړۍواله غونډه (کاپ ۳۰) په داسې حال کې د اورلګېدنې له امله وځنډول شوه چې هېوادونو د اقلیمي بدلونونو د اغېزو پر وړاندې د مبارزې لپاره پر هوکړې خبرې کولې.
رویټرز راپور ورکړی چې اورلګېدنه د غونډې ودانۍ ته نږدې په یوه نندارتون کې رامنځته شوه او ژر مهار شوې ده. ۱۳ تنه د اورلګېدنې د لوګي د تنفس له امله تر درملنې لاندې دي.
راپور کې راغلي چې د غونډې سلګونه ګډونوال د امنیتي ځواکونو له لوري خوندي ځای ته لېږدول شوي دي.
✒️: د هند بهرنیو چارو وزارت د ایران، پاکستان او افغانستان د برخې مسوول انند پرکاش، نن په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، هند، له افغانستان سره کارګو الوتنې پیلوي.
هغه ویلي، ټاکل شوې ډېر ژر د کابل - ډيلي او امریستر - کابل ترمنځ کارګو الوتنې پیل شي.
✒️: ایراني رسنیو راپور ورکړی چې دغه هېواد، هره اونۍ افغانستان ته زر ټنه سمنټ صادروي.
د راپورونو پر اساس، د دغو صادراتو لومړۍ جوپه چې د ریلپټلۍ له لارې به افغانستان ته را ورسیږي، تېره ورځ (پنجشنبه) یې د «راهګرد» له تمځای څخه حرکت کړی دی.
✒️: یک فروند جیت «تجاس» متعلق به نیروی هوایی هند، امروز (جمعه) در جریان یک نمایش هوایی در نمایشگاه هوایی دُبی دچار سانحه شد.
بخش رسانهای نیروی هوایی هند در ایکس اعلام کرده که در نتیجه این حادثه، پیلوت جان خود را از دست داده است.
همچنین، یک هیات تحقیق برای روشن ساختن علت این سانحه تشکیل شده است.
✒️: د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار نن د اروپایي ټولنې، هند او اقیانوسیه د وزیرانو په څلورمه غونډه کې د خبرو کې افغانستان ته په اشارې ویلي، دغه هېواد د پاکستان او سیمې پر ثبات مستقیمه اغېزه لري.
هغه ویلي، یو سولهيیز، باثباته او پرمختللی افغانستان د پاکستان غوښتنه ده.