انسان څنګ دوکه کيږي
انسان عموماً پۀ دوه طريقو دوکه خوري - يو چې کله پۀ وېره کښې راشي او بل چې لالچ يا حرص ئې واخلي - پۀ اوله طريقه کښې د هغه د مزغو د فېصلې مرکز د پرېشر لاندې راشي دي ته (کاګنېټيو ډېزوننس) وائي - پۀ دې کښې مازغه کنفيوز شي او حقيقت صرف هغه ګڼي کوم چې ورته ښودلے کيږي -
د دې مثال دا دے چې انسان يو ډاکټر له لاړشي او هغه ورته وائي شکر کوه چې را ورېسېدې ګنې ختم وې يا تۀ اوس راغلې چې هر څۀ دې برباد شو - يا څوک کوډ ګر يا بل عامل له لاړ شي او هغه ورته وائي چې دشمن تباه کړے ئې او بيا ورته د هغې ناشوني کار پۀ حواله تفصيلي قيصې شورو کړي -
د دې اولنۍ جټکې سره د انسان د فېصلې مرکز کار پرېږدي - او دا انسان ورته وائي چې اوس څۀ وکړم يا اوس ئې څۀ لار ده - دلته وېره خوروونکے خپل دويم کارډ راواخلي - او وائي چې کيږي خو اوس به دې خرچه زياته لګي - بيا کۀ پرې هغه ټسټونه کوي او کۀ نورې لوبې پرې کوي خو دغه سړے خپل غم اخستے وي د پېسو غم نۀ کوي او الټا ورته دعاګانې هم کوي -
د دې نه د بچ کېدو اسانه طريقه دا ده - چې د داسې واردات سره يو دوه اوږدې ساهګانې واخلې او دغه ټوله خبره دروغ وګڼی - پۀ هغه کس لعنت اووائې او پۀ مخه ترې روان شې او خپل مازغۀ پۀ دې خبره قائل کړي چې پۀ ما هېڅ داسې خطرناکه بيماري نشته - زۀ اوس بل ډاکټر له ځم او يا دا عاملان او کوډګر صرف د پېسو له پاره دا حربې کوي -
د دوکې دویمه طريقه لالچ دے - پۀ دې کښې عموماً انلائن کاروبارونو واله ، وېزو واله او يا د پېسو زياتولو واله فراډ کمپنيانې ملوثې وي - هغو ورته خوږې پستې اووائي او مازغۀ د هغې پۀ جواب کښې د خوشالۍ دومره زيات هارمون خارج کړي چې هغه د فېصلې پۀ مرکز اثر انداز شي - دا هارمون د فېصلې مرکز دليل يا منطقي سوچ ته نۀ پرېږدي -
کۀ بل څوک ورته پۀ منطقي انداز څۀ دليل راوړي خو دغه هارمون د بل تن دليل پۀ منفي انداز تجزيه کوي - د مثال پۀ توګه د دۀ پۀ ما پېسې نۀ دي سود ، دے زما پۀ وېزه خفه کيږي او دغسې نور منفي فکرونه کوي ځکه چې د خوشالۍ هارمون ئې مسلسل د خوش فهمۍ د يو خيالي مدار نه چاپېره چورلوي -
د دې نه د بچ کېدو طريقه دا ده - چې انسان پۀ اولني فرصت کښې بې دليله دغه ټوله خبره رد کړي - چې کله ئې رد کړي نو مازغۀ به مايوسه شي او د خوشالۍ هارمون به نۀ خارجوي - مازغه به بيا د هغې سهي ثابتولو د پاره دليلونه راوړي او هغه دليلونه بیا پۀ منطقي انداز تللے کيږي او انساني مازغۀ به بیا د هغې پۀ منفي او مثبت اړخونو پۀ خپله سوالونه پورته کوي او د هغې جاج به اخلي -