مهم ترين های امروز دوشنبه
✒️: د ننګرهار والي، محمد نعیم اخند او د پاکستان کونسل شفقتالله د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د تاریخي اړیکو، ګډو ارزښتونو او متقابل تفاهم د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.
د ننګرهار د ولایت رسنیو دفتر ویلي، په دغه کتنه کې د سیمې اوسنی وضعیت، د ګاونډیتوب ښه دود او د خلکو د ورځنیو اسانتیاو موضوعات وڅېړل شول.
ښاغلي نعیم اخند ټینګار وکړ چې اسلامي امارت د سیمې، ګاونډ او نړۍ له هېوادونو سره د ښو اړیکو او ګډو ګټو د خوندي کولو لپاره رغنده دریځ لري.
✒️: د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزی د رسمي سفر پر مهال په هند کې د دغه هېواد له صنعت او سوداګرۍ وزیر سره وکتل او د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وشوې.
په دغه کتنه کې د هوايي، ځمکني او سمندري سوداګرۍ پراختیا، د نهاواشيوا بندر د ستونزو حل، د بانکي معاملو اسانتیا، سوداګریزو او طبي ویزو، ګډې پانګونې او نندارتونونو په اړه تفصیلي بحث وشو. دواړو لورو د ګډې سوداګرۍ او پانګونې د کاري ډلې د فعالولو او د ګډو سوداګریزو نندارتونونو د ترسره کولو پر سر هوکړه وکړه.
✒️: امیرخان متقی، وزیر امور خارجه امارت اسلامی افغانستان، امروز (دوشنبه) اعتبارنامه سیف محمد الکتبی، سفیر جدید امارات متحده عربی در کابل، را پذیرفت.
بر اساس خبرنامه وزارت خارجه، آقای متقی گسترش بیشتر روابط تجاری میان دو کشور و فراهمسازی سهولت در روند صدور ویزا برای افغانها از سوی امارات متحده عربی را مهم خواند.
سفیر جدید امارات، ضمن تاریخی خواندن روابط کشورش با افغانستان، وعده سپرد که روی پروژههای جدید در زمینه تجارت دوجانبه و ترانزیت کار خواهد کرد و برای تسهیل صدور ویزا به تاجران افغان تلاش خواهد نمود.
✒️: د افغانستان اسلامې امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو ریيس شفیع اعظم او صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو رییس الحاج عارف نن (دوشنبه) د هند د نساجي وزارت له مسوولینو سره لیدلي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، دې لیدنه کې هندي لوري افغانستان ته په «بهارت ټیکس» نندارتون کې د ګډون بلنه ورکړه چې افغاني تولیدات پهکې نندارې ته وړاندې کړي.
✒️: وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان، با سپاسگزاری از هند بابت فراهمسازی زمینه سفرش به دهلینو، گفته که این سفر فرصتهای تازهای را برای همکاری مشترک میان دو کشور ایجاد میکند.
نورالدین عزیزی در یک نشست خبری در هند افزوده که هدف از سفرش به هند، تقویت همکاریهای اقتصادی دوجانبه و احیای روابط تاریخی در زمینههای تجارت، سرمایهگذاری و سایر حوزههاست.
✒️: سرپرست سفارت امارت اسلامی افغانستان در قطر میگوید که کابل به حل تنشها از راه گفتوگو باور دارد و تلاشهای منطقهای در این زمینه را نیز میستاید.
آقای شاهین در گفتوگو با طلوعنیوز تأکید میکند که راهحلهای پیشنهادی برای کاهش تنش میان کابل و اسلامآباد باید معقول و مبتنی بر خواستهای هر دو طرف باشد.
✒️: رجب طیب اردوغان، رئیسجمهور ترکیه با ولادیمیر پوتین، رئیسجمهور روسیه درباره جنگ میان روسیه و اوکراین و همچنین مسائل منطقهای و جهانی تلفنی گفتوگو کرد.
طبق اعلام اداره ارتباطات ریاستجمهوری ترکیه، اردوغان در این گفتوگو اظهار داشت که ترکیه به تلاشهای خود برای پایان دادن به جنگ روسیه-اوکراین همراه با صلح عادلانه و پایدار، ادامه خواهد داد.
اردوغان تاکید کرد: ترکیه آماده است هر ابتکار دیپلماتیکی که تماس مستقیم میان طرفها را تسهیل کرده و راه را برای برقراری صلح دائمی هموار میکند، حمایت و تقویت کند.
✒️: له هند څخه بېل شوی سندهـ به بېرته له هند سره یوځای شي – د هند دفاع وزیر.
د هند دفاع وزیر ويلي: د هند او پاکستان پولې ثابتې ندي او سندهـ، چې په ۱۹۴۷ کال کې له هند څخه بېل او پاکستان ته وسپارل شو؛ شونې ده، چې بېرته له هند سره یوځای شي.
✒️: رویټرز راپور ورکړی چې اسراییل د بیروت سویل کې په تازه بریدونو کې د حزب الله د پوځ مشر علی طباطبایي په نښه کړی دی.
حزب الله د طباطبایي مړینه تایید کړې او خبرداری یې ورکړی چې مشرتابه به یې د دې بریدونو د ځواب پرېکړه وکړي.
که څه هم د اسراییل او حزب الله ترمنځ تېر کال د امریکا په منځګړیتوب اوربند شوی خو اسراییل د دغه اوربند سربېره بیروت کې بریدونه کړي دي.
تر دې وړاندې امریکا هم په ۲۰۱۶ زېږیز کال کې د حزب الله په دغه مشر بندیزونه لګولي و او د نوموړي په اړه یې د مالوماتو لپاره ۵ میلیونه ډالره جایزه اعلان کړې وه.
✒️: نن (دوشنبه) سهار شاوخوا اته بجې، پېښور ښار کې د کوهاټ پر سړک د پاکستان د FC ځواکونو پر مرکز وسلهوال برید شوی دی.
د پاکستاني رسنیو د معلوماتو لهمخې، وسلهوالو کسانو لومړۍ د دغه پوځي مرکز په دروازه کې چاودنه کړې او بیا یې له پوځیانو سره جګړړه پیل کړې ده. تراوسه د اوښتې مرګژوبلې په اړه وروستي معلومات نه دي رسنیز شوي.
✒️: صندوق بینالمللی پول (آیآماف) میگوید که فرار مالیاتی، فساد، پنهانکاری در درآمد واقعی و وجود قوانین پیچیده در پاکستان، زیانهای گستردهای به خزانه این کشور وارد کردهاند.
این صندوق تأکید کرده است که تعداد واقعی مالیاتدهندگان ثبتشده در پاکستان بسیار کمتر از برآوردهای رسمی است و شمار مالیاتدهندگان باید دستکم به ۱۵ میلیون نفر افزایش یابد.
✒️: هندي رسنیو راپور ورکړی چې په ډيلي هوايي ډګر (اېندراګاندي) کې د دوو الوتکو د نږدې ټکر مخه نیول شوې ده.
دغه پېښه هغه مهال رامنځته کېدونکې وه چې د اریانا افغان هوايي شرکت یوه الوتکه د خپلې لیکې پر ځای په بله ځغاست لیکه کې ښکته شوه چې هغه لیکه بلې الوتکې هم کاروله. راپورونو زیاته کړې چې دغه کار په تېروتنه کې شوی خو په اړه یې پلټنې کیږي.
✒️: امنیتي ځواکونو رویټرز ته ویلي، پېښور کې د سرحدي ځواکونو پر مرکز ځانمرګي برید کې درې کسان وژل شوي او لږ تر لږه پنځه نور ټپیان دي.
دغه مرکز د پېښور په ګڼ مېشتې سیمه کې دی چې ټپیان یې نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي. تر اوسه هیڅ یوې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.
✒️: د جرمني د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د روان میلادي کال له پیل څخه تر اکتوبر میاشتې پورې ۱۹ زره ۵۳۸ تنه کډوال له دغه هېواد څخه ایستل شوي چې افغانان او سوریایان هم پهکې شامل دي.
جرمني رسنیو راپور ورکړی چې سږکال له دغه هېواده د کډوالو د ایستلو کچه د تېر میلادي کال په پرتله شاوخوا ۲۰ سلنه او د ۲۰۲۳ کال په پرتله بیا ۴۵ سلنه لوړه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د جرمني یوه پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې کړې وې.