مهم ترين های امروز سه شنبه

نومبر 25, 2025 - 19:37
 0  10
مهم ترين های امروز سه شنبه

✒️: ‏یک هیات مشترک از مسوولان امارت اسلامی افغانستان و تاجران کشور با مقام‌های اوزبیکستانی و تاجران آن کشور در ولایت سرخان‌دریای اوزبیکستان دیدار کرده‌اند.
سخنگوی دفتر رسانه‌ای مقام ولایت بلخ در خبرنامه‌ای گفته است که در این نشست، درباره آغاز صادرات و واردات اقلام تجاری و ایجاد سهولت‌ها میان دو کشور گفت‌وگو شده است.
✒️: ‏قومندانی امنیه فاریاب اعلام کرده است که سه تن را به اتهام آتش‌زدن یک مرکز صحی در قریه «غوره» ولسوالی قیصار بازداشت کرده‌اند.
 بر اساس این اعلامیه، انگیزه این رویداد اختلافات قومی و خصومت‌های محلی عنوان شده است. قومندانی افزوده است که افراد بازداشت‌شده تحت توقیف قرار دارند و تحقیقات بیشتر درباره این رویداد آغاز شده است.
✒️: ‏په کابل کې د قطر نوي سفیر، مردف القاشوطي، د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر، امیر خان متقي ته د خپل باورلیک نسخه وړاندې کړه.
متقي له قطر سره اړيکې تاريخي وبللې، ټينګار یې وکړ چې د سوداګرۍ د پراختيا او قطر ته د افغان کاري ځواک د استولو لړۍ باید چټکه شي.
د قطر نوي سفیر هم ژمنه وکړه چې د دوه اړخیزو اړیکو د پياوړتيا ترڅنګ به د منځګړيتوب او د افغانستان او نړيوالې ټولنې د دريځونو د نږدې کولو لپاره هڅې زياتې کړي.
✒️: ‏د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي، د ترکیې په رسمي بلنه د ایکو سازمان د وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره ترکیې ته سفر وکړ.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې په دغه سفر کې به هغه د "حلال ۲۰۲۵" نندارتون د پرانیستې مراسمو کې هم ګډون کوي او د ترکیې د خصوصي سکټور له استازو سره د پانګونې د جلبولو په اړه خبرې وکړي.
ایکو د سیمه‌ییز اقتصادي همکاریو سازمان دی چې د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو، کلتوري او تخنیکي اړیکو د پراختیا په موخه کیږي.
✒️:  د افغانستان اسلامي امارت په یوه اعلامیه کې د تېرې شپې بریدونه د افغانستان د حریم نقض بللی او دا یې د ټولو منلو شویو نړۍوالو نورمونو ښکاره ټکر یاد کړی دی.
په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان اسلامي امارت به دغو بریدونو ته په مناسب وخت کې ځواب ورکړي.
✒️: ‏تېره شپه شاوخوا ۲ نیمې بجې، د کونړ مرکز د څاګي په سیمه کې د یوه ملکي کس پر کور د یوې بې‌پیلوټې الوتکې بمبار شوی.
په برید کې کور زیانمن شوی او د لومړنیو معلوماتو له مخې دوه ښځې، دوه ماشومان او یو نارینه سربېرن ټپیان دي.
 امنیتي مسوولینو ویلي، سیمې ته رسېدلي او د پېښې د څرنګوالي څېړنې روانې دي.
✒️: ‏په پاکستان کې د افغانستان اسلامي امارت پخواني سفیر، عبدالسلام ضعیف د تېرې شپې د بریدونو په غبرګون کې ویلي، دا د پاکستاني لوري "فساد او بزدلانه عمل" دی.
ښاغلي ضعیف زیاته کړې چې دا ډول کړنې د دې ښودنه کوي چې هغوی د سولې لپاره لېوالتیا او د سولې وړتیا دواړه نه لري.
هغه د خوست په ګربز کې د شهیدانو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او پاکستان ته یې په خطاب کې ویلي چې د خپل هېواد په ټیکاو او امنیت کې پاتې راغلي دي.
✒️: طلوع نيوز: ‏د ترکیې په استانبول کې د افغان او پاکستاني لوري ترمنځ خبرې پایلې ته و نه رسېدې خو د دواړو لورو ترمنځ اوربند موجود وو.
خو د تېرې شپې د هوايي بریدونو په ترڅ کې پاکستاني لوري دغه اوربند مات کړی دی.
په دغو بریدونو کې ماشومان او ملکيان په نښه شوي دي.
✒️: د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، پاکستاني پوځ تېره شپه د خوست د ګربز ولسوالۍ په مغلګۍ سیمه کې پر یوه کور بمبار کړی چې ۹ ماشومان او یوه ښځه یې شهیدان کړي دي.
د مجاهد په خبره، پاکستاني پوځ کونړ او پکتیکا کې هم بریدونه کړي چې ۴ ملیکان پکې ټپيان شوي دي.
✒️: ‏د پاکستان پوځ په خوست کې د یوې کورنۍ ۱۰ غړي شهیدان کړل.
د خوست ولایت یوه اوسیدونکي ویلي؛ تېره شپه د پاکستان د پوځ په هوايي برید کې څه نا څه یوه کورنۍ ټوله له منځه وړل شوې، چې یوازې دوه کسان یې ژوندي پاتې دي.
✒️: ‏نماینده فلسطین در سازمان ملل: ‎اسرائیل از زمان ‎آتش‌بس هر روز دو ‎کودک را در ‎غزه کشته است.
ریاض منصور، نماینده فلسطین در سازمان ملل در سخنرانی در در جلسه‌ در شورای امنیت در مورد وضعیت خاورمیانه از جمله مسئله فلسطین گفت: اسرائیل از زمان آتش‌بس، روزانه دو کودک را در غزه کشته است.
✒️: زلنسکی برای مذاکره درباره "طرح صلح" با ‎ترامپ به ‎آمریکا می‌رود.
ولودمیر زلنسکی، رئیس‌جمهور اوکراین اواخر ماه جاری (نوامبر) به منظور دیدار با دونالد ترامپ، همتای آمریکایی خود درباره "طرح صلح" به واشنگتن سفر خواهد کرد.
✒️: ‏شمار قربانیان حملات ‎اسرائیل اشغالگر به ‎غزه به 69 هزار و 775 نفر رسید.
وزارت صحت ‎فلسطین در غزه با انتشار اطلاعیه‌ای، آخرین آمار مربوط به جان‌باختگان و مجروحان حملات اسرائیل را منتشر کرد.
براساس اطلاعیه منتشر شده، طی 24 ساعت گذشته پیکرهای دو نفر از زیر آوار بیرون کشیده شده و در حملات اخیر اسرائیل، 17 نفر جان باخته و 16 نفر زخمی شده‌اند.
بدین ترتیب، شمار قربانیان حملات اسرائیل به نوار غزه از 7 اکتبر 2023 تا‌کنون به 69 هزار و 775 نفر و شمار مجروحان نیز به 170 هزار و 965 نفر افزایش یافته است.
✒️: ‏رجب طیب ‎اردوغان، رئیس‌جمهور ‎ترکیه:
در نسل‌کشی ‎غزه، از میان 70 هزار فلسطینی شهید، متاسفانه دو سوم زنان و کودکان هستند؛ این ارقام برای هر انسان باوجدانی تکان‌دهنده و ترسناک است.
واکنش مناسبی نسبت به خشونت روا داشته شده در حق زنان غزه طی دو سال اخیر نشان داده نشد. هویت عامل خشونت و مظلوم باعث کاهش سطح واکنش‌ها شد.
بدون توجه به هویت ظالم یا مظلوم، از حق دفاع خواهیم کرد و حقیقت را در هر عرصه‌ای با صدایی رسا فریاد خواهیم زد.
✒️: عراقچی: تحریم‌کنندگان و مجریان آن باید بازخواست شوند.
سید عباس عراقچی، وزیر امور خارجه ایران که برای شرکت در اجلاس سالانه دولت‌های عضو کنوانسیون سلاح‌های شیمیایی به لاهه سفر کرده با فرناندو آریاس، رئیس سازمان منع سلاح‌های شیمیایی دیدار و گفت‌وگو کرد.
عراقچی در این دیدار ابراز داشت: ‎تحریم‌های غیرقانونی علیه ایران جنایت علیه بشریت محسوب می‌شوند و طرف‌های تحریم‌کننده و اجراکنندگان تحریم‌ها باید به‌خاطر ارتکاب این جنایت بازخواست شوند.
✒️: ‏راپورونه کاږي چې د بلوچستان ایالت په بولان پاس سیمه کې د پېښور پر لور روان د جعفر اېکسپرېس پر اورګاډي یو ځل بیا وسله وال برید شوی چې روغ ترې وتلی دی.
راپورونه زیاتوي چې دا په تېره یوه نیمه میاشت کې د کوېټې او سیبي ترمنځ پر جعفر اېکسپرېس شپږم برید دی.
✒️: ‏د خېبر پښتونخوا ایالتي پارلمان سیمه کې د سولې په موخه له افغانستان سره د خبرو لپاره د یوې جرګې د جوړولو وړاندیز کړی دی.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې پارلمان ویلي، دغه جرګه کې باید ټول سیاسي ګوندونه او قومي مخور ونډه ولري او خبرې به هم اسلام اباد او هم کابل کې ترسره شي.
د پارلمان مشر بابر سلیم سواتي دغه راز ټینګار کړی چې په دې بهیر کې باید د خېبر پښتونخوا د سولې د وروستۍ جرګې ټولې سپارښتنې هم په پام کې ونیولې شي.
د خېبر پښتونخوا د سولې جرګه د روانې نومبر په ۱۲مه ترسره شوه چې پکې له افغانستان سره خبرو ته پر لومړیتوب، د افغانستان اړوند مسایلو کې د خېبر پښتونخوا له حکومت سره پر مشورې، د سوداګریزو لارو پر پرانیستو او دغه برخه کې پر ځینو نورو مسایلو ټینګار شوی و.
✒️: ‏پاکستاني پولیسو د شپې په یوه بجه اسلام‌اباد کې له سلو زیاتې افغان کورنۍ نیولي.
پاکستان کې افغان کډوال طلوع‌نیوز ته وایي، پاکستاني پولیسو تېره شپه شاوخوا ۱ نیمه بجه د اسلام اباد په ارجنټینا پارک کې د مېشتو افغان کډوالو پر کورنیو چاپې وهلي او نږدې ۱۵۰ کورنۍ یې نیولي او د ایستلو لنډمهالو پنډغالو ته یې لېږدولې دي.
افغان کډوالو د اندېښنې په څرګندولو سره د پاکستاني پولیسو دا عملیات بې سارې بللي او زیاته کړې یې ده چې اوس مهال افغانان په ډېر خراب وضعیت کې دي.
✒️: ‏د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد پر اېکس د پاکستان د یرغلګرو ځواکونو له لوري پر افغان خاوره د تېرې شپې د بریدونو غندنه کړې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
هغه زیاته کړې چې د ملکیانو په نښه کول او د پراخې جګړې رامنځته کېدو خطر د پاکستان او افغانستان دواړو لپاره د ستونزې د حل لار نه ده.
خلیلزاد زیاته کړې چې څو ورځو کې به د ترکیې یو پلاوی پاکستان او ښايي افغانستان ته راشي او بیا په انقره کې یو ګډ څارونکی مرکز پرانیستل کیږي چې د قطر، ترکیې، افغانستان او پاکستان استازي پکې وي.
د هغه په وینا دغه مرکز به نه یوازې څارنه کوي، بلکې د هر ډول ادعاو یا راپورونو د ترلاسه کېدو پر مهال به د ستونزو د حل هڅه هم کوي.
✒️: ‏کنیچی ما ساموتو، سفیر جاپان در کابل، خواستار کاهش تنش‌ها میان افغانستان و پاکستان شده است.
او می‌افزاید که هرچند مشکلاتی میان دو طرف وجود دارد و هر یک دیدگاه‌های خود را مطرح می‌کنند، اما با وجود این چالش‌ها، افغانستان و پاکستان همچنان دو همسایه‌ مهم به‌شمار می‌روند.
✒️: ‏برنامه جهانی غذای سازمان ملل متحد هشدار داده است که میزان سوءتغذیه در میان زنان و کودکان در زمستان پیش‌رو در افغانستان به‌سرعت رو به افزایش است.
این نهاد، بحران گرسنگی در افغانستان را یکی از شدیدترین بحران‌های غذایی جهان توصیف کرده و افزوده است که افغانستان اکنون از نظر میزان سوءتغذیه حاد کودکان در جایگاه چهارم جهان قرار دارد.
بر اساس گزارش برنامه جهانی غذا، تقاضا برای دریافت کمک غذایی در افغانستان همچنان رو به افزایش است، در حالی که این سازمان با منابع محدود برای حمایت از زنان و کودکان نیازمند روبه‌رو است.
✒️: ‏هر کال د نومبر په ۲۵مه، نړۍ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ نمانځي؛ هغه ورځ چې د پوهاوي لوړولو، د قربانیانو د ملاتړ او د تاوتریخوالي د ټولو بڼو پایته رسولو ته ځانګړې شوې ده. دغه ورځ په ۱۹۹۹ زیږیز کال کې د ملګرو ملتونو له لوري په رسمي ډول اعلان شوه.
دا ورځ د ډومینیکن جمهوریت د میرابال درې خوېندو په یاد نمانځل کېږي چې د یوې دیکتاتورۍ پر وړاندې د مبارزې سمبول وې.