مهم ترين های امروز سه شنبه
✒️: د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر په مشرۍ نن (سهشنبه) د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه کې د څه باندې یو میلیارد او ۵۳۸ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۱ پروژې منظورې شوې.
په منظور شویو پروژو کې د غور د هوایي ډګر د ځغاستلیکې جوړول، د بغلان د دهنهغوري ولسوالي د څه باندې ۱۷ کیلومتره سړک جوړول، د پکتیکا د زرګرانو ـ ګردیز ښار سړک جوړول او دغه راز د کابل د باریکاب د ۲۲۰ کیلو ولټه سبسټیشن د سروې، ډیزاین او ټیسټ د ورکړې قراردادونه هم شامل دي.
✒️: د فراه د امنیه قومانداني د مطبوعاتو مسوول، محمدنسیم بدري طلوعنیوز ته ویلي، تېره شپه (دوشنبه) د دغه ولایت لس تنه اوسېدونکي چې غوښتل یې په ناقانونه توګه ایران ته واوړي، د دغه هېواد د سرحدي پولیسو له لوري په ډزو وژل شوي دي. د هغه په خبره، دغو ځوانانو غوښتل، د ۷۸ میل بندر له صفري نقطې ایران ته د کار لپار واوړي.
✒️: د خوست د ولایت ویاند، مستغفر ګربز وايي، خوست کې نن (سېشنبه) پر یوه کس د قصاص حکم پلی شو.
ښاغلي ګربز ویلي، د خوست مسوولینو او مشرانو د مقتول له کورنۍ وغوښتل چې بښنه ورته وکړي خو هغوی و نه منله او قاتل ته د قصاص سزا ورکړ شوه.
د سترې محکمې په وینا دا یوولسم قصاص دی چې د افغانستان اسلامي امارت له لوري عملي کيږي.
د خوست په دغه قضیه کې چې لس میاشتې مخکې په علیشرو او تریزیو ولسوالۍ کې شوې وه او ۱۳ کسان پکې وژل شوي وو، پر دوو کسانو نورو هم د قصاص حکم شوی خو د مقتول د کورنۍ غړي حاضر نه دي او ترهغې چې هغوی حاضر نه وي حکم نه پلی کيږي.
✒️: د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس پر اېکس لیکلي، د افغانستان اسلامي امارت زیربنایي پروګرامونو په دوام، دغه وزارت په پروان کې د سړک جوړونې دوه مهمې پروژې لاسلیک کړې دي.
د هغه په وینا لومړۍ پروژه د کوهصافي سړک ۲۰ کیلومټره پروژه ده چې د ۶۴۱ میلیونه افغانیو په ارزښت ده او دوېمه د بګرام- جبل السراج سړک دی چې د ۳۴۲ میلیونه افغانیو په ارزښت رغول کیږي.
وزارت وايي چې د دواړو پروژو عملي کار به ژر پیل شي.
✒️: وزیران خارجه افغانستان و تاجیکستان بر تداوم تماسهای نیروهای مرزی، همکاریهای امنیتی و برگزاری نشستهای تخنیکی کمیتههای مشترک توافق کردند.
امیرخان متقی، وزیر خارجه امارت اسلامی افغانستان، در گفتوگوی تیلفونی با سراجالدین مهرالدین، وزیر خارجه تاجیکستان، گفته است که دو کشور در ماههای اخیر فضای اعتماد و همکاریهای سیاسی، اقتصادی و امنیتی را ایجاد کردهاند، اما برخی حلقات تلاش دارند این روند را آسیب بزنند.
در اعلامیه وزارت خارجه به نقل از آقای متقی آمده است که امارت اسلامی افغانستان برای انجام تحقیقات مشترک و تأمین امنیت مرزی آماده همکاری است. او بار دیگر کشتهشدن اتباع چینی در خاک تاجیکستان را نکوهش کرده است.
بر اساس اعلامیه، آقای مهرالدین نیز در این گفتوگوی تیلفونی گفته است که تاجیکستان خواهان تعامل مثبت با حکومت افغانستان است و از تلاشها برای تقویت هماهنگیهای مرزی میان دو کشور حمایت میکند.
✒️: د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د کابل بېلابېلو سیمو کې شپږ تنه د شاوخوا درې زره نشه يي ګولیو پلور په تور نیولي دي.
کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې نیول شوي کسان به تر لومړنیو څېړنیو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.
✒️: د بلخ ولایت حیرتان بندر کې یو تن د ډالرو او نور پیسو د قاچاق په تور نیول شوی دی.
د یاد ولایت امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې له نوموړي کس سره ۱۰ زره او ۳۰۰ ډالر، ۴۴ زره او ۷۰ افغانۍ او دغه راز ۵۹۵ زره اوزبېکي صم نیول شوي چې غوښتل یې اوزبېکستان هېواد ته یې قاچاق کړي.
✒️: یورش اسرائیل به کرانه_باختری؛ یک نوجوان فلسطینی کشته شد.
پس از ماجرای زخمی شدن یک نظامیان اسرائیل در نزدیکی شهرک كريات أربع در جنوب کرانه باختری، نظامیان اسرائیل به شهر الخلیل یورش بردند.
وزارت بهداشت فلسطین اعلام کرد که مهند طارق محمد الزغیر، نوجوان 17 ساله در شهر الخلیل بر اثر شلیک نظامیان اسرائیل جان باخته است.
✒️: تظاهرات علیه درخواست عفو نتانیاهو در مقابل اقامتگاه ریاستجمهوری إسرائيل.
اسرائیلیها با برگزاری تجمع در مقابل دفتر نخستوزیر و اقامتگاه ریاست جمهوری به درخواست عفو بنیامین نتانیاهو، نخستوزیر اسرائیل از رئیس جمهور این کشور اعتراض کردند.
✒️: قطر: برای اجرای مرحله دوم آتشبس غزه تلاش میکنیم.
ماجد الانصاری، سخنگوی وزارت امور خارجه قطر در نشست خبری در دوحه گفت: تلاشهای میانجیگری برای جلوگیری از فروپاشی آتشبس موجود در غزه که با سرعت نگرانکنندهای نقض شده، ادامه دارد.
✒️: په اډیاله زندان کې د پاکستان پخواني بندي صدراعظم عمران خان سره تر شل دقیقي لېدنې وروسته د هغه خور عظمت خان وايي د نوموړي روغتیا ښه ده خو په ذهني توګه شکنجه شوی دی.
د عظمت خان په وېنا عمران په بنده خونه کې ساتل کېږي او له چا سره اړیکه نه لري او څه چې کېږي مسوولیت یې د عاصم منیر پر غاړه دی.
✒️: د بې پولې ډاکټرانو ټولنې خبرداری ورکړی چې د افغانستان په شمال کې کورنۍ غوره او وړیا روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري، چې د میلیونونو کسانو پر ژوند اغېز کوي.
دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د هېواد شمال کې د ماشومانو او مېندو د ژوند ژغورنې لپاره مجهزو روغتونونو او متخصصو ډاکټرانو ته اړتیا ده.
خبرپاڼه کې راغلي چې ډېری کورنۍ بیا د ټولنیزو-اقتصادي او کلتوري خنډونو له امله له روغتیایي خدمتونو بې برخې پاتې دي.
✒️: پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د افغانستان اسلامي امارت او پاکستاني پلاوي ترمنځ مذاکرات یو ځل بیا بې پایلې پایته رسېدلي دي.
راپور کې د سرچینو په حواله راغلي چې د تړلو دروازو تر شاه دغو مذاکراتو کې دواړو لورو له نرمښت ښودلو پرته خپل مخکني دریځونه مطرح کړي دي.
د راپور لمخې، ښایي په نږدې راتلونکي کې ریاض کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د مذاکراتو بل پړاو هم ترسره شي.
تر دې وړاندې د دواړو خواو ترمنځ په استانبول کې هم مذاکرات بې پایلې پایته رسېدلي وو، چې لامل یې د افغانستان اسلامي امارت د پاکستاني پلاوي "غیر معقولې غوښتنې" په ګوته کړې وې.
✒️: د امریکا د کورني امنیت وزیرې، کریسټي نوام ویلي، د دغه هېواد له ولسمشر، ډانلډ ټرمپ سره یې په وروستۍ کتنه کې پر هغو ټولو هېوادونو یې د سفر د بشپړ بندیز سپارښتنه کړې چې امریکا ته «خطرناک کډوال» استوي.
هغې پر اېکس په توندې لهجې سره ځینې کډوال «قاتلان» او «بوج» بللي او ویلي یې دي چې هېواد ته د «قاتلانو او مفتهخورو» د ورتګ مخه باید ونیول شي.
✒️: د ټرمپ اداره اوس په فعاله توګه د هغو ټولو افغانانو بیا ارزونه کوي چې جو بایډن امریکا ته لېږدولي دي.
د سپینې ماڼۍ ویانده، کارولینا لېویټ تېره شپه رسنیو سره په خبرو کې زیاته کړه، هر هغه څوک چې د امریکا ملي امنیت یا امریکايي وګړي له ګواښ سره مخ کړي له هېواده به ایستل کېږي.
هغې ویلي، "موږ د پناه غوښتنو د ارزونې ټول بهیر درولی دی او طبعاً د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) چې د بایډن د ادارې پر مهال پکې ډېر افغانان امریکا ته تللي، هم اوس ځنډول شوې دي."
✒️: د ملګرو ملتونو امنیت شورا به په ډسمبر کې د افغانستان د وضعیت په اړه خپله درې میاشتنۍ پرانيستې غونډې وکړي.
په پام کې ده چې دغه غونډه کې د سرمنشي مرستیاله او د یوناما د استازولۍ سرپرسته جورجټ ګانیون، د اوچا یو لوړپوړی چارواکی او د مدني ټولنې استازې/استازی راپور ورکړي.
✒️: ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي، په پام کې ده چې امنیت شورا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو شخړو اړوند یو پرېکړه لیک تصویب کړي.
په دغه پرېکړه لیک کې به له دواړو لورو غوښتنه وشي چې د لا زیاتو پوځي اقداماتو مخنیوی وشي.
د راپور له مخې د امنیت شورا غړي به غیر رسمي مشورتي غونډه هم وکړي څو د ملګرو ملتونو د چارواکو له لوري د دغې شخړې او د سیمهییزو اغېزو په اړه یې لنډ معلومات ترلاسه کړي.
✒️: د بې ځایه شویو نړۍوالې ادارې په یوه لیک کې چې د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش ته یې استولی، ټینګار کړی چې افغان کډوال او بېځایه شوي افغانان په خپله خوښه له هېواده نه دي وتلي، بلکې د افغانستان د سیاسي او امنیتي وضعیت له امله اړ شوي دي.
دغې ادارې د نورو د ځینو سازمانونو سره په ګډه ویلي افغانانو جګړې او ځورېدنې ليدلي او اوس باید په ټولیز ډول قضاوت نه شي.
لیک کې غوښتنه شوې چې د یوه کس د یوې غمیزې له امله دې پر افغان کډوالو هیڅ ډول ټولیزه سزا او توند غبرګون یا چلند نه عملي کېږي.
✒️: یونېسکو په یوه اعلامیه کې ویلي له اروپايي ټولنې سره یې په ګډه د ۴.۷ میلیون یورو په ارزښت د سواد او حرفوي مهارتونو د زده کړې پروژه پیل کړې ده.
د اعلامیې په وینا دغه نوښت د اقتصادي پیاوړتیا لپاره پیل شوی دی. د دواړو بنسټونو دغه پروژه به په ۵ ولایتونو کې ۷ نیم زره کسانو ته د سواد او مهارتونو د زده کړې خدمات وړاندې کړي.
✒️: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) نن (سهشبنه) په یوه راپور کې ویلي، په ۲۰۲۶ میلادي کال کې بشري مرستو لپاره یو عشاریه ۷۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.
په راپور کې راغلي، راتلونکی کال ۲۱.۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، خو د دوی د پلان لهمخې به ۱۷.۵ میلیونه کسانو ته مرستې ورسیږي.
اوچا ویلي، غواړي راتلونکی کال، د ښوونې روزنې، روغتیا، بېړنیو مرستو، د خوړو او کرنې، تغذیې، خوندیتوب او پاکو اوبو برخو کې مرستې وکړي.
✒️: په داسې حال کې چې لا هم له ایران، پاکستان او ترکیې څخه هره ورځ لسګونه کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنېږي او د اسلامي امارت په ګډون ورسره د بېلابېلو مرستندویه بنسټونو له لوري مرستې کیږي، خو بیا هم یو شمېر دغه کورنۍ وايي، له دوی سره شوې مرستې ورته بسنه نه کوي.