نوم ورکی ساينسپوه: له ناسا تر جنت پورې سفر

دسمبر 2, 2025 - 21:19
 0  11
نوم ورکی ساينسپوه: له ناسا تر جنت پورې سفر

فلسطينيان عجيب خلک دي؛ عجيب له دې پلوه چې د هغوی په نظر وطن، عزت او مقاومت د هرې اسانتيا، هرې ګټې او هر نعمت څخه لوړ ارزښت لري. ډېر وخت داسې انګېرل کېده چې د مقاومت پر نظامي تکنالوژۍ او توغنديو د کوم بهرني هېواد پټ ملاتړ شوی دی، خو وروسته رښتيا بربنډ شول؛ هغه دا چې د دې سترې تکنالوژۍ اصلي طرحه‌کوونکی هېڅ بېګانه نه و، بلکې يو گمنام فلسطيني ساينسپوه و چې د شهادت جامه يې واغوسته او د انبياوو په ټاټوبي کې ویده شو؛ دا ستر انسان ډاکټر جمال الزبدة و.

د امريکا له تابعیته تر ناسا پورې… او بيا تر غزې

ډاکټر جمال الزبدة هر هغه څه قربان کړل چې ميليونونه ساينسپوهان يې په ارمان دي: د امريکا تابعيت، ارامه او شتمنه ژوند، او د ناسا د لوړې ادارې د کار ځلاند فرصتونه. خو هغه بله لار غوره کړه؛ داسې لار چې پاى يې شهادت، ورانې کورې، د باروتو بوی او د اسرائيلي بې‌پیلوټه الوتکو سيوری و.

جمال الزبدة په ۱۹۵۶ کال کې په غزه کې وزېږېد. کورنۍ يې په اصل کې د یافا وه چې په ۱۹۴۸ کې مهاجرت ته اړ شوې وه. هغه له کوچنيوالي څخه په اخلاقو، هوښ، او څېړنيز فکر کې ځانګړی و. له لومړنيو زدکړو وروسته امريکا ته ولاړ. په ۱۹۸۱ کال کې يې د ویرجینیا ټېک له پولی‌تخنیک انسټیټیوټ څخه د سیول انجنیري لیسانس واخیست، بيا يې ماستر او دوکتورا هم په هماغه ځای کې د میخانیک او انجنیري په برخه کې بشپړه کړه.

د زده کړو په هماغه دوران کې د هغه نوم د نړۍ علمي مجلو ته ورسېد او څو پېټنټونه يې ثبت شول. د هوافضا په علومو کې يې ځانګړې وړتیا لرله، د الوتکو د انجنونو په اړه يې مهم علمي مقالات ولیکل، او د ډيلټا وزرونو د غږیز سرعت د اغېزو نوي ماډلونه يې وړاندې کړل.

هغه د سیالاتو میخانیک، هایدرولیک سیسټمونو، محاسبوي فلوید ډینامیک، ایروناتیکس، ساختماني انجنیري او سافټویر جوړونې کې پراخه مهارتونه لرل. د ۱۹۸۷–۱۹۸۹ کلونو تر منځ په يوه د ناسا د څېړنې پروګرام کې بوخت و، په ۱۹۹۱ کې يې د ویرجینیا ټېک پوهنتون کې تدريس وکړ، او وروسته اماراتو ته ولاړ.

عجيب سفر: له ناسا څخه غزې ته

سره له دې چې په ناسا کې يې کار کاوه او په امريکايي پوهنتونونو کې يې د پروفېسر مقام درلود، خو زړه يې تل بې‌قراره و. په ۱۹۹۴ کال کې يې يو پرېکړه وکړه؛ داسې پرېکړه چې ډېرو به يې لېونتوب باله: هغه د خپل روښانه راتلونکي، د اولادونو د اسانتياوو او د امريکا د پرمختللي ژوند له ټولو نعمتونو تېر شو او بيرته غزې ته ستون شو؛ هغه ځای ته چې بمبارونه، محاصره او فقر و، خو د زړه سکون او د ايمان حکم هم هماغلته و.

يو شاګرد يې، سعد الوحيدي، ورڅخه په ټوکه وپوښتل: «عمو ابواسامه! څوک هم شته چې امريکا پرېږدي او بيرته غزې ته راشي؟»

ډاکټر په سکون وويل: «زويه! دا خاوره امانت ده. څوک چې د خپل ملت د هويت او مبارزې احساس ولري، نه امريکا يې بندولای شي او نه زر امريکا

د ستنېدو وروسته يې د اسلامي پوهنتون د میخانیک انجنیري څانګه تاسیس کړه او مشري يې پر غاړه واخیسته. تر ۲۰۰۱ پورې استاد پاتې شو او ډېرې څېړنې او ښوونيز پروژې يې رهبري کړې.

خو تقدير له هغه لوی کار غوښت؛ داسې کار چې د سيمې پوځي توازن يې بدل کړ.

د مقاومت پټ انجنییر

په ۹۰یمه لسیزه کې د ډاکټر جمال پېژندنه د ډاکټر عبدالعزیز رنتیسي له لارې د مقاومت په لیکو کې وشوه. وروسته هغه د قسام قطعاتو فعال غړی شو. د ۲۰۰۶ کال په شاوخوا کې د مقاومت د نظامي وړتیا لوړول د هغه اساسي دنده وګرځېده. په هغه وخت کې د قسام توغندي یوازې ۳۰ کیلومتره مزل کاوه، خو په ۲۰۰۹ کې ۳۵ کیلومتره شو او تر ۲۰۲۱ پورې د ټول اشغال شوې فلسطین د هدف ګرځولو توانمند شول.

هغه د ډاکټر محمد الضیف تر مستقیم نظارت لاندې د تصنیع عسکری ستونی و. د هغه پټ ټیم د خورا محدودو امکاناتو په مقابل کې د فوق‌العاده هوښیار فکر په زور نوې وسلې جوړولې؛ لکه قسام توغندي، بې‌پیلوټه الوتکې، ماینونه، چاودېدونکي مواد، درنې وسلې، تک‌تیراندازۍ وسلې، سمندري وسلې او حتی د هوايي دفاع ابتدایي سیسټمونه.

لسګونه انجنییران يې وروزل او سلګونه ځوان ساينسپوهان يې پټ ډول دې پروګرام ته وروپېژندل.

هغه هم د فلسطین د خودگردان ادارې او هم د اسراییلو د استخباراتو له لوري تعقیب او شکنجه شو. په ۲۰۰۴ کې ونیول شو. د هر اسرایلي برید پر مهال د کورنۍ ځای بدلول د هغه معمول و.

په ۲۰۰۶ کې هغه او زوی يې اسامه د پټې انجنیري قطعې غړي شول؛ هماغه واحد چې وروسته د مقاومت د تکنالوژۍ ستونی شو. دا ستر او خطرناک مسوولیت يې له ټولو پټ ساتلی و؛ یوازې مور اسامه ترې خبره وه.

کله چې جمال ورسره مشوره وکړه، هغې بې‌درنګه ورته وويل: «لاړ شه… په ډاډه زړه لاړ شه. دا د عزت لار ده

د مقاومت د تکنالوژۍ نوې روح

ډاکټر جمال د یو نوي نسل انجنییران وروزل، هغوی ته يې نظامي ساينس ور زده کړ او د توغندیو پروګرام يې په بشپړ ډول بدل کړ. د ۲۰۱۲ «حجارۃ السجیل» جګړه کې مقاومت ۱۵۰۰ توغندي وویشتل چې تر تل‌ابیب او بیت‌المقدس پورې ورسېدل. په ۲۰۱۴ «عصف المأکول» جګړه کې د مقاومت ډرونونو ۳۰ کیلومتره د دښمن سیمې ته نفوذ وکړ او د دفاع سیستم ونشولای چې پر وخت يې ونیسي.

تر ټولو لویه کارنامه يې د ۲۵۰ کیلومتره لېرې ویشتونکي توغندي جوړول و؛ هماغه «عیّاش ۲۵۰» چې په ۲۰۲۱ کې لومړی ځل وویشتل شو او د اسراییلو پوځي محاسبه يې ولړزوله.

دښمن ته تر ټولو مطلوب هدف

په ۲۰۱۲ کې اسراییلو د هغه د ترور هڅه وکړه خو ناکامه شو. تر شهادت پورې هېڅ څوک نه پوهېدل چې د مقاومت د توغندیو ستر معمار څوک دی. دا راز یوازې وروسته بربنډ شو.

شهادت؛ د هغه تلنۍ هیله

زوی یې عبدالعزیز وايي چې په ۲۰۲۱ رمضان کې به یې ډېر دعا کوله: «یا الله، ما شهید کړه… قدس دومره ارزښت لري چې جان پرې ورکړل شي

په یوې مشهورې ویدیو کې زوی ته وايي: «خداي دې وکړي سل کاله ژوند وکړې، او دا سل کاله دې د جهاد په لار کې تېر کړې؛ داسې چې د یهودو سرونه ور مات کړې

د یوې سترې ښځې ګواهي

کله چې د الجزیره پلاوی د تسلیت لپاره ورغی، ام اسامه په خوښۍ ورته وويل: «تعزیت مه وایاست… مبارکي راکړئ. خداي مې مېړه او زوی دواړه په د شهادت جامو ونازول

هغې وار په وار ویل: «که دښمن داسې فکر کوي چې ډاکټر جمال ختم شو… نو پوه دې شي چې د هغه تر شا زر نور جمالونه ولاړ دي.

د اسراییلو ګران ښکار

په ۱۲ مې ۲۰۲۱، د سیف القدس د جګړې په دویمه ورځ، ډاکټر جمال، زوی یې اسامه او ګڼ شمېر نور مهم انجنییران د اسراییلو په هوايي برید کې شهیدان شول. اسراییلي رسنیو هغه «قیمتي ښکار» وباله؛ خو د فلسطینیانو په نظر هغه یو ستر مجاهد و. د هغه خدمتونه او د هغه علمي مقام د شهادت وروسته خلکو ته څرګند شول.

لور يې سُجى الزبدة وايي: «پلار مې ډېر خاموش او رازدار و. راته يې ويلي وو: چې شهید شم، بیا به پوه شې چې پلار دې د خپل ملت لپاره څه کړي دي

بنا کردند خوش رسمی به خاک وخون غلطیدن

خدا رحمت کند این عاشقانِ

ژباړه

کاپي