مهم ترين های امروز شنبه
✒️: سرچینې طلوعنیوز ته ویلي د پاکستان له لوري پر سپین بولدک د تېرې شپې په بریدونو کې ۵ ملکيان شهیدان او ۵ نور ټپیان دي.
دغه بریدونه تېره شپه ناوخته پیل شول چې د مسوولینو په وینا لومړی برید پاکستاني لوري وکړ او بیا افغان ځواکونو ځوابي بریدونه وکړل.
✒️: د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم سپین بولدک کې د پاکستاني پوځ برید تایید کړ.
ذبیح الله مجاهد وایي، پاکستاني لوري یو ځل بیا د کندهار په سپین بولدک کې پر افغان لوري بریدونه پیل کړي او افغان لوری هم ځوابي برید ته اړ شوی دی.
✒️: په پاکستان کې د افغانستان اسلامي امارت پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف پر سپین بولدک د پاکستان د پوځ تېرې شپې بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې دا کړنې به ناندرۍ لا زیاتې او اقتصادي او سیاسي اړیکې به لا زیانمنې کړي.
✒️: د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معین، عبدالرحمن منیر د منځنۍ آسیا هېوادونو د سیمهییزو معلوماتو او همغږۍ غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
هغه په یاده غونډه کې و ویل، په افغانستان کې د نشهيي توکو کرکېلې او قاچاق کچه نږدې صفر ته رسېدلې او دا مبارزه یې له لاسته راوړنو ډکه وبلله.
هغه د غړو هېوادونو د همکارۍ غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د افغان کروندګرو لپاره د بدیل معیشت په برخه کې مرسته وشي.
✒️: د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند، سیف السلام خیبر د اسټرالیا بهرنیو چارو وزارت له لوري د دغه وزارت پر وزیر، محمد خالد حنفي لګول شویو بندیزونو ته غبرګون وښود.
هغه وايي، د اسلامي امارت پر چارواکو بندیزونه لګول نوې خبره نه ده.
✒️: د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزیر، شیخ ندا محمد ندیم د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته ولاړ.
د لوړو زده کړو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په پام کې ده چې ښاغلی ندیم به د علمي اړیکو پراختیا، متقابلو تجروبو شریکولو او علمي همکاریو راجلبولو په موخه له ایراني مسوولینو سره وګوري او خبرې ترې به وکړي او د دې ترڅنګ به د دغه هېواد بېلابیلو پوهنتونونو ته هم ورشي.
✒️: د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس ذاکر جلالي دوحې فورم کې د افغانستان اسلامي امارت د پلاوي د ګډون د اهمیت په اړه وایي، رغنده تعامل د دواړو خواو (افغانستان او نړۍوالې ټولنې) په ګټه دی.
ذاکر جلالي دوحې فورم کې د اسلامي امارت د پلاوي برخه دی.
✒️: د کور او ښار جوړولو وزارت د پرېکړې پربنسټ د هېواد په شپږو مهمو ښارونو کې له غېرې پلاني ودې او پراختیا مخنیوي کېږي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې لیکل شوي د دغې پرېکړې له مخې به د ولایتي ادارې او امنیتي بنسټونو په همکارۍ له غېرې قانوني ودانیو او د ښار له عمومي نقشو څخه د سرغړونو مخنیوی وشي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د دغه ګام موخه به د ښاري نظم په ټینګښت، د سړکونو او زیربناوو په سم مدیریت، او د ښارونو د راتلونکي پلان شوې ودې لپاره لاره هوارول بللي دي.
✒️: د فرمانونو او حكمونو د تعقيب او نظارت لوى رياستد اسلامي امارت مشر له لوري د تقاعد حقوقو او د اصنافو (دوکاندارانو او کسبکارانو) د مالیې د تخفیف دوه فرمانونو له صادرېدو څخه خبر ورکړی دی.
د تقاعد حقوقو اته مادهییز فرمان په لومړۍ ماده کې راغلي چې ده، په مرکز کي په خپلو اړوندو تشکیلاتو کي، د ضرورت او د اړوندو قضیو تراکم ته په کتو سره، د تقاعد د حقوقو اختصاصي محکمې جوړې کړي ترڅو یادي محکمې د شریعت په رڼا کي یادي حقوقي قضیې حل کړي.
د یاد فرمان د دویمې مادې لومړي بند کې لیکل شوي د وزارتونو او امارتي ادارو متقاعدین کولای شي، د خپل تقاعد د حقوقو د اثبات لپاره، د تقاعد د حقوقو اختصاصي محکمې ته عارض شي.
✒️: په سپین بولدک کې د افغان ځواکونو او پاکستاني مېلشو ترمنځ د تېرې شپې له جګړې وروسته وضعيت عادي شوی.
ځايي اوسيدونکي وايي،د دواړو لوريو ترمنځ د تېرې شپې وسلوالې نښتې وروسته، اوس په سپین بولدک کې ولسوالۍ کې حالت عادي دی او خلک په خپلو ورځنيو چارو او کارونو بوخت دي.
✒️: وزارت خارجه سودان: 79 نفر در حمله به ایالت كردفان کشته شدند.
وزارت امور خارجه و همکاریهای بینالمللی سودان در بیانیهای اعلام کرد: نیروهای پشتیبانی سریع دیروز در شهر کلوقی واقع در ایالت جنوب كردفان یک قتل عام جدید مرتکب شدند و در این حمله 79 غیرنظامی، از جمله 43 کودک و 6 زن، جان خود را از دست دادند.
✒️: ملونی: اروپا باید توان دفاع از خود را داشته باشد.
جورجیا ملونی، نخستوزیر ایتالیا در گفتوگو با شبکه خبری « LA7» درباره اظهارات مقامات آمریکایی درباره لزوم افزایش توان دفاعی کشورهای اروپاپی، گفت که اروپا برای تبدیل شدن به یک قدرت بزرگ باید توان دفاع از خود را داشته باشد.
✒️: طاهر اندرابی، سخنگوی وزارت امور خارجه پاکستان، اعلام کرده است که راههای تجارت با افغانستان تا زمانی که اسلامآباد تضمین امنیتی از کابل دریافت نکند، بسته خواهد ماند.
✒️: د ایران د بشري حقونو سازمان له لوري خپور شوې راپور کې ویل شوې چې تهران د روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال د نومبر په میاشت کې لږ تر لږه ۱۵۲ کسان اعدام کړې.
راپور زیاتوي چې په دې کسانو کې څلور تنه افغانان هم شامل دي.
په راپور کې د اعدام شویو افغانانو هویت او د هغوی د تورونو په اړه مالومات نه دي خپاره شوي.
یاد سازمان پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د ایران د اعدامونو پر زیاتېدو دې جدي غبرګون وښيي.
✒️: د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) په نړۍ کې د یو شمېر هېوادونو ترمنځ د جګړو په حل کې د منځګړتوب امله د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ ته د سولې جایزه ورکړه.
دا د فیفا د ۲۰۲۵ کال دا ډول لومړی جایزه ده.
د جایزې ورکولو مراسم په واشنګټن ډيسي کې د کېنډي په مرکز کې ترسره شول چې د فوټبال د ۲۰۲۶ کال د لوبډلو د ګروپونو ټاکلو پچه اچوونه هم وشوه.
امریکا، کاناډا او مکسیکو پر ګډه د دغو سیالیو کوربانه دي چې د ۲۰۲۶ کال د جون پر ۱۱مه پیل کېږي او د جولاۍ پر ۱۹مه پای ته رسېږي.
✒️: د راپورونو له مخې، روسیې نن سهار د اوکراین پلازمینې کېیف پربېلابېلو سیمو د توغندیو او بې پېلوټه الوتکو برید کړی چې له امله یې ۳ تنه ټپيان شوې.
د راپورونو له مخې، د ښار اصلي رېل پټلۍ هم د برید په لړ کې زیانمنه شوې.
✒️: د مېټا شرکت له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوې، چې د سترو نړیوالو رسنیو خبري منځپانګه به د خپلې مصنوعي ځیرکتیا مرستیال کې ور زیاته کړي ترڅو د فېسبوک، انسټاګرام او وټساپ کاروونکي وکولای شي له تازه او باوري معلوماتو ګټه واخلي.
خبرپاڼه کې ویل شوې دغه نوې اسانتیا کاروونکو ته دا امکان برابروي چې د منځپانګې له لا متنوع سرچینو استفاده وکړي.
✒️: د اسټرالیا بهرنیو چارو وزارت په یوه نوې خبرتیا کې د اسلامي امارت د کابینې پر وزیرانو بندیزونه لګولي دي.
په دغه خبرتیا کې د بندیزونو لاملونه څلور ښودل شوي چې د نجونو او ښځو ځپل، د لږکیو ځپل، په عمومي ډول د خلکو ځپل او د قانون کمزوري کول او کمزوری حاکمیت دي.
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت دغه بندیزونه د امرباالمعروف او نهې عن المنکر پر وزیر، محمد خالد حنفي، د لوړو زده کړو پر وزیر، شیخ ندا محمد ندیم، د عدلیې پر وزیر، عبدالحکیم شرعي او د سترې محکمې پر رییس، عبدالحکیم حقاني لګول شوي دي.
✒️: هند او روسیې د خپلې کلنۍ سرمشریزې ګډه اعلامیه خپره کړې ده.
په دغه اعلامیه کې له دواړو لورو د افغانستان په اړه د نږدۍ همغږۍ ستاینه شوې چې پکې د ډيالوګ د یوه میکانیزم له لارې همکاري هم شامله ده.
اعلامیه کې د داعش او نورو وسله والو ډلو پر ضد د اقداماتو هرکلی شوی او ډاډ څرګند شوی چې په افغانستان کې به د ترهګرۍ ضد مبارزه هر اړخیزه وي. دواړو لورو د افغان ولس لپاره د بېړنیو او له ځنډ پرته بشري مرستو پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.
✒️: پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د پاکستان–افغانستان پرلهپسې تړل شوې لارې (تورخم او چمن) د دواړو هېوادونو د درملو سوداګري په ټپه درولې ده.
راپورونو زیاته کړې، سلګونه لاری بندې پاتې دي او د پاکستان له لوري د نږدې ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د درملو صادرات له ګواښ سره مخ دي.
پاکستانۍ رسنۍ وايي، افغانستان د پاکستان تر ټولو لوی ځمکنی سوداګریز شریک او منځنۍ اسیا ته د ټرانزیټ مهمه لاره ده.
✒️: قطر کې د دوحې فورم غونډه پیل شوه.
د دوحې فورم د سږنۍ غونډې شعار «عدالت په عمل کې او له ژمنې تر پرمختګه) دی.
په دغه غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت استازو هم ګډون کړی دی.
✒️: نماینده ویژه اوزبیکستان برای افغانستان میگوید که تاشکند به تلاشهای خود برای پشتیبانی از مردم افغانستان ادامه خواهد داد.
عصمتالله ایرگاشف در حاشیه فورم دوحه در گفتوگو با طلوعنیوز میگوید که قرار است یک زون صنعتی شامل هفت کارخانه در مرز افغانستان و تاجیکستان ایجاد شود.
✒️: معاون دبیرکل سازمان ملل در امور سیاسی و صلح میگوید که این سازمان کاملاً از خواست زنان افغان برای دسترسی به آموزش، حضور در نیروی کار و برخورداری از حقوق برابر حمایت میکند.
رزماری دیکارلو، در حاشیه نشست فورم دوحه، اظهار داشت که سازمان ملل هر آنچه در توان دارد انجام خواهد داد تا اطمینان حاصل کند که زنان افغان بتوانند از برابری کامل بهرهمند شوند.