د ملحدينو او مسلمانانو ترمنځ مناظرې

دسمبر 28, 2025 - 15:54
دسمبر 28, 2025 - 15:55
 0  15
د ملحدينو او مسلمانانو ترمنځ مناظرې

د اسلامي نهضت مخکښان ، هم په ساينس پوهېدل او هم په قرآن ، په دې سربېره يې د نورو اديانو اړوند کتابونه هم لوستل ، په کمونيزم کې يې  تر ماترياليستانو زياته مطالعه لرله ، د کمونيزم خامۍ به يې موندلې او بېرته به يې د کمونيستانو پر مخ ور موښلې ؛

 په کمونيزم کې دا خامۍ ، ها نيمګړتيا ، دغه نواقص ... ، دا ټول به يې د هغوی له کتابونو را و ايستل او په مستند ډول به يې په مخکې ورته کېښودل...

يوه ورځ  بي بي سي راډيو له  « مشر » سره مرکه لرله ؛ ويې پوښت :

« په کمونيزم کې څومره معلومات لرې ؟ »

په ځواب کې يې ورته وويل :

« زه په کمونيزم کې د کابل پر ګدۍ ناستو کمونيستانو نه ډېره مطالعه لرم ؛ دا کتاب مې يې لوستی ، ها مې لوستی ؛ خو ما پکې د قناعت وړ هيڅ هم نه دي موندلي ..»

د اسلامي نهضت هر کدر همدغسې در واخله ؛ پراخه مطالعه يې لرله ؛ ځکه خو هيڅ کمونيست ورسره مناظره نه شوای کولی او ځکه خو يې په کمو عمرونو په لوړه کچه علمي کتابونه وليکل ...

هغوی د الجبر د يو فورمول پر بنسټ د الله تعالی شتون تثبيتاؤ ، که به کمونيستانو دعيسی عليه السلام د زېږون په اړه نامؤجه براهين وړاندې کړل ، هغوی به يې په ځواب کې د هغو ژوو بېلګې راوړې چې غير زوجي تکثر لري ...

همداراز په هره برخه کې هغوی د ملحدينو د قناعت لپاره کافي معلومات لاره ؛ ځکه خو هيڅ ملحد ورسره مناظره نه شوای کولای.

ډاکتر ذاکر نایک همدغسې د پراخې مطالعې خاوند دی ، د هر مذهب کتابونه يې لوستي ؛ ځکه خو په هر ميدان کامياب راوځي او ځکه خو چې هر چېرته لاړ شي ، سلګونه خلک يې تر شا ودرېږي . دا خبرې انسان ته دا ورښيي چې هر دين مطالعه کړي ، ښه ېي ترې واخلي ، او له بدو يې ځان خبر کړي . سمه نه ده چې وويل شي ؛ د فلاني کتاب مه لوله ، ګمراه به شې ! او دا

هم بد مرغي  ده چې پر ضعيفو کتابونو وخت ضايع کړی شي ؛ خو د تعصب له کبله د نورو مشاهيرو د آثارو په مطالعه تحريم  وضع شي !!

د افغانانو ډیری  اختلافات له همدې را ولاړ شوي چې چا د دیوبنديانو په کتابونو اکتفا کړې ، چا د الازهر فارغانو ، چا د سلفيانو او چا د مُزخرفو شيخانو ! ځکه خو له ځينو تکفيريان جوړ شوي او له ځينو يې مُزخرف شیخان !! ای کاش دوی د هر چا کتابونه لوستي وای او بيا يې له یو بل سره پرتله کړي وای او حقيقت يې د چاڼ پر بنسټ موندلی وای ؛ او ای کاش هرشيخ دومره مطالعه لرلی چې  د کمونيزم ، صهيونيزم ، لیبرالیزم ، او نور ايزمونو نيمګړتياوو ته يې عملاً ګوته نيولی شوای !! يوه نقيصه دلته دا هم ده چې ډېری مسلمانان د قرآن او ساينس په تلفيق نه پوهېږي او ځينې يې د ساينس او قرآن ترمنځ واټن را منځته کوي ، دا کمی ددې سبب ګرځي چې اسلام ته تږی او متمايل انسانيت د نورو اديانو په لمن کې سا واخلي !! .