پاکستان ته د مهاجرتونو کيسې؛ شرعي اړخ او پايلې يې

جنوري 3, 2026 - 14:41
 0  26
پاکستان ته د مهاجرتونو کيسې؛ شرعي اړخ او پايلې يې

ځينې مزدورې کړۍ د خپل غلام هويت د پټولو لپاره ؛ پر مجا ...هدينو د آی ايس آی ټاپې لګوي ؛ او پر دې يې پړه ګڼي چې د پاکستان په غېږ کې يې پناه واخيستله ؛ هم يې د داوود خان خلاف د بغاوت (؟) جنډه لکه کړه ؛ هم يې د تره کي ، امين ، کارمل ، او ډاکتر نجيب په وړاندې ؛ د انقلاب څپان را ولاړ کړ !! د دوی پر آند دا ټول نظامونه مشروع ول ، او مخالفين يې په څلورو کتابونو ياغيان ، باغيان ، اشرار او واجب القتل !! په دې ډول تبليغاتو عمدتاً هغه کمونیستان شخوند وهي چې هم د سره ښکېلاک په لکۍ پسې ځوړند پاته شوي ، هم د تور ، او هم د آی ايس آی !! دا جنابان دې ووايي ؛ هغه درجن درجن جنرالان او هوا بازان څوک وو چې له جنرال بابر سره يو ځای افغانستان ته راغلل او پرخپلو افغانانو يې هوايي جازونه او ټانکونه استعمال کړل!؟ مجا...هدين خو نه د ټانکونو په استعمال پوهېدل ، او نه يې هوابازان لرل !! دوی دې دا سوال هم ځواب کړي چې د جمهوريت تر سقوط وروسته يې څومره کسان له اسلام آباد نه غربي هېوادونو ته لاړل ؟ او همدا اوس يې څومره نور  له پاکستان نه لوېديځو هېوادونو ته د الوت انتظار کوي ؟ که دوی او پاکستان واقعاً د يو- بل دښمنان وي ؛ نو بيا په کوم اطمئنان د پاکستان پر درشل پښې ږدي ، او په کوم باور د دښمن غېږې ته پناه ور وړي ؟

 د استاد رباني د اقتدار په مهال د پېښور په صدر بازار کې چاو...دنه وشوه ؛ کمونيستو جنرالانو آی ايس آی ته خبر ورکړ چې په دې چاو...دنه کې د رحيم کانفو په نوم يو افغان لاس لري او دوی کولی شي په انتقام کې يې ارګ په بمو...نو والوزوي !! دا هغه جنرالان وو چې تر نجيب شاهۍ وروسته پاکستان ته لاړل او په منظم ډول له آی ايس آی سره سجل شول!! څو شپې لا نه وې وتلې چې په ارګ او جلال آباد کې يې د پاکستان په ګټه چاود..نې وکړې.... ! دوی پاکستان ته د هر فساد ټټر واهه او د يو موټی پيسو لپاره يې په هيڅ جنايت ايله نه کوله !!

ډاکتر نجيب له آی ايس آی سره د همدغو کمونستانو د شتون له کبله ډاډه ؤ چې بيا به د افغانستان برخليک په لاس اخلي ؛ او دې خواته يې هم زرګونه کمونيست جنرالان لرل چې هوايي او توپچي ځواکونه يې په لاس کې وو ؛ نجيب له دواړو خواوو ډاډ لاره ؛ ځکه خو يې نورالبشر نويد ته د نورو غوړو خبرو په ضمن کې ليکلي ؤ :

« که نن دی که سبا دی

دا ملک د زرغون شاه دی »

« څانګه به نن سبا کې ګل شي

ما يې په سر کې سرې غوټۍ ليدلې دينه . »

دا ليک په « ليکوال »  مجله کې خپور شو ، او معنا يې څرګنده وه چې يو ځل بيا به د کابل پر تخت تکيه کوي ! د نجيب دا ډول

هيله مندي د هغو کمونيستانو له ريپوټونو راولاړېده چې څه يې آخواته له جنرال بابر او آی ايس آی سره ملګري شوي وو ؛ او څه يې دې غاړې ته په نيمايي نظام مسلط وو ؛ دوی دواړو د نجيب د بيا واکمنۍ خوبونه ليدل ؛ ځکه خو هغه هم پر خپلو ملګرو د بيا را غبرګېدو زيری کاؤ !!

 ياد جنرالان که د نجيب په ژوند را غبرګ نه شول ؛ د امريکا پر اوږو راوړي جمهوريت کې يې ؛ پر نيمه برخه نظام خېټه واچوله !! دوی ټول هغه شعارونه هېر کړل چې پرون يې د امريکا خلاف زمزمه کول ، او مجا...هدين يې هم په همدې تور تورنول چې د امپرياليزم نوکران دي !! دا خاينان په جمهوريت کې هم د پرون په څېر په خيانتونو ملوث پاتې شول ؛ آن تر دې چې پرمنشياتو ککړو مافيايي کړيو سره يې لاره يوه کړه او په نظامي شوبلو او هوايي جازونو کې يې د پوډرو قاچاق ته لاس واچاؤ !! په نظامي محاذونو کې د هغوی رول دا ؤ چې د سرباز له تنخوا نه غلا وکړي ، بد اخلاقي رايج کړي ، د غلا لپاره خيالي لېواوې جوړې کړي ، ډاکتر نجيب تشهير کړي ، کليپونه يې خپاره کړي ، او د نظام په داخل کې د بيا لپاره کمونيزم را شين کړي !

نور بيا