د واشنګټن وجدان هلته ګونګ، سترګې پټې او غوږونه کاڼه دي
ډونالد ټرامپ په «تروث سوشيال» کې له اخلاقي ژبې ډک ګواښ خپور کړي او وايي که د ايران نظام پر سولهييزو معترضانو ډزې وکړي او وينې يې تويې کړي، نو امريکا به د هغوی مرستې ته ور ودانګي. هغه دا هم زياتوي چې د معترضانو وژل د ايران د واکمنۍ «رول» دی او امريکا «بسته، وسلهواله او د حرکت لپاره بشپړه چمتو» ده.
خو همدا ټرامپ، همدا امريکا، همدا لوېديځ—دوه کاله کېږي چې د فلسطين د ماشومانو، ښځو او سپينږيرو پر سر بمونه ور اوري، وسلې ورکوي، سياسي ساتنه کوي، او نسلوژنه ورته د «ځان دفاع» په نوم توجيه کوي. په سوډان کې د جنرال حميدتي د لاسه د زرګونو بېګناه خلکو قتلعام روان دی؛ امارات او اسرائيل تر شا ولاړ دي، خو د واشنګټن وجدان هلته ګونګ، سترګې پټې او غوږونه کاڼه دي.
عجيبه ده!
په تهران کې ناڅاپه د خلکو درد يادېږي،
خو په غزه کې د ماشومانو وينې شمېر نه لري.
په ايران کې «انساني حقونه» ژبه پيدا کوي،
خو په سوډان او فلسطين کې همدا ژبه مړه کېږي.
دا د اصولو سياست نه دی، دا د ګټو سياست دی.
دا د انسانيت دفاع نه ده، دا د نفوذ او واک لوبه ده.
هر ځای چې ګټه وي، هلته «غم»، «مرسته» او «اخلاقيت» راژوندی کېږي؛
او هر ځای چې ګټه نه وي، هلته جنازې هم يوازې شمېرې بلل کېږي.
د نړۍ تر ټولو لویه ستونزه دا نه ده چې ظالمان شته،
بلکې دا ده چې ظالمان د اخلاقو په ژبه خبرې کوي.