مهم ترين های امروز يکشنبه
✒️: د ایران د کار، همکارۍ او ټولنیزې هوساینې وزارت د مرستیال په مشرۍ یو پلاوی نن (یکشنبه) د دوهاړخیزو کاري اړیکو، د کارګرانو تبادلې، د فني او مسلکي زدهکړو د پراختیا او په ایران کې د مېشتو افغان کارګرانو د حقونو د تامین په اړه د خبرو لپاره کابل ته راغلی.
✒️: اتاق تجارت و سرمایهگذاری افغانستان، دومین نشست آنلاین خود با اتاق تجارت و صنایع پاکستان را امروز (یکشنبه) به هدف بازگشایی راههای تجاری میان دو کشور برگزار کرده است.
بر اساس خبرنامه، سید کریم هاشمی، رییس عمومی اتاق تجارت و سرمایهگذاری افغانستان، مسدود ماندن راههای تجاری را به زیان تجارت و اقتصاد دو کشور دانسته و بر همکاری نزدیک میان اتاقهای تجارت افغانستان و پاکستان تاکید کرده است.
آقای هاشمی همچنین گفته است: «در صورتی که دولت پاکستان صلاحیت بازگشایی بندرها را به اتاق تجارت و صنایع آن کشور واگذار کرده باشد، جانب افغانستان نیز آمادهی بازگشایی آنها است.»
مسوولان اتاقهای تجارت و صنایع پاکستان نیز در این نشست، مسدود بودن راهها با افغانستان را به زیان تجارت، بهویژه صادرات پاکستان، عنوان کردهاند.
خبرنامه افزوده که اتاق تجارت افغانستان به جانب پاکستانی پیشنهاد کرده است تا نشست بعدی، با حضور شش نماینده از اتاق تجارت پاکستان و شش نماینده از اتاق افغانستان، در هفته آینده در شهر جلالآباد برگزار شود؛ پیشنهادی که از سوی اتاق تجارت پاکستان نیز پذیرفته شده است.
✒️: له افغانستان بانک څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، نن (یکشنبه) د دغه بانک لومړي مرستیال، صدیقالله خالد د سوداګریزو بانکونو له ټولنې او د یادو بانکونو له رییسانو سره کتلي دي.
نوموړي دې کتنه کې له سوداګریزو بانکونو غوښتي چې د بانکي سکتور له لوري په بهرنیو هېوادونو کې پانګهاچونه کمه کړي، څو په کور دننه په ټولګټو پروژو کې د پانګهونې کچه لوړه شي.
هغه دغه راز له نغدي معاملاتو څخه برېښنایي او ډیجیټلي معاملاتو ته پر تدریجي لېږد د ټینګار سربېره ویلي، برېښنايي اداینې د مالي نظام د عصري کېدو، شفافیت د پیاوړتیا او د اقتصادي موثریت د لوړولو لپاره یو بنسټیز ګام دی.
✒️: د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر نن (یکشنبه) کندهار کې له یوه دارالعلوم د فراغت مراسمو کې د وینا پرمهال ویلي، امن افغانستان د ټولو لپاره له اقتصادي او سیاسي پلوه ښه فرصت دی او په خبره یې چې هېڅوک باید فرصتونه په ګواښونو بدل نهکړي.
هغه پر ديني علماوو غږ کړی چې له دیني حکمت څخه په ګټېاخیستنې دې خلک په نرمه ژبه سمې لارې ته راوبلي او هېچاته دې هم د پيغور یا په تیزه ژبه خبرې نهکوي.
اقتصادي مرستیال زیاته کړې، اسلامي امارت د هېواد د هر اړخیز پرمختګ لپاره په سیاسي او اقتصادي مشارکت باور لري او دا مشارکت په تېرو څلورو کلونو کې پياوړی شوی هم دی.
✒️: د کندهار د ټرافیکي حوادثو امر، محمد طاهر صدیقي طلوعنیوز ته ویلي، نن «یکشنبه» سهار د کندهار ښار د پنځمې حوزې اړوند نساجي پله سیمه کې د یوه پاسو او ټېلر ترمنځ ټرافیکي پېښه کې پنځه کسان مړه شوي دي.
د هغه په خبره، پېښه د ټېلرچلوونکي د بېاحتیاطۍ له امله رامنځته شوې او مړه شوي کسان هم ټول په پاسو موټر کې ناست وو.
✒️: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د راتلونکې حج مراسمو کې د افغان حاجیانو لپاره په مکه مکرمه، مدینه منوره او مقدسو مشاعرو کې د استوګنې، خوړو، ټرانسپورټ او نورو اړینو خدمتونو تړونونو له بشپړولو څخه خبر ورکوي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي په راتلونکو ورځو کې به د حج لګښتونه له دقیقې محاسبې وروسته اعلان او دغه مهمه دیني پروسه به په رسمي توګه د ټول هېواد په کچه پیل شي.
✒️: دونالد ترمپ، رئیس جمهور امریکا، بار دیگر از رها کردن تجهیزات نظامی ایالات متحده در افغانستان انتقاد کرده و گفته است که این تصمیم به جایگاه جهانی امریکا آسیب رسانده است.
ترمپ گفت که نحوه خروج از افغانستان، امریکا را در سطح جهان به «سوژه خنده» مبدل کرده بود، اما اکنون مورد احترام است.
✒️: حکومت سوریه روز شنبه مراتب تسلیت خود را به قربانیان سیلابهای اخیر در افغانستان ابراز کرده است.
وزارت امور خارجه سوریه در بیانیهای همچنان همبستگی خود را با حکومت و مردم افغانستان درمقابله با پیامدهای این فاجعه ابراز کرده است.
این وزارتخانه برای مجروحان سیلابها آرزوی شفای عاجل کرده است.
✒️: روزنامه نیویارک تایمز به نقل از یک مقام ارشد ونزویلا گزارش داده است که در حمله امریکا به ونزویلا، حداقل ۴۰ نفر، از جمله نظامیان و غیرنظامیان، کشته شده اند.
پیش از این، دونالد ترمپ، رئیسجمهور امریکا، در مورد تلفات این عملیات اعلام کرده بود که هیچ سرباز امریکایی کشته نشده است. مقامهای امریکایی گفته اند که در این حمله حدود شش سرباز زخمی شده اند.
جنرال دن کین، لوی درستیز قوای مسلح امریکا، گفته است که هلیکوپترهای امریکایی که برای انتقال رئیس جمهور نیکولاس مادورو و همسرش در حرکت بودند، هدف حمله قرار گرفتند. او گفت که یک هلیکوپتر مورد اصابت قرار گرفته اما سقوط نکرد.
✒️: د وینزویلا اوسېدونکو د دغه هېواد په پلازمېنه کاراکاس کې د امریکا د پوځي عملیاتو په غبرګون کې لاریونونه پیل کړي او له ولسمشر ډانلډ ټرمپ یې غوښتي چې د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مدورو بېرته خوشې کړي.
لاریون کوونکي وایي، مدورو د دوی د رایو پر بنسټ ولسمشر شوی و او دغه انقلاب به تر دې وروسته هم دوام ومومي.
امریکا نن پر وینزویلا برید وکړ او نیکولاس مدورو یې نیوه. ټرمپ ویلي چې وینزویلا به د حکومت تر انتقال پورې د امریکا له لوري اداره کیږي.
✒️: د امریکا د نیویارک ښاروال زهران ممداني د دغه هېود د پوځ له لوري د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مدورو نیول غندلي او هغه یې د نړۍوالو او د امریکا د فډرال قوانینو سرغړونه بللې ده.
زهران ممداني ویلي، پر یوه خپلواک هېواد یو اړخیزه برید په ځانګړې توګه د نظام د بدلون په موخه، یو جنګي عمل دی او په خبره یې، دا د نیویارک پر لسګونه زره وینزویلایي اوسېدونکو هم مستقیم اغېز کوي.
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په یوه خبري غونډه کې و ویل چې وینزویلا کې د حکومت تر انتقال پورې به دغه هېواد د امریکا له لوري اداره کیږي.
✒️: رویټرز راپور ورکړی چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا (دوشنبه، د مرغومي ۱۵مه) پر وینزویلا د امریکا د برید په اړه غونډه جوړه کړي.
راپور کې راغلي چې دغه غونډه د کولمبیا، چین او روسیې په غوښتنه جوړیږي.
امنیت شورا تر دې وړاندې هم د تېر زېږیز کال په اکټوبر او ډیسمبر کې د وینزویلا په اړه دوه غونډې کړې دي.
✒️: رویټرز راپور ورکړی چې د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مدورو لېږدوونکې الوتکه نیویارک کې د سټوارټ هوایي اډه کې ښکته شوې ده.
امریکایي رسنیو ویلي، له دغې الوتکې را ښکته کېدونکی کس د وینزویلا ولسمشر دی چې تېره ورځ (شنبه) د امریکایي ځواکونو له لوري ونیول شو.
نیکولاس مدرور د امریکا له لوري د ترهګرۍ او نشه یي توکو د قاچاق په ګډون په بېلابېلو جرمونو تورن دی او ټاکل شوی چې سبا نیویارک کې محکمې ته حاضر کړای شي.
✒️: د بریټانیا او فرانسې ځواکونو په یو لړ ګډو عملیاتو کې د سوریې په پالمیرا ښار کې د داعش پر یوه مرکز هوایي بریدونه کړي دي.
د بریټانیا دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چي تېره ورځ (شنبه، د جنوري ۳مه) یې دغو عملیاتو کې د داعش د وسلو زېرمه په نښه کړې ده.
خبرپاڼه کې راغلي چې دغو عملیاتو کې هېڅ ملکي وګړي ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا هم په دې وروستیو کې سوریه کې د داعش ګڼ مرکزونه په نښه کړي دي.
✒️: نوار تصویری تازه نیکلاس مادورو در اداره مبارزه با مواد مخدر آمریکا.
رسانههای امریکایی گزارش دادهاند که آقای مادورو به مرکز توقیف میتروپولیتن (MDC) در نیویارک انتقال داده شدهاست.
✒️: وزارت خارجهی چین بازداشت نیکلاس مادورو، رییسجمهور ونزویلا، و همسرش توسط آمریکا را محکوم کرده و گفته است که این اقدام واشنگتن سلطهجویانه و ناقض تمامی قوانین بینالمللی است.
این وزارت افزوده است که چنین اقدامی نقض حاکمیت ملی ونزویلا بوده و میتواند تهدیدی برای امنیت و صلح در آمریکای لاتین باشد.
چین و ونزویلا در بخش انرژی همکاری نزدیکی دارند و چین طی دو دهه گذشته واردکننده بزرگ نفت ونزویلا بوده است.
✒️: عراقچی: بازداشت مادورو تروریزم دولتی است
سید عباس عراقچی، وزیر خارجه ایران، در تماس تلفونی با ایوان خیل پینتو، وزیر خارجه ونزیولا، بازداشت نیکلاس مادورو، رییسجمهور این کشور، و همسرش را «تروریزم دولتی» و تعرض به حاکمیت و اراده ملی مردم ونزیولا خوانده است.
او تاکید کرده است که ایران از ونزیولا و مردم این کشور حمایت میکند.
پیش از این، وزارتهای خارجه چین و روسیه از آمریکا خواسته بود نیکلاس مادورو و خانمش را آزاد کنند.
✒️: نهاد «آموزش نمیتواند منتظر بماند» در ایکس گفته است که هر دختر و پسر افغان، بدون در نظر گرفتن اینکه کی هستند و در کجا زندگی میکنند، حق آموزش دارند.
این نهاد خواستار افزایش حمایت عمومی از دختران افغان شده است که به گفته آن، «بهگونهای غیرقابلقبول» از حق آموزش محروم ماندهاند.
✒️: صندوق حمایت از کودکان سازمان ملل متحد در افغانستان (یونیسف) در ایکس گفته است که خانوادههایی که در زمینلرزه اخیر ولایت کنر خانههای خود را از دست دادهاند، شبها را در سرمای زیر صفر درجه سپری میکنند.
یونیسف افزوده است که هفته گذشته در چارچوب کمکهای زمستانی، ۱٬۷۷۵ بسته لباس زمستانی و ۳٬۵۵۰ تخته کمپل در این ولایت توزیع کرده است تا کودکان را از سرمای شدید محفوظ نگه دارد.
✒️: هندي رسنیو د بنګلهدېش د ورزش او ځوانانو سلاکار، اصف نصرال له قوله لیکلي، د بنګلهدېش کرېکټ بورډ پرېکړه کړې چې خپله لوبډله په هند کې د فبرورۍ په اوومه نېټه پیلېدونکي شلاووریز نړۍوال جام لپاره دغه هېواد ته نهلېږي.
دا پرېکړه وروسته له هغه شوې چې هند کرېکټ بورډ د کلکتهنایټرایډرز لوبډلې له ترکیب څخه د بنګلهدېش لوبډلې د لوبغاړي مستفضالرحمن د ایستلو غوښتنه وکړه.
✒️: د امریکا ولسمشر د نیکولاس مادورو تر نیولو وروسته، له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي، امریکا هغه مهال د نړۍ د ملنډو هدف ګرځېدلې وه؛ خو د ده په باور اوس یې بایللی برم بېرته خپل کړی دی.
ټرمپ ټینګار وکړ چې امریکا د نړۍ تر ټولو لوی او ځواکمن پوځ لري او د نورو هېوادونو سره یې واټن ډېر زیات دی.
ټرمپ ویلي: «دا له افغانستان سره پرتله کړئ؛ هغه ځای چې موږ د ټولې نړۍ د ملنډو هدف وو؛ اوس نور د ملنډو ځای نه یو، موږ د نړۍ تر ټولو لوی پوځ لرو، له ډېر لوی توپیر سره.»
خو پوښتنه دا ده چې د دغه اقدام پایلې به څه وي، او ایا د یوه خپلواک هېواد د ولسمشر نیول به امریکا ته بېرته ځواک ور وبخښي؟
د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې متقاعد افسر لیري جانسن ویلي، متحده ایالات د نورو هېوادونو د کنټرول په هڅو کې ډېره بده مخینه لري چې بېلګې یې په عراق او افغانستان کې لیدل شوې دي.
هغه ویلي: «د دې ډول تخنیکي ماموریت ترسره کول، هغه کار دی چې د ځانګړو عملیاتو ځواکونه ورته روزل شوي دي؛ هغوی کولی شي یو مشخص ماموریت ترسره کړي؛ خو پاتې کېدل، اړیکې جوړول او کنټرول ساتل هغه څه دي چې متحده ایالات یې نشي ترسره کوی، موږ دا موضوع په عراق کې ولیده او په افغانستان کې یې هم شاهدان وو.»
✒️: ایران کې د ولسي اعتراضونو د اتمې ورځې له دوام سره هممهاله، د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون له افغان کډوالو غواړي چې په ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول ایران کې، له سیاسي موضوعاتو او په دغو اعتراضونو کې له ګډون څخه ډډه وکړي.
✒️: خبرگزاری رویترز به نقل از گروههای حقوق بشری گزارش داده است که در جریان اعتراضات یک هفته گذشته در ایران، دستکم ۱۶ تن کشته شدهاند.
بر اساس این گزارش، شماری از معترضان نیز توسط نیروهای امنیتی ایران بازداشت شدهاند، اما شمار دقیق آنها مشخص نیست. این اعتراضات در پی کاهش ارزش پول ملی ایران و از سوی شهروندان آن کشور شکل گرفته و همچنان ادامه دارد.
✒️: همزمان با آغاز هفتمین دور دو روزهی گفتگوهای راهبردی چین و پاکستان که در بیجینگ آغاز شد، سفیر پیشین پاکستان در کابل گفته که پاکستان و چین باید استفاده از توافق سهجانبه با افغانستان را برای رسیدگی به مسالههای پاکستان و افغانستان بررسی کنند.
✒️: د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند مشر د افغانستان پر وړاندې د خپل هېواد د اوږدمهاله بهرنۍ تګلارې په اړه نیوکه کړې او ویلي یې دي چې اسلاماباد د افغانستان په بدلونونو کې په مستقیم او غیرې مستقیم ډول لاسوهنه کړې ده؛ چې دا کار د دواړو هېوادونو د بېثباتۍ سبب شوی.