د نقابپوش د سترې مېرمنې کیيسه !؛ ایمان پیاوړې کوونکې کیسه !
قاضی محمد نذير حکيم
هغه نقابپوش غږ چې نړۍ یې د ابو عبیده په نوم پېژني، کلونه د دښمن له سترګو پټ پاتې شو. خو د دې غږ تر شا یو بل خاموش وجود هم و: یوه ښځه. داسې ښځه چې نه یې کله کامره لیدلې وه او نه مایکروفون، نوم یې په خبرونو کې نه و راغلی، خو د هغې ژوند، قرباني او صبر د دې کیسې اصلي روح و.
الجزیرې د لومړي ځل لپاره د ابو عبیده له شهادته وروسته د هغه د وفادارې مېرمنې او د رازونو د امانتدارې اسراء جبر په اړه د «نقابپوش تر شا ولاړه ښځه» تر سرلیک لاندې ایمانافروز معلومات خپاره کړل.
په غزه کې، په یوه تنګه کوټه کې چې له دولسو مربع مترو لویه نه وه، اسراء یو کاغذ په دیوال وځړاوه. دا هماغه پاڼه وه چې اسرایلي الوتکو له اسمانه غورځولې وه. پر پاڼه د یو سړي انځور، نوم او د انعام وعده لیکل شوې وه: هر څوک چې د دې سړي خبر ورکړي، انعام به واخلي.
د اسراء په لاس کې یوه وړوکې قیچي وه. لاسونه یې رېږدېدل. د انځور څنډې یې پرې کړې او بیا یې دیوال ته ونښلاوه. د نړۍ لپاره دا د یوه مطلوب کس انځور و، خو د اسراء لپاره دا د خپل مېړه انځور و. هغې خپل مېړه ابو عبیده نه، بلکې حذیفه کحلوت باله.
اووه کلن یمان په چوپتیا کتل. سترګې یې له انځوره نه اوړېدې، لکه په زړه کې چې خپل پلار ته غږ کوي: بابا… بابا. اسراء په زړه کې وویل: یمانه، خپل پلار مه هېروه. خو د هغې خپله زړه وېلې کېده؛ میاشتي شوې وې چې د خپل مېړه څېره یې نه وه لمس کړې.
له انځور سره پر دیوال دعاوې هم ځوړندې وې؛ هغه دعاوې چې اسراء به یې تل لوستلې. شاوخوا یې وېره وه، نه مور او پلار نږدې وو، نه ټیلیفون، نه خبر. له نړۍ پرې شوې وه او نړۍ هم ترې. دا د یوه مطلوب کس د مېرمنې ژوند و، چې دښمن یې هره شېبه په لټه کې و. میاشتې تېرې شوې، خو مېړه کور ته نه شو راتلای.
بیا هغه ورځ راورسېده چې له یو کال ډېر انتظار ورته شوی و. اوربند اعلان شو. د شمال او جنوب ترمنځ خنډ لرې شو. د وېرې دېوال ونړېد. د اسراء په زړه کې مړه شوې هیله بیا توده شوه.
حذیفه د جنوبي غزې ته رسېدونکو له لومړیو کسانو څخه و. په لاسونو کې یې د ماشومانو لپاره ډالۍ وې؛ د څلورو ماشومانو لپاره، او د اسراء لپاره یوه ځانګړې ډالۍ: د سرو زرو درنه غوږوالۍ. دا د صبر انعام و، د جلاوالي بدیل.
دا هماغه مینه وه چې شل کاله وړاندې پیل شوې وه. هغه مهال اسراء اوولس کلنه وه. د حذیفه تر سیوري لاندې یې زده کړه وکړه، ښوونځی یې پای ته ورساوه، بیا یې په پوهنتون کې د ژورنالېزم او اړیکو زده کړه وکړه. هوښیاره زده کوونکې وه، خو د هغې اصلي پېژندنه یې کردار و.
د اسراء او حذیفه ژوند تل ځانګړی و، خو د دوی اړیکه ډېره ساده وه: درناوی، چوپتیا او باور. جګړه بېرته راغله، خو اسراء پرېکړه کړې وه چې نور به جلاوالی نه زغمي. زړه یې تل ویل: زه له تا سره یم، تر مرګه.
نهه میاشتې وروسته هغه قیامت راغی چې هر څه یې بدل کړل. الجزیرې د ابو عبیده له کوره د یوازیني ژوندي پاتې شوي ماشوم سره خبرې وکړې. ابراهیم، اتلس کلن ځوان، په بدن کې یې د اوسپنې مېخونه ول، څېره یې ژېړه وه او سترګو کې یې خوب نه و.
هغه د ابو عبیده مشر زوی و. څلور وروڼه او خویندې وو: لیان پنځلس کلنه، منةالله دولس کلنه، یمان اووه کلن، او ابراهیم. اوس ټول شهیدان شوي وو، او دی یوازې پاتې و.
کله چې ترې وپوښتل شول څنګه ژوندی پاتې شو، په موسکا یې وویل: کاش زه هم پوه شوی وای. ده ګڼې پایلې اټکل کړې وې: یا به ټول شهیدان کېږو، یا به پلار، یا زه؛ خو دا یې نه وه سوچ کړې چې ټول به ځي او زه به پاتې کېږم. ویل یې: کاش زه هم له مور، پلار او خویندو وروڼو سره تللی وای.
ده وویل، د برید نه یوه شپه مخکې یې خوب لیدلی و چې پنځه مرمۍ په هوا کې ډزې کوي. اوس پوه شو: پنځه ارواوې—مور، پلار، خور، خور، ورور… او دی، یوازې.
د وروستۍ ورځې یادونه یې زخم وه. د بانجانو ساده خواړه، د لرګیو اور، ټول یوځای وو. د مازیګر لمونځ وشو. اسراء قرآن پرانیست او د بقرې سورت یې پیل کړ. یمان د ابراهیم تر څنګ نښتې ناست و.
ناڅاپه اسمان وچاودېد. بمونه ولوېدل. لوګی، چیغې. یمان لېرې ولوېد. ابراهیم ټپي شو، خوځېدای نه شو. چیغه یې وهله: «کلمه وایه یمانه!» خو ځواب نه و. بیا هېڅ غږ پاتې نه شو. پوه شو چې ټول تللي دي. خوب رښتیا شو.
ابراهیم وایي: موږ پوهېدو چې د پلار ترڅنګ اوسېدل خطر لري، خو عجیبه سکون و. چې به زموږ سره و، نه به مو وېرېده. چې به لېرې و، زړونه به رپېدل.
د سختو بمبارونو پر مهال ابو عبیده ماشومانو ته تسلي ورکوله: «تر ټولو زیات څه به وشي؟ یوځای به مړه شو. مرګ دردناک نه دی، او د رب ملاقات ښکلی دی.»
دا یو قرآني کور و. اسراء د جګړې پر ورځو کې ماشومانو ته حفظ ور زده کړ. ابراهیم په لومړۍ میاشت کې حفظ بشپړ کړ، لیان په منځ کې، او منةالله په پای کې.
اسراء به د شپې پاڅېده، دعاوې به یې کولې، ماشومانو ته به یې اذکار ورښوول، لمونځ ته به یې پابندول. د دین په چارو کې ټینګه وه.
ابو عبیده به له ماشومانو ورو خبرې کولې، د ډرونونو له وېرې. د الله تعالی نومونه به یې ور ښوول؛ هره ورځ دوه نومونه او پر هغو فکر. عقیده، باور او صبر.
یوه په زړه پورې خبره دا وه چې ابراهیم څو کاله مخکې پوه شوی و چې پلار یې څوک دی. مور ورته د امنیت اصول ورښوولي وو: ځانګړی ټیلیفون، کامرې بندې، ځایونه بند. د دې کور تر ټولو مهم اصل انکار و؛ د نوم انکار، د اړیکې انکار، ان تر دې چې د درملنې پر بستر یې هم انکار کاوه چې زه د ابو عبیده زوی یم.
ابو عبیده به تل ځای بدلوله. په امن کې ژوند عادي و، خو په جګړه کې بشپړه پټتیا. څو ځله ژوندی پاتې شو؛ یو ځل د تښتونې هڅه، یو ځل دښمن هماغه ودانۍ کې و، څوارلس ورځې محاصره؛ خو الله د هغوی سترګې ړندې کړې.
د اسراء او حذیفه اړیکه بېلګه وه. د ابراهیم په وینا، مور به ویل چې په شلو کلونو کې یې هېڅ شکایت نه دی اورېدلی. ورور به ویل چې اسراء هېڅکله ځان بوج نه باله.
د هغې ملګرې نه پوهېدلې چې د چا مېرمن ده. خاموشه وه، لږ خبرې کوونکې او محتاطه. د هغې له تلو وروسته ټولو حقیقت وپېژاند.
هغه نرمه وه، ساده وه، خو پیاوړې وه. په چوپتیا یې تاریخ ولیکه. نقاب پورته شو—یوازې د مخ نه، بلکې د یوې ښځې کیسه هم راښکاره شوه. اسراء جبر: هغه ښځه چې د پردې تر شا ولاړه وه، چې صبر یې وسلې کړ، چوپتیا یې ډال کړه، او مینه یې قرباني.
بېشکه، د نقابپوش ابو عبیده کیسه یوازې د یوه سړي نه ده؛ دا د یوې سترې ښځې د عظمت ګواهي هم ده.