مهم ترين های امروز چهارشنبه

جنوري 7, 2026 - 21:04
 0  8
مهم ترين های امروز چهارشنبه

✒️: ‏د کونړ اسمار ولسوالي کې نن (چهارشنبه) غرمه مهال د یوې ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله یوه میرمن وژل شوې، یو ماشوم او یوه بله میرمن ټپیان دي.
ځايي مسوولانو د ټپي شوې میرمنې روغتیايي وضعیت نازک ښودلی دی.
د یادونې ده چې د دغه ولایت نورګل ولسوالي کې هم څو ورځې وړاندې د یوې ناچاودې مرمۍ چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او شپږ نور ټپيان شوي وو.
✒️: ‏د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع وایي، د تخار د چاه‌آب ولسوالۍ د ځینو اوسېدونکو او د سرو زرو د مینځلو شرکت د مسوولینو ترمنځ نښته شوې چې له امله یې درې ځایي اوسېدونکي او د شرکت یو کارکوونکی وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
هغه زیاتوي، د پېښې په تړاو دوه کسان چې یو یې د شرکت امنیتي کارکوونکی او بل ځایي اوسېدونکی دی، د پولیسو له‌خوا نیول شوي دي.
د امنیتي ځواکونو له مداخلې وروسته وضعیت عادي شوی او سیمه تر بشپړ تر کنټرول لاندې ده. د قانع په وینا، د تخار د والي مرستیال هم سیمې ته تللی څو پېښه له نږدې وڅېړي او د شرکت فعالیتونه هم درول شوي دي.
✒️: ‏منابع از وزارت ارشاد، حج و اوقاف امارت‌اسلامی‌افغانستان به طلوع‌نیوز، افزوده شدن به معاش خطیبان وامامان رسمی مسجد‌ها و کارمندان این وزارت در ولسوالی‌ها را تایید می‌کند.
به گفته این منابع، معاش خطیبان و امامان مسجد‌ها که قبلا ۹هزار الی نُه ونیم‌هزار افغانی بود، سه هزار افغانی به آن اضافه شده است.
همچنان معاش کارمندان وزارت ارشاد، حج و اوقاف امارت‌اسلامی که حدود هفت‌هزار افغانی بود، نیز چهارهزار افغانی به آن اضافه شده است.
این درحالی‌ست که ۵هزار و پنج‌صد امام رسمی از سوی وزارت، ارشاد، حج واوقاف در مسجدهای کشور و چهارصد وبیست کارمند این وزارت در ولسوالی‌ها فعالیت می ‌کنند.
✒️: ‏د هرات زعفران یو ځل بیا د بلجیم په بروکسل کې د خوړو د خوند نړۍوال انسټیټوټ له‌ لوري د نړۍ تر ټولو د غوره زعفرانو په توګه وپېژندل شول او د لسم ځل لپاره یې دا نړۍوال ویاړ خپل کړ.
د هرات سیمه‌ییز چارواکي له خلکو غواړي چې د دغه ګټور او ارزښتناک محصول کرنې ته لا ډېره پاملرنه وکړي، څو د هرات د زعفرانو حاصلات نور هم زیات شي.
✒️: ‏د ننګرهار امنیې قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د جلال اباد ښار اوومې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د شرابو یوه تولیدي کارخونه کشف او څلور بېلره شراب هم پکې نیول شوي دي. د خبرپاڼې له مخې، پولیسو په همدې تړاو ځینې شکمن کسان هم نیولي دي.
✒️: ‏د تخار په چاه‌آب ولسوالۍ کې ۸ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د کورنیو چارو وزارت تائید کړې، چې د تخار ولایت په چاه‌آب ولسوالۍ کې د ځایي اوسېدونکو او د سرو زرو د مینځلو(زرشویي) د یوه شرکت د مسوولانو ترمنځ د نښتې له کبله درې کسان وژل شوي او پېنځه نور ټپیان دي.
د دې وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي؛ د وژنې پر تور دوه شکمن کسان نیول شوي، چې یو د دې شرکت امنیتي کارکوونکی او بل د سیمې یو اوسېدونکی دی.
دغه راز د تخار ولایت د والي مرستیال چاه‌آب ولسوالۍ ته د سفر پر مهال اړوند پېښه له نږدې څېړلې او موضوع یې پوره تعقیب کړې ده.
د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا مهال د یاد شرکت ټول فعالیتونه درول شوي او د پېښې د ټولو اړخونو د روښانه کولو لپاره د پولیسو څېړنې روانې دي.
✒️: ‏د اسلامي امارت کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني په زابل ولایت کې یوې غونډه ویلي: «مرحوم ملا محمد عمر مجاهد په عالم اسباب کې د اسلامي نظام ژغورونکی او بنسټ ایښودونکی و او افغانستان یې له تجزیې وژغوره. مجاهد پر پاکه او ټینګه اراده د کورنیو جګړو او شوم اهداف له منځه یوړل. »
هغه په ​​دې خاوره کې د اسلامي نظام بنسټ کېښود او په معاصر عصر کې یې د جهاد او یووالي بنسټیزه لار د میراث په توګه پریښوده.
نن دا د هماغه جوړښت پایله ده، چې د شل کلن اشغال له ماتې وروسته د افغانانو په منځ کې د ملي یووالي یو رښتینی پړاو راڅرګند شو او مونږ د یو متحد اسلامي نظام خاوندان شوو.
✒️: ‏د اسلامي امارت د پاکستان د پوځ د ویاند وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، هغه څرګندونې، چې د یوې خبري ناستې پر مهال د افغانستان د حکومتي او ټولنیز جوړښت په اړه شوې؛ نه یوازې له واقعیت سره کوم تړاو نلري، بلکې د یوه مسوول پوځ له دریځ او معیارونو سره هم ښکاره ټکر لري.
✒️: ‏عراقچی: مسائل داخلی ‎ایران به دولت‌های خارجی ارتباطی ندارد.
وزیر امور خارجه ایران با تاکید بر اینکه مسائل داخلی کشور صرفا به مردم ایران مربوط است، گفت شرایط کنونی به دلیل سیاست‌های ‎آمریکا برای مذاکره با این کشور مناسب نیست.
✒️: اردوغان: 2025 سال بحران‌های جهانی بود اما ترکیه از منافع ملی خود حفاظت کرد.
رجب طیب اردوغان، رئیس‌جمهور ‎ترکیه و رهبر حزب عدالت و توسعه، در سخنرانی خود در نشست گروهی این حزب در مجلس ترکیه، با اشاره به اینکه سالی بسیار فشرده از نظر تحولات منطقه‌ای و جهانی را پشت سر گذاشته‌اند، گفت: 
سال 2025 سالی بود که در بسیاری از نقاط جهان بحران، درگیری، جنگ و تنش جریان داشت، اما به لطف خداوند، ما امانت ملت را به بهترین شکل پاس داشتیم.
✒️: ‏د هند بهرنیو چارو وزیر سوبرمنیم جي‌شنکر ویلي، چې پاکستان له څو لسیزو راپدېخوا په خپلو لویو ښارونو کې د ترهګرو له روزنیزو کمپونو ښکاره ملاتړ کوي.
✒️: ‏د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د ونزویلا له ۳۰ څخه تر ۵۰ میلیون بیرل تېلو څخه به، چې پخوا د امریکا د بندیزونو له کبله په دې هېواد کې بند پاتې ول؛ تصفیه او بازار ته وړاندې کړي.
✒️: ‏د راپورونو له مخې، نن د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د دغه هېواد له امنیتي ځواکونو غوښتي چې پر لاریون کوونکو ډزې ونه کړي.
په راپورونو کې د پزشکیان له قوله راغلي، چې سوله‌ییز لاریونونو مخه دې نه نیول کېږي او هغه کسان چې د پولیسو پر مرکزونو بریدونه کوي هغوی باید له نورو لاریون کوونکو جدا شي.
✒️: ‏رسانه های خارجي گزارش داده است که اردو سوریه دو منطقه در حلب را به عنوان اهداف نظامی خود اعلام کرده است و از غیرنظامیان ساکن خواسته اند که در ظرف سه ساعت این منطقه را ترک کند.
اردو سوریه این اعلان را در واکنش به حملات نیروهای دیموکرات سوریه و کرد کرده است و در مناطق شیخ مقصود و اشرافیه برای خروج غیر نظامیان دو دهلیز را باز نموده است.
✒️: ‏دفتر حقوق بشر سازمان ملل می‌گوید جامعه جهانی باید به‌صراحت اعلام کند که مداخله امریکا در ونزویلا نقض حقوق بین‌الملل است و به‌جای افزایش امنیت، جهان را ناامن‌تر می‌سازد.
این دفتر در خبرنامه‌ای اعلام کرده است: «این عملیات به‌روشنی یکی از اصول بنیادین حقوق بین‌الملل را نقض کرده است؛ اصلی که بر اساس آن کشورها نباید علیه تمامیت ارضی یا استقلال سیاسی هیچ کشوری تهدید کرده یا از زور استفاده کنند.»
راوینا شمداسانی، سخنگوی این دفتر، به خبرنگاران گفت که این مداخله نظامی ساختار امنیت بین‌المللی را تضعیف کرده و باعث کاهش ایمنی برای همه کشورها می‌شود.
✒️: ‏د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد، پر اېکس لیکلي چې د پاکستان د پوځ ویاند شریف چودري د دوحې تړون په اړه ناسم برداشت کړی دی، ځکه دغه تړون د افغانستان او پاکستان ترمنځ مسایلو ته نه دی ځانګړی شوی.
خو خلیلزاد وایي، دا موضوع یوه مهمه پوښتنه راولاړوي، که افغانستان او پاکستان یو ورته تړون وکړي او دواړه هېوادونه ژمن شي هیڅ فرد یا ډله، د داعش او ټي‌ټي‌پي په ګډون، د بل هېواد پر ضد له خپلې خاورې کار وانخلي او دا بهیر د درېیم لوري تر څار لاندې وي، نو دا به د دواړو هېوادونو په ګټه وي.
هغه زیاتوي، د طالبانو له مشرانو سره د وروستیو خبرو پر بنسټ باور لري چې هغوی د داسې تړون پر سر خبرو ته چمتو دي او دا تړون کولای شي د دواړو ګاونډیو اړیکې په بنسټیز ډول بدلې کړي او اوس توپ د پاکستان په میدان کې دی.
✒️: ‏د پاکستان په چکوال سیمه کې یو مسافر وړونکی بس له ګړنګه غورځیدلی چې له امله یې لږ تر لږه ۵ کسان مړه او ۲۷ نور ټپیان دي.
د ژغورنې چارواکي وايي، بس له اسلام‌اباده کراچۍ ته روان و چې د موټرچلوونکي د کنټرول له وتلو وروسته له سړکه واوښت او ښکته و غورځېده.
پاکستاني رسنیو د چارواکو له قوله ویلي، په ټپیانو کې  ۷ ښځې دي او د ځینو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
✒️: ‏ایراني رسنیو خبر ورکړی چې علي اردستاني، چې د موساد له‌پاره یې د عملياتي غړي په توګه کار کاوه او حساسو معلوماتو ته یې لاسرسی درلود، اعدام شوی دی.
د راپورونو له مخې، هغه د موساد د افسرانو په لارښوونه له ځانګړو ځایونو تصویرونه او د هدف شوو کسانو معلومات دې استخباراتي ادارې ته سپارلي او د هر ماموریت له بشپړېدو وروسته یې پیسې د ډیجیټلي اسعارو له لارې ترلاسه کولې.
✒️: ‏د ایراني رسنیو د راپورونو پر بنسټ د تایباد ولسوالۍ مسوولینو ویلي، افغانستان ته د يو ورځنيو غوښينو چرګوړو صادرات د دوغارون سرحدي دروازې له لارې بیا پيل شوي دي.
د هغوی په وینا په رسمي جواز سره له ۲۵۰ تر ۳۰۰ زره يو ورځني چرګوړي د ۱۱ لاریو په وسیله افغانستان ته وارد شوي دي. له پاکستان سره د لارو له تړل کېدو وروسته د چرګانو د غوښې کموالی په افغاني بازارونو کې یوه جدي ننګونه وه چې له دې سره به تر ډېره بریده حل شي.
✒️: ‏پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر حسن نقوي، چین ته د خپل سفر پرمهال، نن (چهارشنبه) د دغه هېواد د عامه امنیت له وزیر، وانګ شیاوهونګ سره کتلي دي.
نقوي په دې کتنه کې ویلي، غواړي پاکستان کې د چیناني وګړو د امنیت خوندیتوب په موخه ځانګړې امنیتي قطعه جوړه کړي. د یادونې ده چې پاکستان کې وخت ناوخت پر چینايي وګړو مرګوني بریدونه شوي دي.
✒️: ‏د برېټانیا او فرانسې چارواکو پاریس کې د اوکراین د اوربند هوکړې د تضمینونو وروستي کولو غونډې پرمهال ویلي، که د اوکراین او روسیې ترمنځ پر اوربند هوکړه وروستۍ شوه، چمتو دي چې دغه هېواد ته د امنیت د ټنګښت او د روسیې د احمتالي بریدونو مخنیوي په موخه خپل سرتېري واستوي.
✒️: ‏د پاکستان الفلاح بانک ومنله چې د دغه بانک مدیره پلاوي د یوه افغاني بانک له لوري د افغانستان څانګې د پېرلو غیرې‌الزامي وړاندیز منلی دی.
یاد بانک ویلي، د دغه وړاندیز منل په بشپړ ډول د افغانستان څانګې د پلور په معنی نه دی، بلکې دې برخه کې څو راتلوونکو پړاونو ته لاره هواروي.